Read پیدایښت Chapter 1 Online
Read پیدایښت Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 1
فصل 1
1. په ابتدا کې خدای پاک اسمان او ځمکه پیدا کړل.
2. ځمکه خالي او بې شکله وه او د ژورو دریابونو په سطح باندې تیاره وه او د خدای پاک روح د اوبو په مخ باندې ګرځېده.
3. خدای پاک وفرمایل: <رڼایي دې شي> او رڼایي شوه.
4. خدای پاک رڼایي ولیدله چې ښه ده او هغه رڼایي د تیارې څخه جدا کړه.
5. خدای پاک رڼایي د ورځې په نوم یاده کړه او تیاره یې د شپې په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا اوله ورځ وه.
6. خدای پاک وفرمایل: <د اوبو ترمنځ دې فضا وي چې پاسنۍ اوبه د لاندې اوبو څخه جدا کړي.>
7. خدای پاک فضا جوړه کړه او د فضا لاندې اوبه یې د پاسنیو اوبو څخه جدا کړې او هماغه شان وشول.
8. خدای پاک فضا د اسمان په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا دوهمه ورځ وه.
9. خدای پاک وفرمایل: <د اسمان لاندې اوبه دې په یو ځای کې راټولې شي او وچه دې ښکاره شي> او هماغه شان وشول.
10. خدای پاک وچه د ځمکې په نوم یاده کړه او اوبه یې د دریاب په نوم یادې کړې او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
11. خدای پاک وفرمایل: <ځمکه دې نباتات راشنه کړي. هغه تخم لرونکي نباتات، مېوه لرونکې ونې چې خپل جنس او شکل ته ورته مېوه او تخم د ځمکې پرمخ ونیسي.> او هماغه شان وشول.
12. ځمکې هغه بوټي راشنه کړل چې د خپل جنس په شان تخم نیسي او هغه مېوه دارې ونې چې د هغو تخم د هغوی د جنس په شان وي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
13. ماښام ؤ او سهار شو. دا دریمه ورځ وه.
14. خدای پاک وفرمایل چې <د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ورځ د شپې څخه جدا کړي او هغه دې د نښو په څېر د ورځو، فصلونو او کلونو دپاره وي،
15. او د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ځمکه روښانه کړي> او هماغه شان وشول.
16. خدای پاک دوه لویې رڼاګانې جوړې کړې، لمر یې د ورځې د رڼا ورکولو دپاره او سپوږمۍ یې د شپې د رڼا ورکولو دپاره او ستوري یې هم جوړ کړل.
17. خدای پاک هغوی د اسمان په فضا کې ځای په ځای کړل ترڅو ځمکې ته رڼایي ورکړي،
18. چې ورځ او شپه ورباندې رڼا شي او رڼا د تیارې څخه جدا کړي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
19. ماښام ؤ او سهار شو، دا څلورمه ورځ وه.
20. خدای پاک وفرمایل: <اوبه دې د ژوندیو موجوداتو څخه ډکې شي او مرغان دې د ځمکې د پاسه د اسمان په فضا کې والوزي.>
21. نو خدای پاک لوی دریابي حیوانات او د مخلوقاتو ټول ډولونه چې په اوبو کې اوسیږي جوړ کړل. هغه همدارنګه ډول ډول مرغان د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
22. خدای پاک هغوی ته برکت ورکړ، ویې فرمایل: <بارداره او زیات شئ او دریابونه ډک کړئ او مرغان دې د ځمکې په مخ زیات شي.>
23. ماښام ؤ او سهار شو. دا پنځمه ورځ وه.
24. خدای پاک وفرمایل: <په ځمکه کې دې ژوندي حیوانات د دوی د جنس په څېر راپیدا شي، کورني حیوانات او وحشي حیوانات او خزندې دې د هغوی د جنس په شان راپیدا کړي> او هماغه شان وشول.
25. نو خدای پاک وحشي حیوانات د هغو د جنس په شان او کورني حیوانات او خزندې د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
26. خدای پاک وفرمایل: <مونږ به انسان په خپل شکل او زمونږ په شان جوړ کړو ترڅو دوی په ماهیانو، په مرغانو، په کورني حیواناتو، په ټوله ځمکه او خزندو باندې حکم چلوي.>
27. نو خدای پاک انسان په خپل شکل پیدا کړ، هغه یې د خدای پاک په شکل پیدا کړ. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل.
28. خدای پاک هغوی ته برکت ورکړ او ویې فرمایل: <بارداره او زیات شئ او ځمکه د خلکو څخه ډکه کړئ او د خپل واک لاندې یې راولئ او په ماهیانو، په مرغانو او په ټولو حیواناتو باندې حکم چلوئ.>
29. خدای پاک وفرمایل: <ما تاسو ته د ځمکې په مخ باندې ستاسو د خوراک دپاره هغه بوټي او هغه مېوه دارې ونې درکړي دي چې تخم نیسي.
30. ما ټولو وحشي حیواناتو، مرغانو، خزندو او هغو ټولو ته چې د ژوندون ساه په کې ده ټول شنه بوټي د هغوی د خوراک دپاره ورکړل.> او همداسې وشول.
31. هر هغه څه چې خدای پاک جوړ کړي وو هغه یې ولیدل چې ټول ډېر ښه وو! ماښام ؤ او سهار شو. دا شپږمه ورځ وه.
About پیدایښت Chapter 1
Read پیدایښت Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 1?
پیدایښت Chapter 1 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
- پیدایښت Chapter 5
Explore More from زوړ عهد
- دوهم سموئیل Chapter 17
- اشعیا Chapter 12
- دوهم پادشاهان Chapter 22
- مرثیې Chapter 4
- اول سموئیل Chapter 25
- ایوب Chapter 34
- عزرا Chapter 7