اول تواریخ Chapter 9

For English

Read اول تواریخ Chapter 9 Online

Read اول تواریخ Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تواریخ 9

فصل 9

1. د ټولو اسراییلیانو نسب نامې د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې ثبت شوې وې.د یهودا خلک له څښتن سره د بې وفایۍ له امله د اسیرانو په توګه څپرکیل ته بوتلل شول.

2. هغه خلک چې اول راستانه شول او په خپلو ښارګوټو کې یې خپل جایدادونه بېرته لاسته راوړل، کاهنان، لاویان، د خدای د کور خدمتګاران او نور اسراییلیان وو.

3. د یهودا، بنیامین، افرایم او منسي د قبیلو ځینې خلک په اورشلیم کې مېشته شول.

4. ‏-

6. د یهودا له قبیلې څخه شپږ سوه او نوي تنه په اورشلیم کې مېشت شول. هغوی ټول د یهودا د درېو زامنو یعنې د فارص، شیله او زارح اولاده وه. د هغوی مشران عوتای، عسایا او یوییل وو. عوتای د عمیهود زوی ؤ او شجره یې نیکونو ته په لاندې ډول رسېدله: عمري، امري، باني او فارص. عسایا د یهودا د زوی شیله د اولادې مشر ؤ؛ یوییل د یهودا د زوی زارح د اولادې مشر ؤ.

7. ‏-

9. د بنیامین له قبیلې څخه نهه سوه شپږ پنځوس د کورنیو مشران هم په اورشلیم کې مېشت شول. د هغوی نومونه په خپلو نسب نامو کې لیکل شوي وو او دا خلک په کې ثبت شوي وو: سلو د مشلام زوی، د هودویا لمسی او د هسنواه کړوسی؛ یبنیا د یروحام زوی؛ ایله د عزي زوی او د مکري لمسی؛ مشلام د شفطیا زوی، د رعوییل لمسی او د یبنیا کړوسی.

10. ‏-

12. دا د هغو کاهنانو د نومونو لست دی چې په اورشلیم کې مېشت شول: یدعیا، یهویاریب، یاکین او عزریا چې د خدای د کور مشر ؤ. د عزریا شجره د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: حلقیا، مشلام، صادوق، مرایوت او اخیطوب؛ د یروحام زوی عدایا چې شجره یې په لاندې ډول وه: یروحام، فشحور او ملکیا؛ د عدیییل زوی معسای چې شجره یې په لاندې ډول وه: عدیییل، یحزیره، مشلام، مشلیمیت او یمیر.

13. ټول ۱۷۶۰ تنه کاهنان وو، هغوی ټول په خپلو طایفو کې د کورنیو مشران هم وو او د خدای په کور کې یې د کار کولو مهارت درلود.

14. ‏-

17. دا د هغو لاویانو د نومونو لست دی چې په اورشلیم کې مېشت شول: د مراري له طایفې څخه شمعیه چې شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: حشوب، عزریقام او حشبیا؛ بقبقر، حارش او جلال؛ د میکا زوی متنیا، چې د هغه شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: میکا، زکري او اساف؛ د شمعیه زوی عوبدیا، چې د هغه شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: شمعیه، جلال او یدوتون؛ او د اسا زوی او د القانه لمسی برکیا، چې د نطوفې ښارګوټي ته نژدې په کلیو کې اوسېدلی ؤ.۱۷شلوم، عقوب، طلمون، اخیمان او د هغوی خپلوان د خدای د کور ساتونکي وو. شلوم د هغوی مشر ؤ

18. او هغوی ډېره موده پخوا د خدای د کور ختیځې خواته د پاچا په دروازه کې ساتونکي وو. مخکې له دې به هغوی د لاویانو د خېمو ساتنه کوله.

19. شلوم د قوري زوی، د ابیاساف لمسی او د قورح کړوسی ؤ. د خپلو نیکونو په شان، چې په سپېڅلې خېمې کې یې خدمت کاوه، هغه هم د قورح په طایفه کې د خپلو خپلوانو سره د خدای د کور په دروازه کې ساتونکی ؤ.

20. په پخوانیو وختونو کې د العازار زوی فینحاس، د ساتونکو مسوول ؤ او څښتن د هغه سره مل ؤ.

21. د مشلمیا زوی زکریا هم د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې ساتونکی ؤ.

22. ټول دوه سوه دولس د دروازو ساتونکي وو، د هغوی ټولو نومونه په خپلو کلیو کې د کورنیو په نسب نامو کې ثبت شوي وو. داود پاچا او سموییل پیغمبر د هغوی نیکونه ځکه غوره کړي وو چې هغوی اعتباري خلک وو.

23. په دې توګه هغوی او د هغوی اولادې د خدای د کور یعنې د سپېڅلې خېمې د دروازو ساتنه کوله.

24. د خدای د کور د څلورو واړو خواوو دپاره ساتونکي ټاکل شوي وو.

25. د هغوی خپلوان به په خپل وار سره له خپلو کلیو څخه د یوې هفتې دپاره راتلل او له هغوی سره به یې د ساتونکو وظیفه تر سره کوله.

26. هغوی څلور مشران درلودل، چې ټول لاویان وو او هغوی د نورو ساتونکو څارنه کوله. هغوی د خدای په کور کې د کوټو او د خزانو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود.

27. هغوی به په شپه کې د خدای د کور په شاوخوا کې اوسېدل چې ساتنه یې وکړي او دا مسوولیت یې درلود چې هر سهار یې دروازې خلاصې کړي.

28. ځینو لاویانو د هغو سامانونو مسوولیت په غاړه درلود چې د خدای په کور کې یې د عبادت په وخت کې ورڅخه کار اخیست. هغوی به هر شی له کارولو څخه مخکې او وروسته شمېرل.

29. نورو لاویانو ته د خدای د کور د سامان او د هغه د سپېڅلو لوښو، د ډېرو ښو اوړو، شرابو، د زیتونو د تېلو، د خوشبویۍ او د مسالو د ساتلو وظیفه ور په غاړه وه.

30. خو د مسالو د ګډولو مسوولیت د کاهنانو په غاړه ؤ.

31. د شلوم مشر زوی متتیا د قورح د لاویانو د طایفې یو غړی ؤ. هغه د هغې ډوډۍ د پخولو مسوولیت په غاړه درلود چې د نذرانو دپاره یې ورڅخه کار اخیست.

32. د قهاتیانو د طایفې ځینو غړو دا وظیفه درلودله چې د هر سبت په ورځ سپېڅلې ډوډۍ پخه کړي.

33. د لاویانو د کورنیو هغه مشران چې ساز غږوونکي وو، د خدای د کور په کوټو کې اوسېدل. هغوی نور مسوولیتونه نه درلودل ځکه چې شپه او ورځ یې خپله وظیفه تر سره کوله.

34. دا پورته ذکر شوي کسان د لاویانو په قبیله کې د کورنیو مشران وو او په هماغه ډول یې نومونه د خپلو کورنیو په نسب نامو کې ثبت شوي وو. هغوی په اورشلیم کې اوسېدل.

35. یعییل د جبعون د ښار بنیاد کېښود او هلته مېشت شو. د هغه ښځه معکه نومېدله.

36. د هغه مشر زوی عبدون نومېده او د هغه نور زامن هم وو چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: صور، قیس، بعل، نیر، ناداب،

37. جدور، اخیو، زکریا

38. او مقلوت چې د شمعه پلار ؤ. هغوی هم د خپلو خپلوانو سره نژدې په اورشلیم کې اوسېدل.

39. نیر د قیس پلار او د شاوول پاچا نیکه ؤ.شاوول څلور زامن درلودل: یوناتان، ملکیشوع، ابیناداب او اشبعل.

40. یوناتان د مریب بعل پلار او د میکا نیکه ؤ.

41. میکا څلور زامن درلودل: فیتون، ملک، تحریع او آحاز.

42. آحاز د یعره پلار او د علمت، عزموت او د زیمري نیکه ؤ. زیمري د موزا پلار

43. د بنعا نیکه او د رفایا غور نیکه ؤ. نوره اولاده یې دا وه: العاسه او آصیل.

44. آصیل شپږ زامن درلودل: عزریقام، بوکرو، اسماعیل، شعریا، عوبدیا او حانان.

About اول تواریخ Chapter 9

Read اول تواریخ Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تواریخ
Chapter: 9
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تواریخ Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تواریخ Chapter 9?

اول تواریخ Chapter 9 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تواریخ

  1. اول تواریخ Chapter 16
  2. اول تواریخ Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. اول تواریخ Chapter 4
  5. اول تواریخ Chapter 11
  6. اول تواریخ Chapter 2
  7. اول تواریخ Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 56
  2. اول سموئیل Chapter 28
  3. یونس Chapter 3
  4. شمېر Chapter 21
  5. پیدایښت Chapter 48
  6. تثنیه Chapter 7
  7. ایوب Chapter 41

Related Chapters & Readings

  1. اول سموئیل Chapter 14
  2. زبور Chapter 33
  3. حزقیال Chapter 18
  4. زبور Chapter 59
  5. اول یوحنا Chapter 5
  6. اعمال رسولان Chapter 19
  7. زبور Chapter 95
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *