Read پیدایښت Chapter 22 Online
Read پیدایښت Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 22
فصل 22
1. څه موده وروسته خدای پاک په حضرت ابراهیم باندې ازمایښت وکړ او هغه ته یې وفرمایل: <ای ابراهیمه!> او حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <هو، زه حاضر یم!>
2. خدای پاک وفرمایل: <خپل زوی اسحاق چې ستا یوازینی زوی دی او په تا باندې ډېر ګران دی واخله او د موریا سیمې ته لاړ شه او هغه په هغه غره باندې چې زه یې درته ښایم زما دپاره د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړه.>
3. حضرت ابراهیم سهار وختي پاڅېد، د سوزېدونکې نذرانې دپاره یې لرګي مات کړل او هغه یې په خره باندې بار کړل. خپل دوه نوکران او خپل زوی حضرت اسحاق یې د ځان سره واخیستل او هغه ځای ته روان شول چې خدای پاک ورته فرمایلي وو.
4. په دریمه ورځ حضرت ابراهیم هغه ځای د لېرې څخه ولید.
5. بیا هغه خپلو نوکرانو ته وفرمایل: <تاسو دلته د خره سره پاتې شئ، زه او هلک به هلته سره لاړ شو. مونږ به هلته عبادت وکړو او بېرته به بیا تاسو ته راشو.>
6. حضرت ابراهیم د قربانۍ لرګي خپل زوی ته په اوږو باندې کېښودل او خپله یې چاقو او اور واخیستل او دواړه یوځای سره روان شول.
7. حضرت اسحاق خپل پلار ته وویل: <ای پلاره!>هغه ځواب ورکړ: <وایه زما زویه!>هغه وویل: <زه پوهېږم چې ستا سره اور او لرګي شته، مګر د سوزېدونکې نذرانې دپاره وری چېرته دی؟>
8. حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <ای زما زویه، خدای پاک به په خپله د سوزېدونکې نذرانې دپاره وری پیدا کړي.> او دواړه یوځای سره روان شول.
9. کله چې هغه ځای ته چې خدای پاک ورته فرمایلي وو ورسېدل، حضرت ابراهیم هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او په هغه باندې یې لرګي په ترتیب سره کېښودل. هغه خپل زوی حضرت اسحاق وتاړه او د لرګیو د پاسه یې کېښود.
10. بیا هغه چاقو راواخیست چې خپل زوی حلال کړي.
11. مګر د څښتن فرښتې د اسمان څخه هغه ته غږ وکړ: <ای ابراهیمه، ای ابراهیمه!>هغه ځواب ورکړ: <زه حاضر یم.>
12. هغه وفرمایل: <هلک ژوبل نه کړې او په هغه باندې هیڅ ونه کړې! زه اوس پوه شوم چې ته د خدای پاک څخه وېرېږې، ځکه چې خپل یوازینی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ.>
13. حضرت ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو ګډ دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. حضرت ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ.
14. او حضرت ابراهیم دغه ځای د څښتن به یې برابروي په نوم یاد کړ او حتیٰ تر نن ورځې پورې داسې ویل کیږي: <هغه به د څښتن په غره کې تیار شي.>
15. د څښتن فرښتې د دوهم ځل دپاره د اسمان څخه په حضرت ابراهیم باندې غږ وکړ
16. او ویې فرمایل: <څښتن داسې وایي: په دې خاطر چې تا دا کار وکړ او خپل یوازینی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ، زه په خپل ذات باندې قسم خورم،
17. زه به تاته برکت درکړم او ستا نسل به لکه د اسمان د ستورو او هغو شګو په شان چې د دریاب په غاړه پرتې وي زیات کړم. هغوی به خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړي او د هغوی ښارونه به ونیسي.
18. د ځمکې ټول قومونه به ستا د اولادې په وسیله برکت ومومي، ځکه چې تا زما حکم منلی دی.>
19. نو حضرت ابراهیم بېرته خپلو نوکرانو ته راستون شو او هغوی ټول یوځای بئرشبع ته لاړل او حضرت ابراهیم په بئرشبع کې پاتې شو.
20. څه موده وروسته حضرت ابراهیم خبر شو چې د ده د ورور ناحور ښځه ملکه هم مور شوه او زامن یې زېږولي دي:
21. د هغه اولنی اولاد عوص، د هغه ورور بوز، قموئیل د ارام پلار،
22. کاسد، حزو، فلداش، یدلاف او بتوئیل.
23. د بتوئیل څخه ربکا پیدا شوه. ملکې د حضرت ابراهیم ورور ناحور ته دا اته زامن وزېږول.
24. رئومه د ناحور وینځې هم طابح، جاحم، تاحش او معکه وزېږول.
About پیدایښت Chapter 22
Read پیدایښت Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 22
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 22?
پیدایښت Chapter 22 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 5
Explore More from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 7
- زبور Chapter 57
- متلونه Chapter 11
- شمېر Chapter 1
- اشعیا Chapter 33
- خروج Chapter 22
- ایوب Chapter 31