Read پیدایښت Chapter 3 Online
Read پیدایښت Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 3
فصل 3
1. د هغو ټولو وحشي حیواناتو د ډلې څخه چې څښتن خدای جوړ کړي وو، مار ډېر مکرجن ؤ. یوه ورځ هغه ښځې ته راغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا په رښتیا سره خدای پاک تاسو ته ویلي دي چې په باغ کې د هیڅ یوې ونې مېوه ونه خورئ؟>
2. ښځې ځواب ورکړ: <خدای پاک فرمایلي دي چې مونږ کولی شو د باغ د ټولو ونو د مېوو څخه وخورو،
3. بې له هغې ونې څخه چې د باغ په منځ کې ده. هغه مونږ ته فرمایلي دي چې د هغې ونې مېوه مه خورئ حتیٰ هغې ته لاس هم مه وروړئ، که داسې مو وکړل نو تاسو به مړه شئ.>
4. مار ښځې ته وویل: <ډاډه اوسئ تاسو به مړه نه شئ.
5. خدای پاک پوهیږي چې که چېرې تاسو د دې ونې مېوه وخورئ نو ستاسو سترګې به خلاصې شي او تاسو به د خدای پاک په شان شئ او په ښو او بدو شیانو باندې به پوه شئ.>
6. ښځې ونې ته په ځیر وکتل او هغه ونه د هغې په نظر کې ښکلې او مېوه یې خوندوره ښکاره شوه، فکر یې وکړ چې دا ونه به د پوهې د حاصلولو دپاره څومره ښه وي. نو هغه مېوه یې راواخیستله او ویې وخوړله او خپل مېړه ته یې چې د هغې سره ؤ هم ورکړه او هغه هم وخوړله.
7. په هماغه وخت کې د هغوی سترګې وغړېدلې او پوه شول چې لوڅ دي نو د اینځر پاڼې یې یو تر بله سره وګنډلې او ځانونه یې ورباندې پټ کړل.
8. مازدیګر کله چې باد لګېده، حضرت آدم او د هغه ښځې د څښتن خدای د قدمونو اواز واورېد چې په باغ کې ګرځېده. هغوی ووېرېدل او ځانونه یې د ونو ترشا پټ کړل.
9. څښتن خدای په حضرت آدم باندې غږ وکړ: <ته چېرته یې؟>
10. هغه ځواب ورکړ: <په باغ کې مې ستا د قدمونو اواز واورېد، ووېرېدم او خپل ځان مې پټ کړ ځکه چې لوڅ وم.>
11. خدای پاک ورڅخه پوښتنه وکړه: <تاته چا وویل چې لوڅ یې؟ آیا د هغې ونې مېوه دې خوړلې ده چې ما درته ویلي وو چې هغه مه خوره؟>
12. حضرت آدم وفرمایل: <هغې ښځې چې تا ماته راکړې ده، دا مېوه راکړه او ما وخوړله.>
13. نو څښتن خدای د ښځې څخه پوښتنه وکړه: <تا څه وکړل؟>ښځې ځواب ورکړ: <مار زه وغولولم او ما هغه مېوه وخوړله.>
14. نو څښتن خدای مار ته وویل: <په دې سبب چې تا دا کار کړی دی ته به د نورو ټولو کورني او وحشي حیواناتو څخه زیات لعنتي یې! ټول عمر به په سینه باندې ښوئېږې او خاورې به خورې.
15. زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به همېشه دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې.>
16. څښتن خدای ښځې ته وفرمایل: <د اولاد د زېږولو په وخت کې به ستا دردونه زیات کړم، خو ته به د مېړه شوق کوې او هغه به په تا باندې حکم چلوي.>
17. څښتن حضرت آدم ته وفرمایل: <دا چې تا د خپلې ښځې خبره اورېدلې ده او د هغې ونې مېوه دې وخوړله چې ما درته ویلي وو چې هغه ونه خورې، نو دا ځمکه ستا په سبب لعنتي شوه او ته به ټول عمر د هغې څخه په ډېر زحمت سره خوراک لاس ته راوړې.
18. ځمکه به هرزه بوټي او اغزي راشنه کوي او ته به ځنګلي بوټي خورې.
19. د خپل تندي په خولو باندې به خواړه خورې، تر هغه وخته پورې چې بېرته هغې خاورې ته وروګرځې د کومې څخه چې جوړ شوی یې، ځکه چې ته خاوره یې او بېرته به خاورې ته ورګرځې.>
20. حضرت آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود ځکه چې هغه به د ټولو انسانانو مور وي.
21. څښتن خدای د حضرت آدم او د هغه د ښځې دپاره د حیوان د پوستکي څخه کالي جوړ کړل او هغوی ته یې ورواغوستل.
22. څښتن خدای وفرمایل: <اوس چې آدم زمونږ په شان شو چې ښه او بد پېژني باید دا اجازه ورنه کړای شي چې د ژوندانه د ونې څخه مېوه وخوري او تر ابده پورې ژوندی پاتې شي.>
23. نو څښتن خدای دوی د عدن د باغ څخه وشړل چې لاړ شي او په هغې ځمکې باندې کار وکړي چې د هغې د خاورې څخه حضرت آدم جوړ شوی ؤ.
24. حضرت آدم یې وشاړه او د عدن د باغ لمرخاته خواته د ننوتلو په دروازه کې یې کیروبیان او هغه اور لرونکې توره چې هرې خواته به تاوېدله، ودرول ترڅو څوک ونه شي کولی چې د ژوندانه ونې ته ورنژدې شي.
About پیدایښت Chapter 3
Read پیدایښت Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 3
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 3?
پیدایښت Chapter 3 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- شمېر Chapter 13
- اشعیا Chapter 8
- زبور Chapter 21
- یشوع Chapter 21
- متلونه Chapter 18
- عزرا Chapter 6
- زبور Chapter 80