پیدایښت Chapter 13

For English

Read پیدایښت Chapter 13 Online

Read پیدایښت Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 13

فصل 13

1. حضرت ابرام د خپلې ښځې او خپلو ټولو شیانو سره چې درلودل یې د مصر څخه د کنعان جنوبي خواته لاړ او حضرت لوط د هغه سره لاړ.

2. حضرت ابرام شتمن سړی ؤ او هغه ډېر حیوانات، سره زر او سپین زر درلودل.

3. هغه یو ځای او بل ځای ګرځېده او د بیت ئیل طرف ته لاړ. او هغه ځای ته ورسېده چې د بیت ئیل او عای ترمنځ پروت دی او حضرت ابرام پخوا هلته خپلې خېمې ودرولې وې.

4. چېرته چې هغه د قربانۍ ځای جوړ کړی ؤ، هلته هغه د څښتن عبادت وکړ.

5. او حضرت لوط هم چې د حضرت ابرام سره ؤ د پسونو او وزو رمې او پادې او خېمې درلودلې.

6. په دې خاطر چې هغوی دواړو ډېر زیات حیوانات درلودل او د هغوی دپاره په کافي اندازه د څړځایونه نه وو، نو دوی نه شو کولی چې دواړه یوځای سره واوسیږي.

7. نو د حضرت ابرام او حضرت لوط د شپانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه. په هغه وخت کې کنعانیان او فرزیان هم په دې خاوره کې اوسېدل.

8. نو حضرت ابرام لوط ته وفرمایل: <زما او ستا، یا زما د شپانو او ستا د شپانو ترمنځ باید شخړه نه وي، ځکه چې مونږ یو د بل سره ورونه یو.

9. نو بیا راځئ چې سره جدا شو. د ځمکې هره برخه چې ته غواړې هغه انتخاب کړه. ته یو خوا لاړ شه او زه به بلې خواته لاړ شم.>

10. حضرت لوط شاوخوا ته وکتل او د اردن ټوله دره یې ولیدله چې د سوغر پورې لکه د څښتن د باغ او مصر په شان شنه وه. دا هغه وخت ؤ چې څښتن لا سدوم او عموره له منځه نه وو وړي.

11. نو حضرت لوط د اردن ټوله دره د خپل ځان دپاره خوښه کړه او د لمرخاته خواته یې کډه وکړه. په دې ډول هغوی یو د بل څخه بېل شول.

12. حضرت ابرام د کنعان په خاوره کې پاتې شو او حضرت لوط د هغو ښارونو په منځ کې چې په دره کې پراته وو ځای په ځای شو او سدوم ته نژدې یې خېمې ودرولې.

13. د سدوم خلک ډېر بدکاره وو او د څښتن په مقابل کې یې ډېر سخت ګناهونه کول.

14. د حضرت ابرام څخه د حضرت لوط له جدا کېدلو وروسته څښتن حضرت ابرام ته وفرمایل: <اوس دې خپلې سترګې پورته کړه او د هغه ځای څخه چې ته په کې یې، شمال، جنوب، لمرخاته او لمرپرېواته خواته وګوره.

15. دا ټوله ځمکه چې ته یې وینې زه به یې تا او ستا اولادې ته درکړم او دا به تر ابده پورې ستاسو وي.

16. زه به تاته دومره زیاته اولاده درکړم چې د خاورو د ذرو په شان وي چې څوک یې نه شي شمارلی.

17. اوس لاړ شه او ټول هېواد وګوره، ځکه چې هغه ټول تاته درکوم.>

18. نو حضرت ابرام خپلې خېمې واخیستلې او د ممري لویو ونو ته نژدې چې په حبرون کې دي ځای په ځای شو او په هغه ځای کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.

About پیدایښت Chapter 13

Read پیدایښت Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 13
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 13?

پیدایښت Chapter 13 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 5
  2. پیدایښت Chapter 15
  3. زبور Chapter 125
  4. حزقیال Chapter 23
  5. خروج Chapter 22
  6. زبور Chapter 49
  7. ارمیا Chapter 31

Related Chapters & Readings

  1. دانیال Chapter 4
  2. زبور Chapter 18
  3. عاموس Chapter 1
  4. اول پادشاهان Chapter 12
  5. فلیپیانو ته Chapter 1
  6. دوهم سموئیل Chapter 24
  7. یوحنا Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *