پیدایښت Chapter 23

For English

Read پیدایښت Chapter 23 Online

Read پیدایښت Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 23

فصل 23

1. ساره یوسلو اووه ویشت کاله ژوندۍ وه.

2. هغه په قریه اربع (حبرون) کې چې د کنعان په هېواد کې دی مړه شوه او حضرت ابراهیم د ساره دپاره غمجن شو او په هغې پسې یې وژړل.

3. بیا حضرت ابراهیم د خپلې ښځې د مړي له څنګه پاڅېده او حیتیانو ته ورغی او ویې فرمایل:

4. <زه دلته ستاسو په منځ کې پردی او مسافر یم. یو څه ځمکه په ما باندې خرڅه کړئ ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړم.>

5. هغوی ځواب ورکړ:

6. <باداره، زمونږ خبره واوره. مونږ تاته د یو قوي مشر په سترګه ګورو. زمونږ په ډېرو ښو قبرونو کې خپل مړی ښخ کړه. مونږ هر یو به خوشاله شو چې تاته د قبر دپاره ځای درکړو ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړې.>

7. نو حضرت ابراهیم پاڅېد او د احترام په خاطر یې هغوی ته خپل سر ټیټ کړ

8. او ورته ویې فرمایل: <که ستاسو خوښه وي پرېږدئ چې خپل مړی ښخ کړم. تاسو زما په خاطر د صوحار د زوی عفرون څخه وغواړئ

9. چې د مکفیلې سمڅه چې د هغه جایداد دی او د هغه د پټي سرته پرته ده، په پوره بیه په ما باندې خرڅه کړي. دا به ستاسو په منځ کې زمونږ هدیره وي.>

10. عفرون په خپله د نورو حیتیانو سره د ښار په دروازه کې د غونډې په ځای کې ناست ؤ. هغه حضرت ابراهیم ته د ټولو حیتیانو په مخکې چې هلته حاضر وو ځواب ورکړ،

11. هغه وویل: <نه، زما باداره! زما خبره واوره. زه دا پټی او هغه سمڅه چې په هغه کې ده د خپل قوم په مخکې تاته درکوم، خپل مړی دې په کې ښخ کړه.>

12. حضرت ابراهیم یو ځل بیا د حیتیانو په وړاندې د احترام سر ټیټ کړ.

13. هغه د ټولو په مخکې عفرون ته وفرمایل: <زما خبره واوره. که چېرې ستا رضا وي زه به د پټي بیه تاته درکړم. دا زما له خوا قبوله کړه ترڅو خپل مړی هلته ښخ کړم.>

14. عفرون ځواب ورکړ:

15. <ای زما باداره، زما خبره واوره. د دې ځمکې بیه څلورسوه مثقاله سپین زر دي، خو دا زما او ستا ترمنځ هیڅ شی نه دی. خپل مړی دې په کې ښخ کړه.>

16. نو حضرت ابراهیم د عفرون خبره قبوله کړه او هغه بیه چې عفرون د حیتیانو په مخکې ټاکلې وه، یعنې څلورسوه مثقاله سپین زر عفرون ته وتلل. دا د هغه وزن سره سم وو چې په هغه وخت کې یې د سوداګرانو په منځ کې رواج درلود.

17. په دې ډول د عفرون جایداد چې په مکفیله کې د ممري په لمرخاته کې ؤ هغه د حضرت ابراهیم شو. په هغه کې پټی او هغه سمڅه چې په هغه پټي کې وه او د هغې ځمکې شاوخوا ټولې ونې شاملې وې.

18. دا ځمکه د ټولو حیتیانو په مخکې چې په هغې غونډې کې حاضر وو د حضرت ابراهیم د جایداد په توګه وپېژندل شوه.

19. نو حضرت ابراهیم خپله ښځه ساره ممري ته نژدې چې په حبرون کې ده د مکفیله په سمڅه کې د کنعان په خاوره کې ښخه کړه.

20. نو هغه پټی او سمڅه چې په هغې کې وه د حیتیانو له خوا په حضرت ابراهیم باندې د هدیرې لپاره په قباله ورکړای شول.

About پیدایښت Chapter 23

Read پیدایښت Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 23
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 23 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 23?

پیدایښت Chapter 23 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 23 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 16
  2. یونس Chapter 2
  3. حزقیال Chapter 47
  4. اول پادشاهان Chapter 3
  5. قاضیان Chapter 14
  6. حزقیال Chapter 29
  7. ایوب Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. رومیانو ته Chapter 15
  2. حزقیال Chapter 41
  3. حزقیال Chapter 45
  4. یشوع Chapter 20
  5. ایوب Chapter 14
  6. اعمال رسولان Chapter 16
  7. ایوب Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *