Read پیدایښت Chapter 9 Online
Read پیدایښت Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 9
فصل 9
1. خدای پاک حضرت نوح او د هغه زامنو ته برکت ورکړ او ویې فرمایل: <ستاسو اولادونه دې زیات شي ترڅو ټوله دنیا ستاسو په اولادې باندې ډکه شي.
2. ټول حیوانات، مرغان، خزندې او ماهیان به له تاسو څخه وېریږي او دا ټول به ستاسو په اختیار کې وي.
3. هر شی چې ژوندی دی او حرکت کوي، هغه به ستاسو د خوراک دپاره وي. لکه څنګه چې ما تاسو ته شنه بوټي درکړل، اوس هرڅه تاسو ته درکوم.
4. یو شی چې تاسو یې باید ونه خورئ هغه داسې غوښه ده چې وینه په کې وي. دا مې منع کړي دي ځکه چې په وینه کې ژوندون دی.
5. که څوک د یو انسان څخه ژوند واخلي هغه به سزا ومومي. که چېرې کوم حیوان یو انسان ووژني زه به هغه ته د مرګ سزا ورکوم.
6. انسان د خدای پاک په شکل جوړ شوی دی، نو چا چې هغه وواژه، هغه به هم د بل چا په وسیله وژل کیږي.
7. تاسو باید زیات ماشومان وزېږوئ، ترڅو ستاسو اولاده په ټوله دنیا کې زیاته شي.>
8. خدای پاک حضرت نوح او د هغه زامنو ته وفرمایل:
9. <زه ستاسو او ستاسو د راتلونکي نسل سره
10. او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره چې ستاسو سره وو، یعنې مرغانو، کورني او وحشي حیواناتو، هغوی ټول چې ستاسو سره د کشتۍ څخه راووتل او همدارنګه د ځمکې په مخ ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره
11. لوظ کوم چې بیا به هیڅکله ټول ژوندي مخلوقات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي. هیڅکله به بیا سیلاب ځمکه نه خرابوي.>
12. خدای پاک وفرمایل: <دا د هغه لوظ نښه ده چې زما او ستاسو او د هغو ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ به وي چې ستاسو سره دي او دا لوظ به د ټول راتلونکي نسل دپاره وي.
13. زه د ورېځو په منځ کې شنه او سره ږدم او دا به زما او د دنیا په منځ کې د لوظ نښه وي.
14. کله چې زه په ځمکه باندې ورېځې راخپرې کړم او په هغې کې شنه او سره راښکاره شي،
15. زه به خپل هغه لوظ چې ستاسو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره مې کړی ؤ رایادوم او نور به هیڅکله ټول ژوندي موجودات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي.
16. کله چې په ورېځو کې شنه او سره راښکاره شي، زه به هغې ته ګورم او خپل هغه ابدي لوظ به رایادوم چې زما او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ شوی ؤ.>
17. نو خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: <دا د هغه لوظ نښه ده چې ما د ځان او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو موجوداتو سره کړی ؤ.>
18. د حضرت نوح زامن چې د کشتۍ څخه راووتل هغه سام، حام او یافث وو. وروسته بیا د حام زوی پیدا شو او نوم یې کنعان ؤ.
19. دا د حضرت نوح درې زامن وو چې د هغوی څخه د دنیا ټول خلک راپیدا شول.
20. حضرت نوح دهقان ؤ او هغه اولنی سړی ؤ چې د انګورو باغ یې جوړ کړ.
21. یوه ورځ هغه شراب وڅښل او نېشه شو، خپل کالي یې وویستل او په خپله خېمه کې لوڅ پروت ؤ.
22. حام خېمې ته ننوت او ویې لیدل چې هغه لوڅ دی، نو هغه دباندې راووت او خپلو ورونو ته یې هم وویل.
23. بیا سام او یافث چپنه واخیستله او په خپلو اوږو باندې یې واچوله. هغوی په شا باندې خېمې ته ورغلل، خپل پلار یې ورباندې پټ کړ او خپل مخونه یې بلې خواته واړول ترڅو د خپل پلار لوڅوالی ونه ویني.
24. کله چې حضرت نوح د نېشې څخه په حال شو، په دې پوه شو چې د هغه کشر زوی د هغه سره څه کړي دي.
25. هغه وفرمایل:<لعنت دې وي په کنعان باندېهغه به د خپلو ورونو غلام وي
26. د سام څښتن خدای ته ثناه ووایئ!کنعان به د سام غلام وي
27. زه دعا کوم چې څښتن دې یافث تهډېره زیاته ځمکه ورکړياو پرېږده چې هغه د سام سیمه ونیسيکنعان دې د هغه غلام وي>
28. د سیلاب څخه وروسته حضرت نوح درې سوه پنځوس کاله ژوند وکړ
29. او د نهه سوه پنځوس کالو په عمر وفات شو.
About پیدایښت Chapter 9
Read پیدایښت Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 9
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 9?
پیدایښت Chapter 9 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
- پیدایښت Chapter 13
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 2
- مرثیې Chapter 1
- اول تواریخ Chapter 24
- ارمیا Chapter 43
- شمېر Chapter 15
- ارمیا Chapter 6
- لاویان Chapter 10