Read دوهم پادشاهان Chapter 11 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 11
فصل 11
1. څنګه چې عتلیا واورېدل چې د هغې زوی اخزیا پاچا وژل شوی دی، هغې پرېکړه وکړه چې د شاهي کورنۍ ټول غړي دې ووژل شي.
2. یواځې د اخزیا زوی یوآش ژوندی پاتې شو. نژدې ؤ چې هغه هم د نورو سره ووژل شي، مګر د یهورام پاچا د لور یهوشبع له خوا چې د اخزیا خور وه هغه وژغورل شو. هغې یوآش او د هغه دایي د عتلیا څخه د خدای د کور د خوب په کوټه کې پټ کړل، ځکه هغه ونه وژل شو.
3. یوآش د یهوشبع سره د څښتن په کور کې د شپږو کالو دپاره چې ملکې عتلیا په یهودا کې پاچاهي کوله، پټ پاتې شو.
4. د ملکې عتلیا د حکومت په اووم کال، یهویاداع کاهن د پاچا او د ماڼۍ د ساتونکو قوماندانان راوغوښتل. د هغوی سره یې د خدای په کور کې لیدنه کتنه وکړه او هغوی یې د قسم له ورکولو سره د خپل پلان دپاره رضا کړل. بیا یې یوآش د اخزیا زوی هغوی ته وروښود.
5. هغوی ته یې امر وکړ: <ستاسو د ساتونکو درې ټولي به د سبت په ورځ په خپله دنده کې وي. زه غواړم چې یو ټولی د ماڼۍ ساتنه وکړي.
6. بل ټولی به د سور دروازه ساتي او درېم ټولی به د ماڼۍ دروازه ساتي او د ماڼۍ د ساتونکو پهره به بدلوي.
7. د ساتونکو دوه نور ټولي به د سبت په ورځ رخصت وي. مګر زه غواړم چې دغه دوه ټولي دې دلته د خدای په کور کې د یوآش پاچا ساتنه وکړي.
8. خپلې تورې تیارې کړئ او هرچا چې هڅه کوله پاچا ته ورنژدې شي هغه ووژنئ. هر وخت او هر چېرې د پاچا سره واوسئ.>
9. قوماندانانو د یهویاداع د حکمونو څخه پیروي وکړه. هر یو خپل ساتونکي چې د سبت په ورځ دندې ته راتلل او یا د دندې څخه رخصتېدل یهویاداع ته یې راغونډ کړل.
10. یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود پاچا وو او د څښتن په کور کې ساتل شوي وو.
11. بیا د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره په وسلو سمبال ساتونکو موضع ونیولې.
12. یهویاداع یوآش بیرون راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ کولو د قانون یوه کاپي یې ورته ورکړه. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چکچکې وکړې او چیغې یې ووهلې: <ژوندی دې وي پاچا!>
13. ملکې عتلیا چې د ساتونکو او خلکو شور واورېد، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک پکې راغونډ شوي وو، ورغله.
14. هغې ولیدل چې یوآش د هغې ستنې په څنګ کې ولاړ ؤ چې معمولاً هغه ځای به د پاچا دپاره ؤ. قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو او خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول. عتلیا له ډېره قهره خپل کالي وشلول او چیغې یې ووهلې: <خیانت! خیانت!>
15. یهویاداع سمدستي د لښکرو قوماندانانو ته امر وکړ: <هغه ووژنئ! هغه د لښکرو د دوو صفو څخه بیرون وباسئ او هرڅوک چې د هغې سره دي هغه هم ووژنئ! مګر دا کار هېڅکله د خدای په کور کې ونه کړئ.>
16. نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې آسونه به پکې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.
17. بیا یهویاداع د څښتن او د یوآش پاچا او خلکو په منځ کې لوظ ترسره کړ چې دوی به د څښتن بنده ګان وي. هغه همدارنګه د پاچا او د خلکو ترمنځ یو تړون وکړ.
18. بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ هغه یې د قربانۍ ځای مخې ته وواژه.وروسته بیا یهویاداع د څښتن د کور دپاره ساتونکي ودرول.
19. بیا یهویاداع ټول قوماندانان، د پاچا او ماڼۍ ساتونکي او خلک یو ځای سره راوغوښتل. هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د ساتونکو د دروازې په لار باندې ماڼۍ ته یووړ. هغه په تخت باندې کښېناست او د یهودا پاچا شو.
20. نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا په ماڼۍ کې وژله شوې وه.
21. یوآش اووه کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو.
About دوهم پادشاهان Chapter 11
Read دوهم پادشاهان Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 11
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 11?
دوهم پادشاهان Chapter 11 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 20
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 8
- ارمیا Chapter 29
- یوئیل Chapter 1
- لاویان Chapter 4
- ایوب Chapter 6
- پیدایښت Chapter 33
- ارمیا Chapter 10