پیدایښت Chapter 29

For English

Read پیدایښت Chapter 29 Online

Read پیدایښت Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

پیدایښت 29

فصل 29

1. نو حضرت یعقوب خپل سفر ته دوام ورکړ او د مشرق د خلکو خاورې ته راغی.

2. هغه په صحرا کې یو کوهی ولید چې د پسونو درې رمې یې په څنګ کې پنډې وې. له دې کوهي څخه به رمو اوبه څښلې او د کوهي خولې ته یوه لویه تیږه ایښې وه.

3. څه وخت چې به ټولې رمې هلته راغونډې شوې نو شپانو به دغه تیږه د کوهي د خولې څخه لېرې کوله او رمو ته به یې اوبه ورکولې. بیا به یې تیږه بېرته د کوهي خولې ته ایښودله.

4. حضرت یعقوب د شپانو څخه پوښتنه وکړه: <ای زما ورونو، تاسو د کوم ځای یئ؟>هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د حران یو.>

5. هغه پوښتنه وکړه: <تاسو د ناحور لمسی لابان پېژنئ؟>هغوی ځواب ورکړ: <هو، مونږ هغه پېژنو.>

6. هغه پوښتنه وکړه: <هغه ښه دی؟>هغوی ځواب ورکړ: <هغه ښه دی. وګوره، دا د هغه لور راحیل ده چې د خپلې رمې سره راروانه ده.>

7. حضرت یعقوب وفرمایل: <تر اوسه پورې لا لمر جګ ولاړ دی او د رمو د راغونډېدلو وخت نه دی. پسونو ته اوبه ورکړئ او هغه بېرته څړځای ته بوځئ.>

8. هغوی وویل: <دا کار مونږ نه شو کولی. څه وخت چې ټولې رمې راغونډې شي او د کوهي د خولې څخه تیږه لېرې کړای شي، بیا به پسونو ته اوبه ورکړو.>

9. حضرت یعقوب لا د هغوی سره خبرې کولې چې راحیل د رمې سره راغله ځکه چې هغه شپونکۍ وه.

10. کله چې حضرت یعقوب راحیل ولیدله چې د هغه د ماما لابان رمه ورسره وه، هغه کوهي ته ورغی او تیږه یې د کوهي د خولې څخه لېرې کړه او د لابان پسونو ته یې اوبه ورکړې.

11. بیا حضرت یعقوب راحیل ښکل کړه او په لوړ اواز سره یې وژړل.

12. حضرت یعقوب راحیل ته وفرمایل: <زه ستا د پلار د خپلوانو څخه یم او د ربکا زوی یم.>هغه په منډه لاړه او خپل پلار یې خبر کړ.

13. څنګه چې لابان د خپل خوریي حضرت یعقوب خبر واورېد نو په منډه د هغه لیدلو ته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ او خپل کور ته یې راوست. بیا هرڅه چې پېښ شوي وو حضرت یعقوب لابان ته بیان کړل.

14. لابان هغه ته وویل: <په رښتیا سره ته زما خپله وینه او خپل هډوکی یې.> حضرت یعقوب پوره یوه میاشت د هغه سره پاتې شو.

15. لابان حضرت یعقوب ته وویل: <آیا په دې خاطر چې ته زما خپل یې نو ماته به وړیا خدمت کوې؟ ووایه چې ته څومره مزدوري غواړې؟>

16. لابان دوه لورګانې درلودلې، د مشرې نوم لیه او د کشرې نوم راحیل ؤ.

17. د لیه سترګې ښکلې وې مګر راحیل ښایسته وه او ښکلی اندام یې درلود.

