پیدایښت Chapter 26

For English

Read پیدایښت Chapter 26 Online

Read پیدایښت Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

پیدایښت 26

فصل 26

1. په هغه وطن کې برسېره په هغې قحطۍ باندې چې پخوا د حضرت ابراهیم په وخت کې راغلې وه بله قحطي هم راغله. حضرت اسحاق د فلسطینیانو پادشاه ابي ملک ته چې په جرار کې ؤ ورغی.

2. څښتن حضرت اسحاق ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <مصر ته مه ځه. په همدې وطن کې په هغه ځای کې چې زه یې درته وایم اوسېږه.

3. همدلته اوسېږه. زه به ستا سره مل یم او تاته به برکت درکړم. زه به تاته او ستا اولادې ته دا ټوله سیمه درکړم او په هغې وعدې باندې به ټینګ ولاړ یم چې ستا د پلار ابراهیم سره مې کړې وه.

4. ستا اولاده به د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او هغوی ته به دا ټوله سیمه ورکړم. ستا د اولادې په وسیله به د ځمکې په مخ ټول قومونه برکت ومومي،

5. ځکه چې ابراهیم زما اطاعت کړی دی او زما په ټولو حکمونو او قوانینو باندې یې عمل کړی دی.>

6. نو حضرت اسحاق په جرار کې پاتې شو.

7. کله چې د هغه ځای خلکو د حضرت اسحاق څخه د ربکا په باره کې پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: <هغه زما خور ده.> ځکه هغه وېرېده داسې ووایي چې هغه زما ښځه ده. هغه فکر کاوه چې د هغه ځای خلک به هغه د ربکا په خاطر ووژني، ځکه چې هغه ډېره ښکلې وه.

8. څرنګه چې حضرت اسحاق هلته زیات وخت تېر کړ، ابي ملک د فلسطینیانو پادشاه د کړکۍ څخه لاندې وکتل او ویې لیدل چې حضرت اسحاق خپله ښځه ربکا په غېږ کې نیولې وه او هغه یې ښکلوله.

9. نو ابي ملک حضرت اسحاق راوغوښت او ورته ویې ویل: <هغه په رښتیا سره ستا ښځه ده! نو ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده؟>حضرت اسحاق ځواب ورکړ: <ما فکر وکړ چې کېدای شي د هغې په خاطر ووژل شم.>

10. ابي ملک وویل: <دا څه دې زمونږ سره وکړل؟ کېدای شو چې زما د نفرو څخه کوم یو ستا د ښځې سره څملاستلی وای او مونږ به دې ګناهکار کړي وای.>

11. ابي ملک ټولو خلکو ته خبرداری ورکړ: <که هرڅوک د دې سړي یا دې ښځې سره بده رویه وکړي هغه به ووژل شي.>

12. حضرت اسحاق په هغې ځمکې کې فصل وکاره او په هغه کال یې چې څه کرلي وو د هغې څخه یې یو په سل حاصل واخیست، ځکه چې څښتن هغه ته برکت ورکړ.

13. حضرت اسحاق ورځ په ورځ خوشبخته کېده او هغه ډېر شتمن سړی شو.

14. هغه دومره زیاتې رمې، پادې او غلامان درلودل چې فلسطینیانو ورباندې بخیلي کوله.

15. نو هغه ټول کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم غلامانو د هغه د پلار په وخت کې کیندلي وو، فلسطینیانو هغه د خاورو څخه ډک کړل.

16. نو بیا ابي ملک حضرت اسحاق ته وویل: <ته زمونږ څخه ډېر قوي شوی یې، نو زمونږ د وطن څخه لاړ شه.>

17. نو حضرت اسحاق له هغه ځای څخه لاړ او د جرار په دره کې یې خېمې ودرولې او هلته پاتې شو.

18. حضرت اسحاق هغه کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم په وخت کې کیندل شوي وو او فلسطینیانو هغه د حضرت ابراهیم د وفات کېدلو څخه وروسته بند کړي وو بېرته وکیندل او هماغه نومونه یې ورباندې کېښودل چې پلار یې ورباندې ایښي وو.

19. د حضرت اسحاق غلامانو په دې دره کې یو کوهی وکینده چې تازه اوبه یې درلودلې.

20. مګر د جرار شپانو د حضرت اسحاق د شپانو سره دعوه شروع کړه او ویې ویل: <دا زمونږ اوبه دي!> نو حضرت اسحاق هغه کوهی د دعوې په نوم یاد کړ.

21. د حضرت اسحاق غلامانو بل کوهی وکینده او په هغه باندې یې هم دعوه وکړه او هغه یې د دښمنۍ په نوم یاد کړ.

22. او له هغه ځای څخه یې کډه وکړه او بل کوهی یې وکینده مګر په هغه باندې چا دعوه ونه کړه او هغه یې د پرېمانه ځای په نوم یاد کړ، ویې فرمایل: <اوس څښتن مونږ ته ځای راکړی دی او په دې خاوره کې به خوشبخته شو.>

23. حضرت اسحاق له هغه ځایه بئرشبع ته لاړ.

24. په هماغه شپه څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <زه ستا د پلار ابراهیم خدای یم. مه وېرېږه ځکه چې زه ستا سره مل یم او تاته به برکت درکړم او ستا اولاده به د خپل خدمتګار ابراهیم په خاطر زیاته کړم.>

25. حضرت اسحاق هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا یې په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او د هغه غلامانو هلته یو بل کوهی وکینده.

26. یوه ورځ ابي ملک د خپل مشاور احوزات او د خپلو لښکرو د مشر فیکول سره د جرار څخه د حضرت اسحاق د لیدلو دپاره راغی.

27. حضرت اسحاق د هغوی څخه پوښتنه وکړه: <تاسو خو زما سره دښمني کوله او زه مو له خپل وطن څخه وشړلم. نو اوس ولې زما د لیدلو دپاره راغلي یئ؟>

28. هغوی ځواب ورکړ: <مونږ ولیدل چې څښتن په رښتیا ستا سره مل دی نو مونږ وویل چې زمونږ او ستاسو ترمنځ دې داسې یو قوي تړون وي

29. چې مونږ ته زیان راونه رسوئ لکه څنګه چې مونږ تاته زیان نه دی دررسولی، بلکه ستا سره مو ښه رویه کړې ده او ته مو په سلامتۍ سره لېږلی یې. اوس څښتن تاته برکت درکړی دی.>

30. حضرت اسحاق د هغوی دپاره مېلمستیا تیاره کړه او هغوی وخوړل او وڅښل.

31. سهار وختي هغوی پاڅېدل او یو او بل ته یې قسم ورکړ. حضرت اسحاق هغوی رخصت کړل او په سلامتۍ سره د هغه څخه لاړل.

32. په هماغه ورځ د حضرت اسحاق غلامان راغلل او هغه ته یې د هغه کوهي په باره کې خبر ورکړ چې دوی کیندلی ؤ. هغوی وویل: <مونږ اوبه وموندلې.>

33. نو هغه یې د شبع په نوم یاد کړ. تر نن ورځې پورې هغه ښار د بئرشبع په نوم یادیږي.

34. کله چې عیسو څلوېښت کلن شو، د بیري حیتي د لور یودیه او د ایلون حیتي لور بسمې سره یې واده وکړ.

35. هغوی د حضرت اسحاق او ربکا ژوند تریخ کړ.

About پیدایښت Chapter 26

Read پیدایښت Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 26
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 26?

پیدایښت Chapter 26 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 9
  4. پیدایښت Chapter 10
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 31
  2. حزقیال Chapter 1
  3. یشوع Chapter 6
  4. زبور Chapter 147
  5. حزقیال Chapter 15
  6. ایوب Chapter 6
  7. تثنیه Chapter 15

Related Chapters & Readings

  1. طیطوس Chapter 2
  2. تثنیه Chapter 20
  3. یوحنا Chapter 5
  4. زبور Chapter 128
  5. حزقیال Chapter 13
  6. ارمیا Chapter 27
  7. عبرانیانو ته Chapter 10
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *