Read پیدایښت Chapter 39 Online
Read پیدایښت Chapter 39 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 39
فصل 39
1. اسماعیلیانو حضرت یوسف مصر ته یووړ او په فوطیفار باندې یې خرڅ کړ چې نوموړی د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ګارډ قوماندان ؤ.
2. څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ او هغه یې بریالی کړ. هغه د خپل مصري بادار په کور کې اوسېده.
3. بادار یې ولیدل چې څښتن د حضرت یوسف سره مل دی او په هر کار کې هغه ته بری ورکوي.
4. فوطیفار د هغه څخه خوشاله ؤ او هغه یې خپل شخصي نوکر ونیوه او هرڅه چې یې خپل کور کې درلودل، ټول یې هغه ته وسپارل.
5. د هماغه وخت څخه څښتن د حضرت یوسف له سببه د دې مصري خاندان ته برکت ورکړ او د هغه په ټولو شیانو باندې که د هغه په کور کې وو او که د هغه ځمکه وه، د څښتن برکت ؤ.
6. فوطیفار چې هرڅه درلودل هغه یې حضرت یوسف ته وسپارل چې څارنه یې وکړي. هغه له خوراک څخه پرته نور د هیڅ شي سره کار نه درلود.حضرت یوسف ډېر ښایسته ؤ او ښکلی اندام یې درلود.
7. څه موده وروسته د حضرت یوسف سره د فوطیفار د ښځې مینه پیدا شوه او ورته ویې ویل: <راشه، زما سره څمله.>
8. مګر هغه انکار وکړ او هغې ته یې وفرمایل: <ګوره، هرڅه چې زما د بادار په کور کې دي د هغو په باره کې هغه اندېښنه نه لري، ځکه چې زه دلته یم. هرڅه چې هغه یې لري ماته یې راسپارلي دي.
9. زه په دې کور کې داسې اختیار لرم لکه څنګه چې هغه یې لري او زما بادار پرته له ستا چې د هغه ښځه یې، نور هیڅ شی زما څخه نه دی سپمولی. نو بیا زه څنګه کولی شم چې داسې بد کار وکړم او د خدای پاک په مقابل کې ګناه وکړم؟>
10. که څه هم هغې به هره ورځ حضرت یوسف ته خبرې کولې، خو هغه له دې څخه انکار کاوه چې د هغې سره څملي او یا دې ورنژدې شي.
11. مګر یوه ورځ کله چې حضرت یوسف کور ته ننوت چې خپل کار وکړي، د کور د نوکرانو له جملې څخه هلته هیڅ څوک نه ؤ.
12. هغې حضرت یوسف له چپنې څخه ونیوه او ورته ویې ویل: <زما سره څمله.> مګر هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه دباندې وتښتېد.
13. کله چې هغې ولیدل چې هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه وتښتېد،
14. نو د خپل کور نوکرانو ته یې غږ وکړ او ویې ویل: <ګورئ! دغه عبرانی سړی زما مېړه کور ته راوستی دی چې زمونږ بې عزتي وکړي. هغه زما کوټې ته راننوت چې ما بې عزته کړي، مګر ما په لوړ اواز سره چیغې ووهلې.
15. کله چې هغه زما چیغې واورېدلې، هغه وتښتېد او خپله چپنه یې زما سره پرېښودله.>
16. هغې د حضرت یوسف چپنه د ځان سره وساتله تر هغې پورې چې مېړه یې کور ته راغی.
17. بیا هغې فوطیفار ته دا قصه بیان کړه: <هغه عبرانی غلام چې مونږ ته دې راوستی دی، زما کوټې ته راننوت چې ما بې عزته کړي.
18. مګر څنګه چې ما د مرستې دپاره چیغې ووهلې، خپله چپنه یې زما سره پرېښودله او د کور څخه وتښتېد.>
19. کله چې د حضرت یوسف بادار دغه قصه واورېدله چې د هغه ښځې ورته بیان کړه، هغه د قهره سور شو.
20. د حضرت یوسف بادار هغه ونیوه او په هغه زندان کې یې واچاوه چې د پادشاه بندیان به په کې ساتل کېدل او هغه هلته پاتې شو.
21. مګر څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ. هغه ته یې برکت ورکړ، نو د زندان رئیس د هغه څخه خوشاله ؤ.
22. هغه حضرت یوسف د نورو ټولو بندیانو مشر کړ او هغه ته یې د هغو ټولو کارونو مسئولیت ور په غاړه کړ چې په زندان کې به کېدل.
23. د زندان رئیس د هغه څه په هکله چې حضرت یوسف ته سپارل شوي وو اندېښنه نه درلودله، ځکه چې څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ او کوم کارونه چې هغه کول څښتن ورته په هغو ټولو کې بری ورکاوه.
About پیدایښت Chapter 39
Read پیدایښت Chapter 39 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 39
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 39 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 39?
پیدایښت Chapter 39 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 39 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
- پیدایښت Chapter 13
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 110
- اشعیا Chapter 49
- شمېر Chapter 35
- شمېر Chapter 27
- خروج Chapter 40
- زبور Chapter 55
- دانیال Chapter 5