18. حضرت یعقوب په راحیل باندې مین شوی ؤ او ویې فرمایل: <که چېرې خپله کشره لور ماته راکړې، نو زه به اووه کاله ستا خدمت وکړم.>

19. لابان وویل: <دا به ښه وي چې هغه تاته درکړم، نه کوم بل چاته. زما سره دلته پاتې شه.>

20. نو حضرت یعقوب د راحیل دپاره اووه کاله خدمت وکړ، مګر دا کلونه هغه ته لکه د ډېرو لږو ورځو په شان ښکاره شول ځکه چې هغه د راحیل سره ډېره مینه درلودله.

21. نو حضرت یعقوب لابان ته وفرمایل: <هغه موده پوره شوې ده، اجازه راکړه چې ستا د لور سره واده وکړم.>

22. نو لابان د هغه ځای ټول خلک راغونډ کړل او مېلمستیا یې ورکړه.

23. خو کله چې شپه شوه، هغه د راحیل په ځای لیه حضرت یعقوب ته وروستله او حضرت یعقوب د هغې سره یوځای شو.

24. لابان خپله وینځه زلفه خپلې لور لیه ته د نوکرې په توګه ورکړه.

25. کله چې سهار شو حضرت یعقوب ته معلومه شوه چې هغه لیه وه. هغه لابان ته ورغی او ویې فرمایل: <زما سره دې ولې داسې وکړل؟ ما د دې دپاره کار کاوه چې راحیل ماته راکړې، زه دې ولې وغولولم؟>

26. لابان ځواب ورکړ: <دلته زمونږ په ځای کې داسې رواج نه دی چې کشره لور د مشرې څخه مخکې واده کړي.

27. صبر وکړه چې د لیه د واده اوومه ورځ پوره شي بیا به راحیل هم درکړم، خو ته به اووه کاله نور هم زما خدمت کوې.>

28. حضرت یعقوب قبوله کړه او د لیه سره یې د واده اوومه ورځ پوره کړه او لابان خپله لور راحیل هغه ته ورکړه.

29. لابان خپله وینځه بلهه خپلې لور راحیل ته د نوکرې په توګه ورکړه.

30. حضرت یعقوب د راحیل سره هم یوځای شو. په هغه باندې د لیه څخه راحیل ډېره ګرانه وه. هغه لابان ته اووه کاله نور خدمت وکړ.

31. کله چې څښتن ولیدل چې حضرت یعقوب د لیه سره ډېره مینه نه کوي، خدای پاک هغې ته اولادونه ورکړل، مګر راحیل شنډه وه.

32. لیه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې روبین نوم کېښود، ځکه هغې وویل: <څښتن زما سختي لیدلې ده. اوس به مې مېړه راسره مینه کوي.>

33. هغه بیا امیدواره شوه، زوی یې وزېږاوه او ویې ویل: <دا ځکه چې څښتن پوهیږي چې حضرت یعقوب زما سره مینه نه کوي، نو دا یې هم راکړ.> نو په هغه باندې یې شمعون نوم کېښود.

34. هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه، ویې ویل: <اوس به د خپل مېړه زړه ته ورنژدې شم، ځکه چې درې زامن مې ورته وزېږول.> نو په دې خاطر یې په هغه باندې لاوي نوم کېښود.

35. هغه بیا امیدواره شوه او کله چې د هغې زوی پیدا شو، هغې وویل: <دا ځل به زه د څښتن ستاینه وکړم>، نو هغې په هغه باندې یهودا نوم کېښود. وروسته له هغې څخه لیه د اولاد د زېږولو څخه ولوېدله.

About پیدایښت Chapter 29

Read پیدایښت Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 29
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 29 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 29?

پیدایښت Chapter 29 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 29 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. استر Chapter 8
  2. زبور Chapter 138
  3. متلونه Chapter 16
  4. ارمیا Chapter 7
  5. پیدایښت Chapter 7
  6. زبور Chapter 84
  7. دوهم پادشاهان Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. اول پطروس Chapter 2
  2. لوقا Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 6
  4. اشعیا Chapter 43
  5. دانیال Chapter 11
  6. اشعیا Chapter 4
  7. شمېر Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *