پیدایښت Chapter 20

For English

Read پیدایښت Chapter 20 Online

Read پیدایښت Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 20

فصل 20

1. حضرت ابراهیم له ممري څخه د کنعان جنوب خواته کډه وکړه او د قادش او شور په منځ کې یې سکونت اختیار کړ او د یو څه وخت دپاره په جرار کې پاتې شو.

2. هلته حضرت ابراهیم د خپلې ښځې ساره په هکله وفرمایل: <هغه زما خور ده.> د جرار پادشاه ابي ملک په ساره پسې نفر ولېږل او هغه یې راوستله.

3. یوه شپه خدای پاک په خوب کې ابي ملک ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <ته به مړ شې ځکه هغه ښځه چې تا خپل ځان ته راوستې ده، هغه واده شوې ښځه ده.>

4. مګر ابي ملک هغې ته ورنژدې شوی نه ؤ هغه وویل: <ای څښتنه، آیا ته به بې ګناه خلک ووژنې؟

5. حضرت ابراهیم په خپله وفرمایل چې هغه زما خور ده او هغې هم دا خبره وکړه چې دی زما ورور دی او دا کار ما د پاک وجدان له مخې کړی دی او هیڅ غلطي مې نه ده کړې.>

6. خدای پاک په خوب کې هغه ته وفرمایل: <هو، زه پوهېږم چې تا دا کار د پاک وجدان له مخې کړی دی او ته مې د دې څخه وساتلې چې زما په مقابل کې کومه ګناه وکړې او دې ته مې پرېنښودلې چې هغې ته لاس وروړې.

7. اوس هغه ښځه بېرته خپل مېړه ته ورکړه. هغه نبي دی او هغه به ستا دپاره دعا وکړي ترڅو ژوندی پاتې شې. خو که چېرې هغه بېرته ورنه کړې، په دې پوه شه چې ته او ستا ټول خلک به مړه شئ.>

8. سبا سهار وختي ابي ملک خپل ټول درباریان راوغوښتل او څه چې پېښ شوي وو هغوی ته یې بیان کړل او هغوی ډېر ووېرېدل.

9. بیا ابي ملک حضرت ابراهیم راوغوښت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <زمونږ سره دې څه وکړل؟ ما ستا سره څه بد کړي وو چې داسې لوی مصیبت دې په ما او زما په پادشاهۍ باندې راوست؟ تا زما سره داسې کار وکړ چې د کولو نه ؤ.>

10. بیا ابي ملک د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <داسې کار دې ولې وکړ؟>

11. حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <ما فکر وکړ چې د دې ځای خلک د خدای پاک څخه نه وېریږي او ما به د خپلې ښځې په خاطر ووژني.

12. هغه په رښتیا سره زما خور ده، هغه زما ناسکه خور ده. هغه زما د پلار لور ده، مګر زما د مور لور نه ده او ما د هغې سره واده کړی دی.

13. کله چې خدای پاک زه د خپل پلار د کور څخه پردي هېواد ته ولېږلم، ما هغې ته وویل: دا به زما سره ستا وفاداري وي چې مونږ هرځای ته لاړ شو، زما په هکله به وایې چې هغه زما ورور دی.>

14. نو ابي ملک پسونه او غوایان، غلامان او وینځې حضرت ابراهیم ته ورکړل او د هغه ښځه ساره یې بېرته هغه ته ورکړه.

15. ابي ملک وویل: <زما ټوله ځمکه ستا په مخکې ده، هرځای چې ستا خوښ وي هلته واوسېږه.>

16. هغه ساره ته وویل: <زه ستا ورور ته زر مثقاله سپین زر ورکوم ترڅو هغو ټولو خلکو ته چې ستا سره دي دا ثابته شي چې ته بې ګناه یې او هر یو په دې باندې پوه شي چې تا کومه غلطي نه ده کړې.>

17. ‏-

18. د هغه څه په خاطر چې د حضرت ابراهیم په ښځې ساره باندې شوي وو، څښتن د ابي ملک د کورنۍ ټولې ښځې شنډې کړې وې. نو حضرت ابراهیم د ابي ملک دپاره دعا وکړه او خدای پاک هغه ته شفا ورکړه. هغه همدارنګه د هغه ښځې او د هغه وینځو ته هم شفا ورکړه چې ماشومان وزېږوي.

About پیدایښت Chapter 20

Read پیدایښت Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 20
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 20?

پیدایښت Chapter 20 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 13
  2. متلونه Chapter 30
  3. زبور Chapter 54
  4. زبور Chapter 125
  5. اشعیا Chapter 48
  6. دانیال Chapter 5
  7. زبور Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 13
  2. یونس Chapter 4
  3. یوحنا Chapter 1
  4. خروج Chapter 26
  5. طیطوس Chapter 1
  6. نحمیا Chapter 1
  7. زبور Chapter 116
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *