Read نحمیا Chapter 10 Online
Read نحمیا Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of نحمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
نحمیا 10
فصل 10
1. ومړني کس چې مهر یې ولګاوه هغه والي یعنې نحمیا د حکلیا زوی ؤ او بیا صدقیا مهر ولګاوه. لاندې خلکو هم مهرونه ولګول:
2. -
8. کاهنان: سرایا، عزریا، ارمیا، فشحور،امریا، ملکیا، حطوش، شبنیا،ملوک، حاریم، مریموت، عوبدیا،دانیال، جنتون، باروک، مشلام،ابیا، میامین، معزیا، بلجای او شمعیه.
9. -
13. لاویان: یشوع د ازنیا زوی،بنوي د حیناداد د طایفې څخه،قدمي ییل، شبنیا، هودیا، قلیطا،فلایا، حانان، میکا، رحوب،حشبیا، زکور، شربیا، شبنیا،هودیا، باني او بنینو.
14. -
27. د قوم مشران: فرعوش، فحت موآب، عیلام، زتو،باني، بوني، عزجد، ببای، ادونیا،بغوای، عادین، آطیر، حزقیا،عزور، هودیا، حاشوم، بیسای،حاریف، عناتوت، نیبای، مجفیعاش،مشلام، حیزیر، مشیزبییل، صادوق،یدوع، فلتیا، حانان، عنایا، هوشع،حننیا، حشوب، هلوحیش، فلحا،شوبیق، رحوم، حشبنا، معسیا،اخیا، حانان، عانان، ملوک،حاریم او بعنه.
28. مونږ د اسراییلو قوم، کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو، خدمتګارانو او نورو ټولو هغو خلکو چې د خدای د شریعت څخه اطاعت کوي، خپل ځانونه د هغو پردیو قومونو څخه چې زمونږ په خاوره کې اوسیږي، بېل کړل. مونږ د خپلو ښځو او خپلو ټولو هغو زامنو او لورګانو سره چې په دې لوظ پوهیږي،
29. د خپلو مشرانو سره په دې قسم کې یوځای کېږو چې مونږ به د خدای د شریعت سره سم چې خدای د خپل خدمتګار موسی په وسیله راکړی دی خپل ژوند تېروو. مونږ به د خپل څښتن په ټولو حکمونو، قوانینو او شرطونو باندې عمل او د هغو اطاعت به کوو. که چېرې مونږ هغه مات کړو، نو د خدای لعنت دې په مونږ باندې وي.
30. مونږ دا لوظ کوو چې مونږ به خپلې لورګانې د غیریهودیانو زامنو ته نه ورکوو او نه به پرېږدو چې زمونږ زامن د غیریهودیانو د لورګانو سره ودونه وکړي.
31. که چېرې پردي خلک غلې دانې یا کوم بل شی راوړي چې په مونږ باندې یې د سبت یا په کومه بله سپېڅلې ورځ خرڅ کړي، مونږ به یې ورڅخه وانخلو.په هر اووم کال به په ځمکه کې کرنه نه کوو او خپل ټول پورونه به وبخښو.
32. مونږ مسوولیت لرو چې هر کال به د مثقال درېمه برخه سپین زر د خپل خدای د کور د لګښت دپاره ورکړو.
33. مونږ به د خدای په کور کې د عبادت دپاره دا شیان تیار کړو: سپېڅلې ډوډۍ، د غلو دانو ورځنۍ نذرانه، هغه څاروي چې د قربانیو په توګه هره ورځ سوځول کیږي، د سبت، د نوې میاشتې د اخترونو او نورو اخترونو دپاره سپېڅلې نذرانې، نورې سپېڅلې نذرانې، د اسراییلو د ګناهونو د کفارې نذرانې او نور شیان چې د خدای د کور دپاره ورته اړتیا ده.
34. مونږ یعنې کاهنان او لاویان او زمونږ خلک به هر کال پچه اچوو چې دا څرګنده شي چې کومې طایفې به په ټاکلي وخت لرګي زمونږ د خدای کور ته راوړي، ترڅو د شریعت د شرطونو سره سم هغه سوځېدونکې قربانۍ ورباندې وسوځول شي چې زمونږ څښتن خدای ته وړاندې کیږي.
35. مونږ مسوولیت لرو چې هر کال د څښتن کور ته د لومړنیو غلو دانو او د هرې ونې لومړنۍ مېوې د نذرانې په توګه راوړو.
36. لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي، مونږ به د خپلو زامنو، غواګانو، وزو او مېږو څخه هر لومړنی زېږول شوی هغه کاهنانو ته راولو چې د خدای په کور کې خدمت کوي او هغه به خدای ته وقف کوو.
37. مونږ به د اوړو هغه پېړه چې هر کال د لومړنیو راټولو شویو غلو دانو حاصل څخه تیاره شوې وي او د شرابو، د زیتونو د تېلو او د هر ډول مېوو د حاصل نورې نذرانې هغو کاهنانو ته راوړو چې د خدای په کور کې د ګودامونو مسوولان دي.مونږ به د خپلو ځمکو د حاصلاتو لسمه برخه هغو لاویانو ته، چې زمونږ په ښارګوټو کې هغه راټولوي، ورکړو.
38. د لسمې برخې د راټولولو په وخت کې باید هغه کاهنان چې د هارون د اولادې څخه دي د لاویانو سره وي او لاویان دې د راټول شوي عشر، لسمه برخه د خدای د کور ګودامونو ته یوسي.
39. د اسراییلو خلک او لاویان باید د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو اعانې هغو ګودامونو ته راوړي په کومو کې چې د خدای د کور لوښي ساتل کیږي او کاهنان چې خدمت کوي، د خدای د کور ساتونکي او سندرغاړي هلته اوسیږي.مونږ به د خدای د کور په اړه بې پروایي ونه کړو.
About نحمیا Chapter 10
Read نحمیا Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: نحمیا
Chapter: 10
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading نحمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading نحمیا Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is نحمیا Chapter 10?
نحمیا Chapter 10 is part of the Book of نحمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete نحمیا Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from نحمیا
- نحمیا Chapter 1
- نحمیا Chapter 11
- نحمیا Chapter 5
- نحمیا Chapter 3
- نحمیا Chapter 8
- نحمیا Chapter 9
- نحمیا Chapter 13