اول تواریخ Chapter 18

For English

Read اول تواریخ Chapter 18 Online

Read اول تواریخ Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تواریخ 18

فصل 18

1. څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه او هغوی یې کمزوري کړل. د هغوی څخه یې د جت ښار او د هغه د شاوخوا کلي ونیول.

2. داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه، نو هغوی د هغه رعیت شول او باج به یې ورکاوه.

3. په داسې حال کې چې د صوبې د پاچا هددعزر د فرات د سیند پورتنۍ سیمې ته روان ؤ چې د هغه ځای واکمن شي، داود د حمات په پوله هغه ته ماتې ورکړه.

4. داود د هغه څخه زر جنګي ګاډۍ، اووه زره سپاره او شل زره پیاده عسکر ونیول. هغه د سلو جنګي ګاډیو دپاره اسونه وساتل او نور ټول یې ګوډ کړل.

5. کله چې د دمشق سوریایانو د هددعزر پاچا د مرستې دپاره لښکر ورولېږه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او دوه ویشت زره سوریایان یې ووژل.

6. بیا هغه د دمشق د سوریې په پاچاهۍ کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او سوریایان د هغه رعیت شول او باج یې ورکاوه. هر چېرته چې به داود لاړ، څښتن هغه ته بری ورکاوه.

7. داود د هددعزر د عسکري منصبدارانو د سرو زرو سپرونه واخیستل او هغه یې اورشلیم ته راوړل.

8. داود د طبحت او کونه څخه چې د هددعزر ښارونه وو په زیاته اندازه برنجي فلز لاسته راوړل. وروسته سلیمان د دې برنجو څخه د خدای د کور د اوبو د ټانکۍ، ستنو او برنجي لوښو په جوړولو کې کار واخیست.

9. د حمات پاچا توعو واورېدل چې داود د هددعزر ټول لښکر ته ماتې ورکړې ده.

10. نو هغه خپل زوی هدورام، داود پاچا ته ورولېږه چې هغه ته سلام ووایي او په جګړه کې په هددعزر باندې د هغه د بریالیتوب مبارکي ووایي. هددعزر څو ځلې له توعو سره جنګېدلی ؤ. هدورام داود ته هر ډول سوغاتونه یعنې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجي شیان له ځان سره راوړل.

11. داود پاچا هغه سامان د هغو سپینو او سرو زرو سره یوځای څښتن ته وقف کړل چې د ادومیانو، موآبیانو، عمونیانو، فلسطینیانو او عمالیقیانو څخه یې د بري په وخت کې نیولي وو.

12. د زرویه زوی ابیشای د مالګې په دره کې د ادومیانو لښکرو ته ماتې ورکړه او د هغوی د لښکرو اتلس زره تنه یې ووژل.

13. هغه په ټول ادوم کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ټول ادومیان د داود رعیت شول. داود به چې هر چېرته لاړ، څښتن به ورته بری ورکاوه.

14. داود په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي کوله او د خپلو ټولو خلکو دپاره یې په عدل او انصاف سره کارونه کول.

15. یوآب د زرویه زوی د لښکرو عمومي قوماندان ؤ. یهوشافاط د اخیلود زوی د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ.

16. صادوق د اخیطوب زوی او اخیملک د ابیاتار زوی کاهنان وو. شوشا د دربار منشي ؤ.

17. بنایاه د یهویاداع زوی د داود د ساتونکو ګارډ یعنې د کریتیانو او د فلیتیانو قوماندان ؤ او د داود زامن د هغه لومړي مرستیالان وو.

About اول تواریخ Chapter 18

Read اول تواریخ Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تواریخ
Chapter: 18
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تواریخ Chapter 18 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تواریخ Chapter 18?

اول تواریخ Chapter 18 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 18 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تواریخ

  1. اول تواریخ Chapter 16
  2. اول تواریخ Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. اول تواریخ Chapter 11
  5. اول تواریخ Chapter 4
  6. اول تواریخ Chapter 21
  7. اول تواریخ Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 28
  2. دوهم پادشاهان Chapter 12
  3. ارمیا Chapter 12
  4. شمېر Chapter 9
  5. لاویان Chapter 10
  6. دوهم سموئیل Chapter 14
  7. قاضیان Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 17
  2. قاضیان Chapter 12
  3. خروج Chapter 29
  4. شمېر Chapter 13
  5. یشوع Chapter 3
  6. لاویان Chapter 21
  7. مرقس Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *