دوهم پادشاهان Chapter 12

For English

Read دوهم پادشاهان Chapter 12 Online

Read دوهم پادشاهان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم پادشاهان 12

فصل 12

1. په اسراییلو کې د ییهو د پاچاهۍ په اووم کال، یوآش د یهودا پاچا شو او په اورشلیم کې یې څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیه د بئرشبع د ښار څخه وه.

2. په خپل ټول عمر کې یې هغه څه وکړل چې څښتن پرې خوشحالېده، ځکه چې یهویاداع کاهن ورته لارښودنه کوله.

3. که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول او خلکو هلته د قربانۍ کولو او د خوشبویۍ سوځولو ته ادامه ورکړه.

4. یوآش کاهنانو ته وویل: <ټولې هغه پیسې راغونډې کړئ چې د سپېڅلو نذرانو په ډول د څښتن کور ته راوړل کیږي، یعنې هغه پیسې چې په سر شمېرنه کې راټولیږي، هغه چې د شخصي نذرونو څخه تر لاسه کیږي او هغه پیسې چې په داوطلبانه توګه راوړل کیږي.

5. هر یو کاهن به پیسې اخلي او د اړتیا له مخې به یې د څښتن د کور په بیاجوړونې کې کاروي.>

6. د یوآش د پاچاهۍ درویشتم کال ورسېد خو کاهنانو لا هم د څښتن د کور ترمیم نه ؤ ترسره کړی.

7. نو یوآش، یهویاداع او نور کاهنان راوغوښتل او ورته ویې ویل: <تاسو ولې په دې پیسو باندې د څښتن د کور د بیاجوړونې کار نه کوئ؟ نورې پیسې مه اخلئ. له هغو څخه باید یواځې په بیاجوړونې کې کار واخیتسل شي.>

8. کاهنانو دا خبره ومنله چې نه به نور د خلکو څخه پیسې راټولوي او نه به هم د څښتن د کور د بیاجوړونې مسؤولیت په غاړه اخلي.

9. یهویاداع د لرګي یو صندوق راپیدا کړ، د هغه سر یې سوری کړ او د قربانۍ د ځای ښي خواته یې کېښود چېرته چې خلک د څښتن کور ته ننوتل. کله چې چا به د څښتن د کور دپاره پیسې ورکولې، هغو کاهنانو چې د دروازې ساتنه کوله پیسې به یې په دې صندوق کې اچولې.

10. چې کله به صندوق د پیسو څخه ډک شو، د پاچا منشي او مشر کاهن به دا پیسې شمېرلې او په کڅوړو کې به یې تړلې.

11. بیا به یې هغو خلکو ته ورکولې، چې د څښتن د کور د بیاجوړونې د کار څارنه یې کوله. ځینې پیسې به معمارانو ته ورکول کېدې، ځینې به ترکاڼانو ته ورکول کېدې،

12. ځینې به د تیږو پرېکوونکو ته ورکول کېدې او ځینې پیسې به خټګرانو ته ورکول کېدې. په ځینو پیسو باندې به لرګي او تیږې اخیستل کېدل او ځینې به د څښتن د کور د بیاجوړونې په نورو لګښتونو باندې لګېدلې.

13. هغه پیسې چې د څښتن د کور دپاره ورکړل شوې وې هغه د سپینو زرو د کاسو په جوړولو، د پلتو په پاکوونکو، د شیندلو په کاسو، په سرنیو یا د سرو یا د سپینو زرو په شیانو باندې نه مصرفېدلې.

14. هغه یواځې د بیاجوړونې په کار باندې مصرفېدې.

15. د کارونو مسؤولان صادق سړي وو، نو دې ته اړتیا نه وه چې د هغوی څخه د پیسو حساب وغوښتل شي.

16. کومې پیسې چې د تاوان او ګناه د نذرانو په نامه ورکول کېدې د څښتن د کور دپاره نه، بلکې دا پیسې یواځې د کاهنانو دپاره وې.

17. په هماغه وخت کې د سوریې پاچا حزاییل د جت په ښار باندې برید وکړ او هغه یې ونیو. بیا هغه پرېکړه وکړه چې په اورشلیم باندې برید وکړي.

18. نو یوآش، د خپلو ځانګړو سوغاتونو په شمول، هغه ټول شیان راټول کړل چې د هغه پلار او نیکونو، یعنې اخزیا، یهوشافاط او یهورام څښتن ته وقف کړي وو او پرته له دې هغه سپین او سره زر چې د څښتن د کور او د ماڼۍ په خزانو کې وو. هغه دا ټول حزاییل ته د سوغات په توګه ورولېږل او کله چې حزاییل دا تر لاسه کړل، خپل لښکرو ته یې حکم ورکړ چې اورشلیم پرېږدي.

19. د یوآش د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

20. د هغه د پاچاهۍ په پای کې د هغه ځینې درباریان د ده په مقابل کې یاغي شول. یوآش یې د اورشلیم په ختیځ کې هغې لارې ته نژدې چې سلې ته تللې وه د ملو په کور کې په قتل ورساوه.

21. د هغو قاتلانو نومونه دا دي: د شمعت زوی یوزاکار او د شومیر زوی یهوزاباد.یوآش د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی امصیا د هغه په ځای پاچا شو.

About دوهم پادشاهان Chapter 12

Read دوهم پادشاهان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پادشاهان Chapter 12?

دوهم پادشاهان Chapter 12 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-پادشاهان

  1. دوهم پادشاهان Chapter 7
  2. دوهم پادشاهان Chapter 5
  3. دوهم پادشاهان Chapter 4
  4. دوهم پادشاهان Chapter 21
  5. دوهم پادشاهان Chapter 17
  6. دوهم پادشاهان Chapter 8
  7. دوهم پادشاهان Chapter 20

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 15
  2. اول سموئیل Chapter 6
  3. زبور Chapter 114
  4. پیدایښت Chapter 16
  5. دوهم تواریخ Chapter 28
  6. نحمیا Chapter 3
  7. شمېر Chapter 36

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 43
  2. متلونه Chapter 12
  3. زبور Chapter 35
  4. دوهم پادشاهان Chapter 18
  5. مرثیې Chapter 4
  6. ایوب Chapter 25
  7. متلونه Chapter 19
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *