پیدایښت Chapter 48

For English

Read پیدایښت Chapter 48 Online

Read پیدایښت Chapter 48 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 48

فصل 48

1. څه موده وروسته حضرت یوسف ته خبر ورسېد چې پلار یې ناروغ دی. نو هغه خپل دواړه زامن منسي او افرایم د ځان سره واخیستل او د خپل پلار لیدلو ته ورغی.

2. کله چې حضرت یعقوب خبر شو چې د هغه زوی حضرت یوسف د هغه د لیدلو دپاره راغلی دی نو هغه د خپل ټول قوت څخه کار واخیست ترڅو په خپل کټ باندې کښېناست.

3. حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <مطلق قادر خدای ماته د کنعان په وطن کې په لوز کې راښکاره شو او برکت یې راته راکړ.

4. ماته یې وفرمایل: تاته به زیات اولادونه درکړم. ستا د نسل څخه به زیات قومونه جوړ کړم او دغه ځمکه به ستا څخه وروسته ستا اولادې ته د هغوی د دایمي ملکیت په توګه ورکړم.

5. نو اوس ستا دوه زامن چې زما د راتللو څخه مخکې په مصر کې زېږېدلي وو، هغوی زما دي. افرایم او منسي د روبین او شمعون په شان زما زامن دي.

6. له دوی څخه وروسته چې ستا کوم اولادونه پیدا کیږي هغه به ستا وي او د هغوی میراث به د افرایم او منسي څخه وي.

7. څه وخت چې زه د بین النهرین څخه راتلم نو په خواشینۍ سره راحیل د کنعان په خاوره کې افراتې ته نژدې په لاره کې مړه شوه. نو هغه مې د افراتې د لارې تر څنګه ښخه کړه.> (هغه ځای اوس د بیت الحم په نوم یادیږي.)

8. کله چې حضرت یعقوب د حضرت یوسف زامن ولیدل هغه پوښتنه وکړه: <دا څوک دي؟>

9. حضرت یوسف خپل پلار ته وفرمایل: <دا زما زامن دي چې خدای پاک ماته دلته په مصر کې راکړي دي.>بیا حضرت یعقوب وفرمایل: <هغوی ماته راوله چې زه ورته برکت ورکړم.>

10. د حضرت یعقوب سترګې د زوړوالي له کبله دومره کمزورې شوې وې چې څه شی ورته سم نه ښکاره کېده. نو حضرت یوسف خپل زامن هغه ته ورنژدې کړل او د هغه پلار هغوی ښکل کړل او په خپل غېږ کې یې ونیول.

11. حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <ما هیڅکله دا امید نه درلود چې ستا مخ به بیا ووینم او اوس خدای پاک زه دې ته پرېښودم چې ستا اولادونه هم ووینم.>

12. بیا حضرت یوسف هغوی د خپل پلار د زنګنونو څخه لېرې کړل او د احترام په خاطر یې هغه ته خپل سر ټیټ کړ.

13. حضرت یوسف افرایم د حضرت یعقوب چپ لاس ته او منسي یې د هغه ښي لاس ته نژدې راوستل.

14. مګر حضرت یعقوب خپل ښي لاس اوږد کړ او هغه یې د افرایم په سر باندې کېښود، که څه هم هغه کشر ؤ او خپل چپ لاس یې د منسي په سر باندې چې مشر ؤ کېښود.

15. بیا هغه حضرت یوسف ته برکت ورکړ او ویې فرمایل: <هغه خدای چې زما پلرونو حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق یې خدمت کړی دی، هغه دې دغو هلکانو ته برکت ورکړي! هغه خدای چې تر دې ورځې پورې یې زما لارښوونه کړې، هغوی ته دې برکت ورکړي!

16. هغه فرښته دې هغوی ته برکت ورکړي چې زه یې د ټولو بدو څخه ژغورلی یم! زما او زما د نیکونو حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق نومونه دې د دوی په وسیله ژوندي وساتل شي او هغوی دې ډېره اولاده ولري.>

17. کله چې حضرت یوسف ولیدل چې پلار یې خپل ښي لاس د افرایم په سر باندې کېښود هغه خفه شو. نو د خپل پلار لاس یې ونیوه چې د افرایم له سر څخه یې د منسي سرته راواړوي.

18. حضرت یوسف هغه ته وویل: <نه پلاره، دغه مشر هلک دی. خپل ښي لاس دې د هغه په سر باندې کېږده.>

19. مګر د هغه پلار انکار وکړ او ویې ویل: <ای زویه، زه پوهېږم! زه پوهېږم چې د منسي څخه به هم یو لوی قوم جوړ شي. مګر د هغه کشر ورور به د هغه څخه لوی سړی شي ځکه چې د هغه د اولادې څخه به لوی قومونه پیدا شي.>

20. په هغه ورځ حضرت یعقوب هغوی ته برکت ورکړ ویې فرمایل: <د اسراییلو قوم به یو او بل ته ستاسو په نوم برکت غواړي او داسې به وایي چې خدای پاک دې تا د افرایم او منسي په شان کړي.> په دې ډول حضرت یعقوب افرایم ته په منسي باندې د لومړي توب حق ورکړ.

21. بیا حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <ګوره، زه مرګ ته نژدې یم خو خدای پاک به ستاسو سره مل وي او تاسو به بېرته د خپلو نیکونو وطن ته بوځي.

22. د شکیم هغه حاصلخېزه سیمه چې ما د اموریانو څخه د خپلې تورې او لیندې په زور نیولې ده، ستا ورونو ته نه، بلکه تاته درکوم.>

About پیدایښت Chapter 48

Read پیدایښت Chapter 48 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 48
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 48 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 48?

پیدایښت Chapter 48 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 48 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. قاضیان Chapter 15
  2. دوهم پادشاهان Chapter 8
  3. پیدایښت Chapter 11
  4. پیدایښت Chapter 2
  5. یشوع Chapter 6
  6. اول سموئیل Chapter 3
  7. پیدایښت Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. اعمال رسولان Chapter 14
  2. اول سموئیل Chapter 30
  3. زبور Chapter 8
  4. لاویان Chapter 14
  5. اول سموئیل Chapter 22
  6. زبور Chapter 76
  7. خروج Chapter 33
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *