ایوب Chapter 13

For English

Read ایوب Chapter 13 Online

Read ایوب Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 13

فصل 13

1. مګوره، زما سترګو دا هر څۀ ليدلى دى، او زما غوږُونو دا اورېدلى دى او پوهه شوے يم.

2. چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم.

3. خو زۀ به د قادر خُدائ سره خبره وکړم، او زۀ غواړم چې هغۀ ته خپل ځان بې‌ګناه ثابت کړم.

4. د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ.

5. مړه کۀ تاسو خولې بندې کړئ، نو دا به ستاسو عقلمندى وى.

6. اوس تاسو زما بحث واورئ، او زما زارۍ واورئ.

7. تاسو هغه څۀ وايئ څۀ چې خُدائ پاک نۀ دى وئيلى، او تاسو د هغۀ د خاطره د دوکې خبرې کوئ څۀ؟

8. تاسو به د هغۀ طرفدارى کوئ څۀ، تاسو به د خُدائ پاک صفائى کوئ څۀ؟

9. دا به ستاسو دپاره ښۀ وى څۀ چې هغه ستاسو آزمېښت وکړى؟ يا تاسو هغه داسې دوکه کولے شئ، لکه چې تاسو نور کسان دوکه کوئ؟

10. هغه به بې‌شکه تاسو ورَټى کۀ تاسو په پټه طرفدارى وکړئ.

11. د هغۀ د شان نه به تاسو يرېږئ نه څۀ، او د هغۀ يره به په تاسو باندې غالبه نۀ شى؟

12. ستاسو قيصې او متلونه د ايرو په شان بې‌کاره دى، او ستاسو خبرې د خټې د لوښو په شان کچه دى.

13. تاسو غلى شئ او ما له د خبرو کولو موقع راکړئ، نو چې څۀ کيږى هغه دې په ما وشى.

14. زۀ به خپل ژوند په خطره کښې واچوم، او د خپل زړۀ خبره به وکړم.

15. کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.

16. او داسې به زۀ بچ شم ځکه چې زۀ څۀ کافر خو نۀ يم کۀ زۀ وم نو بيا به زۀ د هغۀ په مخکښې نۀ شوم ودرېدے.

17. زما خبره په غور سره واورئ، او تاسو ما ته غوږ ونيسئ.

18. ګورئ، ما د خپلې خبرې تيارے کړے دے، ما ته پته ده چې زۀ به بې‌ګناه ثابت شم.

19. څوک ما سره په دې باندې بحث کولے شى؟ کۀ څوک ما غلط ثابت کړى نو زۀ به خاموش شم او مړ به شم.

20. اے خُدايه، ما له صِرف دوه څيزونه راکړه، نو بيا به زۀ خپل ځان ستا نه نۀ پټوم.

21. خپله سزا زما نه لرې کړه، او په خپله يره باندې ما مۀ يروه.

22. بيا ما ته آواز وکړه او زۀ به جواب درکړم، يا ما له اجازت راکړه چې خبرې وکړم او تۀ ما له د هغې جواب راکړه.

23. زما غلطيانې او زما ګناهونه څومره دى؟ ما ته زما بغاوت او زما ګناه وښايه.

24. تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟

25. زۀ خو هيڅ هم نۀ يم، نو تۀ ما ولې يروې؟ زۀ خو داسې يم لکه چې په هوا کښې پاڼې خوَزى دوړې الوځى.

26. ځکه چې تۀ زما خِلاف ترخې خبرې ليکې، او تۀ ما له د ځوانۍ د ګناه سزا راکوې.

27. تۀ زما پښې په زولنو کښې تړې، او تۀ زما په ټول چال چلن نظر ساتې، او زما د پښو چاپونه هم معلوموې.

28. زۀ د سخا څيزونو په شان خراب شوے يم، د هغه جامو په شان چې چينجو خوړلې وى.

About ایوب Chapter 13

Read ایوب Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 13
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 13?

ایوب Chapter 13 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 34
  2. ایوب Chapter 24
  3. ایوب Chapter 8
  4. ایوب Chapter 29
  5. ایوب Chapter 19
  6. ایوب Chapter 30
  7. ایوب Chapter 16

Explore More from زوړ عهد

  1. متلونه Chapter 30
  2. اول سموئیل Chapter 25
  3. خروج Chapter 12
  4. زبور Chapter 89
  5. اول سموئیل Chapter 14
  6. حزقیال Chapter 13
  7. دوهم پادشاهان Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. یونس Chapter 3
  2. دوهم تواریخ Chapter 6
  3. مکاشفه Chapter 17
  4. لاویان Chapter 8
  5. ارمیا Chapter 11
  6. اول سموئیل Chapter 1
  7. یشوع Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *