Read پیدایښت Chapter 50 Online
Read پیدایښت Chapter 50 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 50
فصل 50
1. حضرت یوسف په خپل پلار باندې ورپرېوت او په هغه باندې یې وژړل او ښکل یې کړ.
2. بیا حضرت یوسف خپلو خاصو طبیبانو ته چې د هغه خدمت یې کاوه حکم وکړ چې د هغه پلار حضرت یعقوب مومیایي کړي. نو طبیبانو هغه مومیایي کړ.
3. په دې کار باندې پوره څلوېښت ورځې ولګېدلې او د مصر خلک اویا ورځې په هغه باندې غمجن وو.
4. کله چې د هغه د غم ورځې تېرې شوې نو حضرت یوسف د فرعون درباریانو ته وفرمایل: <که په ما مهرباني کوئ نو زما په خاطر د فرعون سره خبرې وکړئ او هغه ته ووایئ:
5. زما پلار ماته قسم راکړی دی او ویې ویل: زه مړ کېږم. ما د کنعان په خاوره کې په هغه قبر کې چې پخوا جوړ شوی ؤ ښخ کړه. اوس ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم او پلار مې ښخ کړم. بیا به بېرته راشم.>
6. فرعون ځواب ورکړ: <لاړ شه او لکه څنګه چې پلار دې درته قسم درکړی دی هغه ښخ کړه.>
7. نو حضرت یوسف روان شو چې خپل پلار ښخ کړي. د فرعون ټول درباریان، د دربار لوړ رتبه خلک او د مصر ټول مشران د حضرت یوسف سره لاړل.
8. د دوی سره د حضرت یوسف د کورنۍ ټول غړي، د هغه ورونه او د هغه د پلار کورنۍ هم لاړل. یوازې د هغوی اولادونه، رمې او پادې په جوشن کې پاتې شول.
9. جنګي ګاډۍ ګانې او اس سواران هم د هغوی سره لاړل او دا یوه لویه قافله وه.
10. کله چې دوی د اطاد درمند ځای ته چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی ورسېدل نو ډېر سخت او په لوړ اواز وژړل او حضرت یوسف په هغه ځای کې د خپل پلار دپاره اووه ورځې د مړینې مراسم ونیول.
11. کله چې د هغه ځای اوسېدونکو کنعانیانو دا ولیدل نو هغوی وویل: <مصریان ډېر سخت غم او ژړا کوي.> نو ځکه هغه ځای چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی د آبل مصرایم په نوم یاد کړای شو.
12. نو څنګه چې حضرت یعقوب وصیت کړی ؤ زامنو یې هماغسې وکړل.
13. هغوی هغه د کنعان خاورې ته یووړ او ممري ته نژدې یې د مکفیله د پټي په سمڅه کې چې حضرت ابراهیم هغه د پټي سره د حیتي عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه ښخ کړ.
14. حضرت یوسف د خپل پلار د ښخولو څخه وروسته د خپلو ورونو او هغو ټولو خلکو سره چې د جنازې دپاره د هغه سره تللي وو مصر ته راستون شو.
15. کله چې د حضرت یوسف ورونو ولیدل چې د هغوی پلار وفات شو نو هغوی وویل: <که چېرې یوسف زمونږ څخه لا تر اوسه هم کرکه کوي او وغواړي چې د ټولو هغو بدو بدله چې مونږ ورسره کړي دي زمونږ څخه واخلي، نو بیا به څه کوو؟>
16. نو هغوی حضرت یوسف ته پیغام ورولېږه او ویې ویل: <زمونږ پلار د خپل مرګ څخه مخکې دغه حکم کړی دی:
17. یوسف ته به داسې ووایئ چې زه ستا څخه دا غوښتنه کوم چې د خپلو ورونو ګناهونه او خطاګانې او هغه بده رویه چې ستا سره یې کړې ده وبخښه. اوس زمونږ یعنې د خپل پلار د خدای د غلامانو ګناهونه وبخښه.> کله چې حضرت یوسف د هغوی پیغام ترلاسه کړ نو ویې ژړل.
18. بیا د هغه ورونه په خپله راغلل او د هغه په وړاندې یې خپل سرونه ټیټ کړل ویې ویل: <مونږ ستا غلامان یو.>
19. مګر حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <مه وېرېږئ. آیا زه خدای یم؟
20. تاسو زما په خلاف د بدو پلان درلود، خو خدای پاک هغه په نېکۍ باندې بدل کړ د دې دپاره چې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري او لکه څنګه چې وشول هغوی نن ژوندي پاتې دي.
21. نو بیا مه وېرېږئ. زه به په تاسو او ستاسو په اولادونو باندې پام کوم.> نو هغوی ته یې تسلي ورکړه او په مهربانۍ سره یې ورسره خبرې وکړې.
22. حضرت یوسف د خپل پلار د ټولې کورنۍ سره په مصر کې پاتې شو. هغه یوسلو لس کاله ژوند وکړ.
23. حضرت یوسف د افرایم د اولادونو او لمسیانو د لیدلو پورې ژوندی ؤ او همدارنګه هغه تر هغې پورې ژوندی ؤ چې د منسي د زوی ماخیر اولادونه یې هم په خپله کورنۍ کې ولیدل.
24. حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل: <زه مرګ ته نژدې شوی یم. خو بې شکه چې خدای پاک به تاسو وساتي او تاسو به له دې وطن څخه هغه وطن ته بوځي چې د حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کلکه وعده کړې ده.>
25. حضرت یوسف د حضرت یعقوب د کورنۍ خلکو ته قسم ورکړ او ویې فرمایل: <زما سره دا وعده وکړئ کله چې خدای پاک تاسو هغه هېواد ته بیایي، نو زما مړی به له ځان سره وړئ.>
26. نو حضرت یوسف د یوسلو لس کالو په عمر په مصر کې وفات شو. وروسته له دې چې هغه یې مومیایي کړ، په تابوت کې یې کېښود.
About پیدایښت Chapter 50
Read پیدایښت Chapter 50 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 50
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 50 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 50?
پیدایښت Chapter 50 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 50 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 75
- ایوب Chapter 15
- عزرا Chapter 5
- اشعیا Chapter 1
- عاموس Chapter 5
- زبور Chapter 96
- پیدایښت Chapter 46