پیدایښت Chapter 38

For English

Read پیدایښت Chapter 38 Online

Read پیدایښت Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 38

فصل 38

1. داسې وشول چې په هغه وخت کې یهودا خپل ورونه پرېښودل او د حیره په نوم یو سړي سره چې د عدولام د ښار څخه ؤ پاتې شو.

2. هلته یهودا د شوعه په نوم د یو کنعاني د لور سره مخامخ شو. یهودا د هغې سره واده وکړ او ورسره یوځای شو.

3. هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې عیر نوم کېښود.

4. هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. په هغه باندې یې اونان نوم کېښود.

5. هغې بل زوی وزېږاوه او په هغه باندې یې شیله نوم کېښود. یهودا په کزیب کې ؤ چې هلک پیدا شو.

6. یهودا خپل مشر زوی ته ښځه وکړه او د هغې نوم تامار ؤ.

7. د عیر رویه د څښتن په نظر کې خرابه وه. نو څښتن هغه مړ کړ.

8. هغه وخت یهودا د عیر ورور اونان ته وویل: <لاړ شه او د خپل ورور د کونډې سره یوځای شه او د مېړه د ورور په توګه دې خپل مسئولیت ترسره کړه، ترڅو ستا ورور هم اولادونه ولري.>

9. مګر اونان په دې پوهېده چې دا به د ده اولادونه نه وي. نو کله به چې هغه د خپلې کونډې ورېندارې سره څملاست، خپل ځان به یې په ځمکه باندې انزال کاوه او نه یې غوښتل چې د خپل ورور دپاره اولاد راوړي.

10. څه چې هغه کول هغه د څښتن په نظر کې بد ښکاره کېدل. نو څښتن هغه هم وواژه.

11. نو یهودا خپلې نږور تامار ته وویل: <د خپل پلار په کور کې د کونډې په توګه اوسېږه تر هغې پورې چې زما زوی شیله لوی شي.> ځکه هغه وېرېده چې شیله به هم د خپلو ورونو په شان مړ شي. نو تامار لاړه چې د خپل پلار په کور کې واوسیږي.

12. څه موده وروسته د یهودا ښځه یعنې د شوعه لور مړه شوه. کله چې د غم وخت تېر شو، نو یهودا د خپل دوست حیره عدولامي سره د تمنه ښار ته چې هلته د هغه پسونه سکولودل کېدل لاړ.

13. کله چې تامار خبره شوه چې د هغې خسر د خپلو پسونو د سکولودلو دپاره تمنې ته روان دی،

14. نو هغې خپل د کونډتوب کالي وویستل، خپل مخ یې په څادر کې پټ کړ او د عینایم په دروازه کې چې د تمنې په لاره کې وه کښېناستله. هغې دا کار په دې خاطر وکړ چې د یهودا کشر زوی غټ شوی ؤ، مګر یهودا دا پلان نه درلود چې تامار ورته په نکاح کړي.

15. کله چې یهودا هغه ولیدله، په هغې یې د فاحشې ګمان وکړ، ځکه چې مخ یې پټ ؤ.

16. هغه پوه نه شو چې هغه د ده نږور ده. هغه د لارې په غاړه باندې هغې ته ورغی او ویې ویل: <راشه، چې درسره څملم.>هغې پوښتنه وکړه: <ماته به څه راکړې چې درسره څملم؟>

17. هغه وویل: <زه به د خپلې رمې څخه تاته یو سېرلی درولېږم.>هغې پوښتنه وکړه: <تر هغې پورې چې ته هغه رالېږې، ماته به څه شی د ضمانت په توګه پرېږدې؟>

18. هغه وویل: <څه شی درته د ضمانت په توګه درکړم؟>هغې ځواب ورکړ: <مهر، د هغه مزی او دا امسا چې ستا په لاس کې ده.> نو هغه دا هرڅه هغې ته ورکړل او ورسره څملاست او تامار د هغه څخه امیدواره شوه.

19. تامار کور ته لاړه. خپل څادر یې لېرې کړ او خپل د کونډتوب کالي یې واغوستل.

20. نو یهودا د خپل عدولامي دوست په لاس سېرلی ورولېږه ترڅو د هغې ښځې څخه د ضمانت شیان بېرته واخلي. مګر هغه یې پیدا نه کړه.

21. ده د عنایم له خلکو څخه پوښتنه وکړه: <هغه فاحشه چې دلته په لاره کې ناسته وه چېرته ده؟>هغوی وویل: <دلته هیڅ وخت فاحشه ښځه نه وه.>

22. هغه بېرته یهودا ته ورغی او ویې ویل: <ما هغه پیدا نه کړه. برسېره پردې د هغه ځای خلکو وویل: دلته هیڅ فاحشه ښځه نه وه.>

23. نو یهودا وویل: <پرېږده چې هغه شیان خپل ځانته وساتي. مونږ نه غواړو چې د خلکو د خندا شو. دا دی ما هغې ته دغه سېرلی ورولېږه مګر تا هغه پیدا نه کړه.>

24. درې میاشتې پس یهودا ته خبر ورسېد: <ستا نږور تامار د یوې فاحشې په شان عمل کړی دی او هغه اوس امیدواره ده.>یهودا وویل: <هغه بیرون راوباسئ او ویې سوزوئ چې مړه شي.>

25. چې څنګه یې هغه بیرون راوویستله، خپل خسر ته یې پیغام ورولېږه ویې ویل: <زه د هغه سړي څخه امیدواره شوې یم کوم چې د دې شیانو خاوند دی.> هغې زیاته کړه: <وګوره. دا مهر، د هغه مزی او دا امسا وپېژنه چې د چا دي.>

26. یهودا هغه وپېژندل او ویې ویل: <هغه په حقه ده. زه د هغې سره په خپل لوظ کې ناکام شوم. ما باید هغه خپل زوی شیله ته واده کړې وای.> یهودا بیا د هغې سره یوځای نه شو.

27. کله چې د تامار د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، نو د هغې په ګېډه کې غبرګوني وو.

28. د زېږولو په وخت کې د هغو څخه یو خپل لاس راوویست نو دایي یو سور مزی واخیست او د هغه په مړوند باندې یې وتاړه او ویې ویل: <دا اول راووت.>

29. خو کله چې هغه خپل لاس بېرته کش کړ د هغه ورور راووت او هغې وویل: <ته څرنګه راووتلې!> او په هغه باندې یې فارص نوم کېښود.

30. پس له هغې د هغه ورور چې په مړوند باندې یې سور مزی ؤ راووت او هغه یې د زارح په نوم یاد کړ.

About پیدایښت Chapter 38

Read پیدایښت Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 38
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 38 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 38?

پیدایښت Chapter 38 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 38 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 21
  7. پیدایښت Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 11
  2. دوهم پادشاهان Chapter 13
  3. دوهم تواریخ Chapter 14
  4. شمېر Chapter 27
  5. غزل غزلونه Chapter 8
  6. میکاه Chapter 6
  7. زبور Chapter 65

Related Chapters & Readings

  1. نحمیا Chapter 13
  2. ایوب Chapter 37
  3. استر Chapter 6
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. دوهم پادشاهان Chapter 13
  6. فلیمون Chapter 1
  7. پیدایښت Chapter 43
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *