پیدایښت Chapter 11

For English

Read پیدایښت Chapter 11 Online

Read پیدایښت Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 11

فصل 11

1. په هغه وخت کې د ټولې دنیا خلکو یوه ژبه درلودله او یو قسم خبرې به یې کولې.

2. خو وروسته هغوی د مشرق خواته کډه وکړه او د شنعار په ځمکه کې یې یوه میداني پیدا کړه او هلته اوسېدل.

3. هغوی یو بل ته وویل: <راځئ چې خښتې جوړې کړو او هغه ښې پخې کړو.> هغوی د تیږو په ځای خښتې او د مسالې په ځای قیر استعمال کړ.

4. هغوی وویل: <راځئ چې د خپل ځان دپاره یو ښار ودان کړو او په هغه کې یو لوړ برج جوړ کړو چې سر یې اسمان ته ورسیږي، ترڅو د خپل ځان دپاره یو نوم وګټو، داسې نه شي چې په ټوله دنیا کې خپاره شو.>

5. مګر کله چې څښتن راښکته شو چې هغه ښار او برج چې خلکو جوړ کړی ؤ وګوري،

6. هغه وفرمایل: <اوس هغوی یو قوم دی او په یوه ژبه خبرې کوي. دا یوازې د کار شروع ده. هغوی به ډېر ژر د دې توان پیدا کړي چې هرڅه وغواړي هغه به سرته ورسوي.

7. راځئ چې کوز شو او د هغوی ژبه سره ګډه وډه کړو ترڅو دوی یو د بل په خبرو باندې پوه نه شي.>

8. نو څښتن هغوی په ټوله دنیا کې خپاره کړل او هغوی مجبور شول چې د ښار د جوړولو څخه لاس واخلي.

9. په دې سبب هغه ځای د څپرکیل په نوم یاد شو ځکه چې څښتن هلته د هغوی ژبه ګډه وډه کړه او هغوی یې په ټوله دنیا کې خپاره کړل.

10. دا د سام اولاده ده: د سیلاب څخه دوه کاله وروسته هغه وخت چې سام د سلو کالو په عمر ؤ د هغه زوی آرفکشاد پیدا شو.

11. د آرفکشاد د پیدا کېدو څخه وروسته سام پنځه سوه کاله نور هم ژوند وکړ او نور اولادونه یې پیدا شول.

12. آرفکشاد د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی شالح پیدا شو.

13. د شالح د پیدا کېدو څخه وروسته آرفکشاد څلورسوه درې کاله نور ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

14. هغه وخت چې شالح د دېرشو کالو په عمر ؤ د هغه زوی عابر پیدا شو.

15. پس له هغې، شالح څلورسوه درې کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

16. عابر د څلوردېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی فالج پیدا شو.

17. کله چې فالج پیدا شو، عابر څلورسوه دېرش کاله نور هم ژوند وکړ او زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

18. فالج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی رعو پیدا شو.

19. د رعو د پیدا کېدلو څخه وروسته فالج دوه سوه نهه کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

20. رعو د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی سروج پیدا شو.

21. د سروج د پیدا کېدلو څخه وروسته رعو دوه سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

22. سروج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی ناحور پیدا شو.

23. د ناحور د پیدا کېدلو څخه وروسته سروج دوه سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

24. ناحور د نهه ویشتو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی تارح پیدا شو.

25. د تارح د پیدا کېدلو څخه وروسته ناحور یوسلو نولس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

26. وروسته له دې چې تارح د اویا کالو په عمر شو، د هغه زامن حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول.

27. دا د تارح اولاده ده چې د هغه څخه حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول. هاران د حضرت لوط پلار ؤ.

28. د هاران پلار لا ژوندی ؤ چې هغه خپل د زېږېدو په ځای یعنې اور کلدانیانو کې مړ شو.

29. حضرت ابرام د سارای سره واده وکړ او ناحور د ملکې سره چې د هاران لور وه واده وکړ. هاران د یسکا پلار هم ؤ.

30. سارای شنډه وه او ماشومان یې نه درلودل.

31. تارح خپل زوی حضرت ابرام، خپل لمسی حضرت لوط چې د هاران زوی ؤ او د هغه نږور یعنې د حضرت ابرام ښځه سارای د ځان سره واخیستل او د اور کلدانیانو څخه ووتل چې د کنعان خاورې ته لاړ شي. خو کله چې هغوی حران ته راغلل هلته پاتې شول.

32. تارح د دوه سوه پنځو کالو په عمر په حران کې مړ شو.

About پیدایښت Chapter 11

Read پیدایښت Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 11
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 11?

پیدایښت Chapter 11 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 24
  2. اشعیا Chapter 53
  3. شمېر Chapter 24
  4. زبور Chapter 47
  5. واعظ Chapter 7
  6. اول پادشاهان Chapter 2
  7. عزرا Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 34
  2. هوشع Chapter 14
  3. قاضیان Chapter 20
  4. عبرانیانو ته Chapter 3
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 3
  6. متلونه Chapter 11
  7. لاویان Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *