پیدایښت Chapter 10

For English

Read پیدایښت Chapter 10 Online

Read پیدایښت Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

پیدایښت 10

فصل 10

1. دا د حضرت نوح د زامنو حام، سام او یافث اولاده ده چې د سیلاب څخه وروسته زېږېدلې ده.

2. د یافث زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس.

3. د جومر زامن: آشکناز، ریفات او توجرمه.

4. د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیم او رودانیم.

5. دا د هغو خلکو نیکونه وو چې د دریاب په غاړه او په جزیرو کې اوسیږي. دا ټوله د یافث اولاده وه چې خپلې ژبې، خپل قومونه او خپلې ځمکې یې درلودلې.

6. د حام زامن: کوش، مصرایم، فوط او کنعان.

7. د کوش اولاده سبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شبا او ددان وه.

8. د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د دنیا اولنی قوي جنګیالی ؤ.

9. هغه د خدای پاک په نظر کې یو ډېر قوي ښکاري ؤ، له دې کبله خلک وایي: <خدای پاک دې ستا څخه د نمرود په شان لوی ښکاري جوړ کړي.>

10. د هغه په پادشاهۍ کې اول څپرکیل، ارک، اکد او کلنه شامل وو چې دا درې واړه د شنعار په خاوره کې پراته دي.

11. او د هغه ځای څخه نمرود آشور ته لاړ او د نینوا، رحوبوت عیر او کالح ښارونه

12. او ریسن چې د نینوا او د کالح د لوی ښار ترمنځ پروت دی جوړ کړل.

13. د مصرایم اولاده د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو،

14. فتروسیانو، کسلوحیانو او کریت قومونه دي. (فلسطینیان د کریت د قوم څخه وو.)

15. کنعان د صیدون پلار ؤ چې د هغه مشر زوی ؤ او همدارنګه هغه د حیتیانو،

16. یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو،

17. حویانو، عرقیانو، سینیانو،

18. اروادیانو، صماریانو او حماتیانو نیکه هم ؤ. د هغه څخه وروسته د کنعانیانو قبیلې خپرې شوې.

19. د کنعان پولې د صیدون څخه د جرار خواته تر غزې او بیا د سدوم، عمورې، ادمه او صبوئیم څخه تر لاشع پورې ورسېدلې.

20. دا د حام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.

21. د سام څخه چې د یافث مشر ورور ؤ هم زامن پیدا شول او سام د ټولو عبرانیانو نیکه ؤ.

22. د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او ارام وو.

23. د ارام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو.

24. ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عابر پلار ؤ.

25. د عابر څخه دوه زامن پیدا شول، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د دنیا خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ.

26. د یقطان څخه الموداد، شالف، حضرموت، یارح،

27. هدورام، اوزال، دقله،

28. عوبال، ابیمائیل، شبا،

29. اوفیر، حویله او یوڅپرکی پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو.

30. هغه سیمه چې هغوی په کې اوسېدل هغه د میشا څخه د سفارې د لمرخاته غرنۍ سیمې پورې غزېدلې وه.

31. دا د سام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.

32. او په دې سره د حضرت نوح د اولادې لست پوره کیږي. د سیلاب څخه وروسته د هغوی د اولادې څخه قومونه رامنځته شول او په ټوله دنیا کې خپاره شول.

About پیدایښت Chapter 10

Read پیدایښت Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 10?

پیدایښت Chapter 10 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 9
  4. پیدایښت Chapter 1
  5. پیدایښت Chapter 38
  6. پیدایښت Chapter 21
  7. پیدایښت Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 3
  2. اول سموئیل Chapter 31
  3. دوهم سموئیل Chapter 22
  4. دوهم تواریخ Chapter 4
  5. اول تواریخ Chapter 6
  6. دوهم تواریخ Chapter 34
  7. دانیال Chapter 11

Related Chapters & Readings

  1. اول تیموتاوس Chapter 4
  2. قاضیان Chapter 16
  3. خروج Chapter 40
  4. دوهم تواریخ Chapter 7
  5. حجی Chapter 2
  6. خروج Chapter 15
  7. اشعیا Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *