Read پیدایښت Chapter 16 Online
Read پیدایښت Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 16
فصل 16
1. نو د حضرت ابرام ښځه سارای شنډه وه او هیڅ اولاد یې نه درلود. مګر هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله.
2. نو هغې حضرت ابرام ته وویل: <څښتن زه د اولادونو د راوړلو څخه بنده کړې یم. لاړ شه او زما د وینځې سره یوځای شه، کېدای شي چې هغه زما دپاره اولاد وزېږوي.> حضرت ابرام د سارای خبره ومنله.
3. نو د حضرت ابرام ښځې سارای خپله وینځه هاجره خپل مېړه ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. (دا کار هغه وخت وشو چې د کنعان په خاوره کې د حضرت ابرام د اوسېدلو لس کاله شوي ؤ.)
4. حضرت ابرام د هاجرې سره یوځای شو او هغه امیدواره شوه او کله چې هاجره پوه شوه چې امیدواره ده، نو مغروره شوه او سارای ته یې په سپک نظر کتل.
5. نو سارای حضرت ابرام ته وویل: <دا ستا ګناه ده چې دغه وینځه ما سپکوي. ما په خپله هغه تاته درکړه او له هغه وخت څخه چې هغه پوه شوه چې امیدواره شوه، نو زه د هغې په نظر کې سپکه ښکاره شوم. څښتن دې زما او ستا ترمنځ انصاف وکړي.>
6. حضرت ابرام ځواب ورکړ: <ډېر ښه ستا وینځه ستا په لاس کې ده، نو څه چې غواړې د هغې سره یې وکړه.> نو سارای هاجره دومره وځوروله چې د هغې څخه وتښتېدله.
7. د څښتن فرښتې د هاجرې سره په دښته کې د اوبو چینې یعنې هغې چینې ته نژدې چې د شور په لاره کې وه ملاقات وکړ.
8. فرښتې وفرمایل: <ای هاجرې د سارای وینځې! له کومه ځایه راغلې یې او چېرته روانه یې؟>هغې ځواب ورکړ: <زه د خپلې بادارې سارای څخه تښتېدلې یم.>
9. د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <بېرته خپلې بادارې ته ورشه او د هغې غلامي کوه.>
10. د څښتن فرښتې زیاته کړه: <زه به ستا اولاده دومره زیاته کړم چې هیڅوک یې ونه شمېرلی شي.>
11. د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <ستا به زوی پیدا شي او په هغه باندې به اسماعیل نوم کېږدې، ځکه چې څښتن ستا د غم فریاد اورېدلی دی.
12. ستا زوی به په خپل سر وي. هغه به د ټولو خلکو په ضد وي او ټول خلک به د هغه په ضد وي او د ټولو خپلو خپلوانو څخه به جدا اوسیږي.>
13. هاجرې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه: <آیا په رښتیا مې خدای پاک ولیده او زه تر اوسه پورې ژوندۍ یم؟> نو هغې د څښتن نوم چې خبرې یې ورسره کړې وې هغه خدای پاک چې ما ویني وباله.
14. په دې خاطر خلکو هغه کوهی د هغه ژوندي ذات کوهی چې ما ویني په نوم یاد کړ او هغه تر اوسه پورې د قادش او بارد په منځ کې دی.
15. د هاجرې څخه د حضرت ابرام زوی پیدا شو او حضرت ابرام په هغه باندې اسماعیل نوم کېښود.
16. حضرت ابرام د شپږ اتیاو کالو په عمر ؤ چې د هاجرې څخه هغه ته زوی پیدا شو.
About پیدایښت Chapter 16
Read پیدایښت Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 16
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 16?
پیدایښت Chapter 16 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- شمېر Chapter 8
- اول تواریخ Chapter 13
- زبور Chapter 91
- زبور Chapter 66
- زبور Chapter 101
- پیدایښت Chapter 39
- اول تواریخ Chapter 28