ملاکي Chapter 3

For English

Read ملاکي Chapter 3 Online

Read ملاکي Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ملاکي in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ملاکي and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ملاکي 3

فصل 3

1. ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

2. خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت کولے شى؟ څوک ودرېدلے شى کله چې هغه راښکاره شى؟ ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى.

3. هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى،

4. او د يهوداه او يروشلم نذرانې به مالِک خُدائ ته د قبلولو وى، داسې لکه چې په تېرو ورځو، او په تېر شوو کالونو کښې وې.

5. ”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

6. ”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ.

7. ستاسو د پلار نيکونو د وخت نه تاسو زما د احکامو نه اوړېدلې يئ او عمل مو پرې نۀ دے کړے. ما ته راوګرځئ، او زۀ به تاسو ته راوګرځم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ، مونږ څنګه راوګرځُو؟

8. خو زۀ وايم چې، ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟ خو باوجود د دې تاسو زما نه غلا کوئ. خو بيا تاسو تپوس کوئ چې، مونږ تا نه څنګه غلا کوُو؟ خو زۀ دا وايم چې، تاسو په لسمه حِصه او نذرانو کښې زما نه غلا کوئ.

9. په تاسو او ستاسو په ټول قوم لعنت دے، ځکه چې تاسو ما نه غلا کړې ده.

10. خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى.

11. زۀ به ستاسو فصلونه د وبا او مُولخانو د تباه کولو نه وساتم، او ستاسو په پټو کښې به د انګورو بوټى، انګور د پخېدلو نه وړاندې نۀ غورزوى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

12. ”بيا به ټول قومونه تاسو ته بختور وائى، ځکه چې تاسو به يو ښاد او آباد مُلک يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

13. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟

14. تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بې‌فائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.

15. نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“

16. د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.

17. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.

18. او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“

About ملاکي Chapter 3

Read ملاکي Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ملاکي in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ملاکي
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ملاکي. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ملاکي Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ملاکي Chapter 3?

ملاکي Chapter 3 is part of the Book of ملاکي in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ملاکي Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from ملاکي

  1. ملاکي Chapter 4
  2. ملاکي Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 101
  2. حزقیال Chapter 38
  3. ارمیا Chapter 43
  4. اول پادشاهان Chapter 11
  5. زبور Chapter 63
  6. متلونه Chapter 29
  7. دانیال Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *