Read پیدایښت Chapter 6 Online
Read پیدایښت Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 6
فصل 6
1. -
2. د انسانانو شمېر د ځمکې په مخ په زیاتېدو شو او د هغوی لورګانې پیدا شوې. د هغوی څخه ځینې دومره ښکلې وې چې د فرښتو ډېرې خوښې شولې او د هرې یوې سره یې چې غوښتل ودونه یې وکړل.
3. هغه وخت څښتن وفرمایل: <زه به انسان پرېنږدم چې هغه د همېش دپاره ژوندی وي او عمر به یې د یوسلو شلو کالو څخه زیات نه وي، ځکه چې هغه فاني دی.>
4. کله چې فرښتو د انسانانو د لورګانو سره ودونه وکړل د هغوی څخه ډېر لوی او قوي انسانان پیدا شول او د پخوانۍ زمانې او حتیٰ وروسته هم مشهور جنګیالیان وو.
5. څښتن ولیدل چې په دنیا کې د انسان بدکاري زیاته شوه او د دوی ټول خیالونه او ارادې خرابې دي.
6. نو څښتن پښېمانه شو او هغه خفه شو چې انسان یې د ځمکې په مخ پیدا کړی دی.
7. نو هغه وفرمایل: <زه به د ځمکې له مخ څخه ټول ژوندي مخلوقات له منځه یوسم! زه به انسانان، حیوانات، مرغان او خزندې له منځه یوسم. زه پښېمان یم چې دوی مې جوړ کړل.>
8. خو خدای پاک د حضرت نوح څخه راضي ؤ.
9. دا د حضرت نوح قصه ده. حضرت نوح په خپله زمانه کې نېک او پرهېزګار سړی ؤ او خدای پاک ته ډېر نژدې ؤ.
10. هغه درې زامن درلودل: سام، حام او یافث.
11. مګر د خدای پاک په نظر کې ځمکه د فساد څخه ډکه شوې وه او د ظلم زیاتي لمن هرې خواته خپره شوې وه.
12. خدای پاک ولیدل چې دنیا فاسده شوې ده ځکه چې ټول انسانان بې لارې شوي او فاسد شوي دي.
13. خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: <ما دا فیصله کړې ده چې ټول انساني نسل بېخي له منځه وړم، ځکه چې دنیا د دوی د زور زیاتي د عملونو څخه ډکه شوې ده.
14. د ځان دپاره د ډېرو ښو لرګیو څخه کشتۍ جوړه کړه، په هغې کې کوټې جوړې کړه او دننه او دباندې ورته د قیر پوښ ورکړه.
15. او هغه داسې جوړه کړه چې اوږدوالی یې یوسلو پنځه دېرش متره، سور یې دوه ویشت متره او لوړوالی یې دیارلس متره وي.
16. په کشتۍ باندې یو بام جوړ کړه او د پنځه څلوېښت سانتي مترو په شاوخوا کې د بام او د کشتۍ د اړخ ترمنځ فاصله پرېږده. کشتۍ درې منزله جوړه کړه او په یوه اړخ کې ورته دروازه جوړه کړه.
17. زه په ځمکه باندې سیلاب راولم چې ټول ژوندي موجودات له منځه یوسي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي مړه شي.
18. مګر زه به ستا سره لوظ وکړم چې ته به د خپلو زامنو، خپلې ښځې او د خپلو زامنو د ښځو سره کشتۍ ته ورننوزې.
19. د ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره کشتۍ ته راوله ترڅو هغه ژوندي وساتې.
20. د هر ډول مرغانو، حیواناتو او خزندو څخه به دوه دوه تاته راشي ترڅو ژوندي وساتل شي.
21. د خپل ځان او هغوی دپاره هر ډول خواړه له ځانه سره واخله او ذخیره یې کړه.>
22. نو حضرت نوح ټول کارونه د خدای پاک د حکم سره سم سرته ورسول.
About پیدایښت Chapter 6
Read پیدایښت Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 6
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 6?
پیدایښت Chapter 6 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- لاویان Chapter 27
- زبور Chapter 124
- زبور Chapter 13
- قاضیان Chapter 12
- دوهم سموئیل Chapter 7
- حزقیال Chapter 25
- اشعیا Chapter 21