Read رومیانو ته Chapter 10 Online
Read رومیانو ته Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
رومیانو ته 10
فصل 10
1. ای خویندو او ورونو، زما د زړه غوښتنه او خدای ته دا دعا ده چې زما قوم خلاصون ومومي.
2. زه په دې شاهدي ورکوم چې هغوی د خدای په هکله غیرتي دي، خو د هغوی غیرت د پوهې له مخې نه دی.
3. ځکه چې هغوی هغه لاره ونه پېژندله چې خدای د هغې په وسیله خلک په خپل حضور کې عادلان ګڼي او د هغه په ځای کوښښ یې وکړ چې خپله لاره عادلانه وښایي او په دې ډول هغوی د خدای د عدالت تابعداري نه کوي.
4. ځکه چې مسیح د شریعت پوره کوونکی دی، نو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، هغوی به د خدای په حضور کې عادلان وګڼل شي.
5. موسی د عادل کېدلو په هکله چې د شریعت په وسیله تر لاسه کیږي، لیکي: «څوک چې په شریعت باندې عمل کوي، نو د هغه په وسیله به ژوند کوي.»
6. خو د هغه عدالت په هکله چې د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي، وایي: «په خپل زړه کې داسې مه وایئ: ‹څوک به اسمان ته وخېژي؟› د دې دپاره چې مسیح لاندې راولي.
7. یا داسې مه وایئ: ‹څوک کولای شي چې ښکته د مړو دنیا ته لاړ شي؟› د دې دپاره چې مسیح د مړو نه راژوندی کړي.»
8. د خدای کلام څه وایي؟ د ایمان پیغام تا سره نژدې دی، هغه ستا په خوله او ستا په زړه کې دی.هغه پیغام د ایمان پیغام دی چې مونږ یې اعلانوو:
9. که چېرې ته په خپله خوله اقرار وکړې چې عیسی څښتن دی او په خپل زړه کې په دې ایمان ولرې چې خدای هغه د مړو نه راژوندی کړی دی، نو ته به خلاصون ومومې.
10. ځکه که څوک د زړه نه ایمان راوړي نو هغه به نېک وګڼل شي او که په خپله خوله د خپل ایمان اقرار وکړي، نو هغه به خلاصون ومومي.
11. د پیغمبرانو په لیکنو کې ویل شوي دي: «هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.»
12. نو ځکه د یهودي او غیریهودي ترمنځ هېڅ فرق نشته، ځکه چې د ټولو څښتن یو دی او هغو ټولو کسانو ته چې د هغه نه مرسته غواړي، زیات برکتونه ورکوي.
13. لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: «هرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړي، نو هغه به وژغورل شي.»
14. خو که چېرې هغوی په هغه باندې ایمان نه وي راوړی، نو څنګه به هغه ته اواز وکړي او مرسته به ورڅخه وغواړي؟ او څنګه کولای شي چې په هغه باندې ایمان راوړي چې د هغه په هکله یې څه نه وي اورېدلي؟ او هغوی به یې څنګه واوري ترڅو چې چا ورته پیغام نه وي رسولی؟
15. او هغوی به څنګه پیغام ورسوي، ترڅو د دې کار دپاره لېږل شوي نه وي؟ لکه څنګه چې لیکل شوي دي: «د هغو کسانو قدمونه څومره ښکلي دي چې زېری رسوي.»
16. خو هغوی ټولو هغه زېری قبول نه کړ، ځکه اشعیا نبي وایي: «ای څښتنه، چا زمونږ په پیغام باندې باور کړی دی؟»
17. نو ایمان د پیغام په اورېدلو سره پیدا کیږي او پیغام د مسیح د کلام په وسیله اورېدل کیږي.
18. خو زه پوښتنه کوم چې ایا هغوی پیغام نه دی اورېدلی؟ بې له شکه چې اورېدلی یې دی، ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: د هغوی اواز په ټوله دنیا کې اورېدل کیږي او د هغوی خبرې د دنیا تر بل سره پورې رسیږي.
19. خو زه یوځل بیا پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو خلک په دې پوه نه شول؟ موسی لومړنی کس دی چې وایي: زه به په تاسو کې د هغو خلکو په وسیله بخیلي پیدا کړم چې په قوم کې نه شمېرل کیږي او د یو نا پوهه قوم په وسیله به ستاسو قهر راوپاروم.
20. بیا اشعیا په ډېرې زړورتیا سره وایي: زه هغو خلکو پیدا کړم چې زما په لټه کې نه وو او خپل ځان مې هغو خلکو ته ښکاره کړ چې زه یې نه غوښتلم.
21. خو د اسراییلو د قوم په هکله خدای وایي: ټوله ورځ مې هغو خلکو ته د پخلاینې دپاره غېږه خلاصه کړې وه چې نافرمانه او سرکښه وو.
About رومیانو ته Chapter 10
Read رومیانو ته Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: رومیانو ته
Chapter: 10
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading رومیانو ته Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is رومیانو ته Chapter 10?
رومیانو ته Chapter 10 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from رومیانو-ته
- رومیانو ته Chapter 7
- رومیانو ته Chapter 14
- رومیانو ته Chapter 6
- رومیانو ته Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 1
- رومیانو ته Chapter 8
- رومیانو ته Chapter 15
Explore More from نوی عهد
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
- اعمال رسولان Chapter 19
- دوهم تیموتاوس Chapter 1
- مکاشفه Chapter 2
- مکاشفه Chapter 16
- یعقوب Chapter 4
- مرقس Chapter 6