Read پیدایښت Chapter 46 Online
Read پیدایښت Chapter 46 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 46
فصل 46
1. حضرت یعقوب چې هرڅه درلودل هغه یې واخیستل او بئرشبع ته لاړ او هلته یې د خپل پلار حضرت اسحاق خدای ته قرباني وړاندې کړه.
2. خدای پاک د حضرت یعقوب سره د شپې په رویا کې خبرې وکړې او ویې فرمایل: <ای یعقوبه، ای یعقوبه!>هغه ځواب ورکړ: <زه حاضر یم.>
3. هغه وفرمایل: <زه خدای یم، ستا د پلار خدای. مصر ته د تللو څخه مه وېرېږه، ځکه چې هلته به ستا څخه یو لوی قوم جوړ کړم.
4. زه به ستا سره مصر ته لاړ شم او په یقین سره به ستا اولاده بېرته دې وطن ته راولم. کله چې ته مړ شوې نو یوسف به دې ښخ کړي.>
5. نو حضرت یعقوب د بئرشبع څخه روان شو. د هغه زامنو خپل پلار حضرت یعقوب، خپل اولادونه او خپلې ښځې واخیستلې او په هغو ګاډیو کې یې سپرې کړلې چې فرعون د هغوی د راوستلو دپاره لېږلې وې.
6. همدارنګه هغوی خپل حیوانات او شتمني چې په کنعان کې یې ګټلي وو واخیستل او حضرت یعقوب او د هغه ټوله اولاده مصر ته لاړل.
7. نو هغه د ځان سره خپل زامن، لمسیان، خپلې لورګانې، لمسیانې او خپله ټوله اولاده مصر ته بوتلل.
8. د حضرت یعقوب د کورنۍ غړي چې د هغه سره مصر ته راغلل دا دي: د حضرت یعقوب مشر زوی روبین.
9. د روبین زامن: حنوک، فلو، حصرون او کرمي.
10. شمعون او د هغه زامن: یموئیل، یامین، اوحد، یاکین، صوحر او شائول د کنعانۍ ښځې زوی.
11. لاوي او د هغه زامن: جرشون، قهات او مراري.
12. یهودا او د هغه زامن: عیر، اونان، شیله، فارص او زارح. (مګر عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو.) د فارص زامن حصرون او حامول وو.
13. یساکار او د هغه زامن: تولاع، فوه، یوب او شمرون.
14. زبولون او د هغه زامن: سارد، ایلون او یاحلئیل.
15. دا د لیه زامن وو چې په بین النهرین کې یې حضرت یعقوب ته وزېږول چې په هغو کې د هغې لور دینه هم شامله وه. د لیه د اولادې ټول شمېر دري دېرش تنه وو.
16. جاد او د هغه زامن: صفیون، حجي، شوني، اصبون، عیري، ارودي او ارئیلي.
17. اشیر او د هغه زامن: یمنه، یشوه، یشوي، بریعه او د هغوی خور سارح وه. او د بریعه زامن حابر او ملکیئیل وو.
18. دغه شپاړس تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د زلفې څخه پیدا شوي وو او زلفه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور لیه ته ورکړې وه.
19. د حضرت یعقوب د ښځې راحیل زامن: حضرت یوسف او بنیامین.
20. په مصر کې د اون د کاهن لور اسنات حضرت یوسف ته منسي او افرایم وزېږول.
21. بنیامین او د هغه زامن: بالع، باکر، اشبیل، جیرا، نعمان، ایحي، رش، مفیم، حفیم او آرد.
22. دغه څوارلس تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د راحیل څخه پیدا شوي وو.
23. دان او د هغه زوی حوشیم.
24. نفتالي او د هغه زامن: یحصئیل، جوني، یصر او شلیم.
25. دغه اووه تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د بلهې څخه پیدا شوي وو او بلهه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور راحیل ته ورکړې وه.
26. د هغو نفرو شمېر چې په خپله د حضرت یعقوب د نسل څخه وو او د هغه سره مصر ته تللي وو ټول شپږشپېته تنه وو چې په هغو کې د حضرت یعقوب د زامنو ښځې شاملې نه وې.
27. د حضرت یوسف زامن چې په مصر کې پیدا شول دوه تنه وو. نو د حضرت یعقوب د کورنۍ غړي چې مصر ته تللي وو ټول اویا تنه وو.
28. حضرت یعقوب یهودا د ځان څخه مخکې حضرت یوسف ته ولېږه چې د جوشن لاره ورته وروښایي. کله چې هغوی د جوشن سیمې ته ورسېدل،
29. حضرت یوسف خپله جنګي ګاډۍ تیاره کړه او جوشن ته د خپل پلار د لیدلو دپاره روان شو او څنګه چې یې هغه ولیده په غېږ کې یې ونیوه او ډېر یې وژړل.
30. حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <اوس زه مرګ ته تیار یم، ځکه چې ته مې ولیدلې او پوه شوم چې تر اوسه پورې ژوندی یې.>
31. نو بیا حضرت یوسف خپلو ورونو او د خپل پلار کورنۍ ته وفرمایل: <زه ځم او د فرعون سره خبرې کوم او ورته به ووایم چې زما ورونه او زما د پلار ټوله کورنۍ چې په کنعان کې اوسېدل ماته راغلي دي.
32. دا خلک شپانه دي او حیوانات ساتي او خپلې رمې، پادې او هرڅه چې یې درلودل له ځان سره یې راوړي دي.
33. کله چې فرعون تاسو راوغواړي او پوښتنه درڅخه وکړي چې تاسو څه کسب کوئ،
34. نو تاسو باید ځواب ورکړئ چې مونږ د هلکتوب څخه د خپلو نیکونو په شان تر اوسه پورې حیوانات ساتو. نو بیا به تاسو ته اجازه درکړي چې د جوشن په سیمه کې واوسېږئ. حضرت یوسف دا خبره په دې خاطر وکړه چې مصریان د شپانو څخه کرکه کوي.>
About پیدایښت Chapter 46
Read پیدایښت Chapter 46 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 46
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 46 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 46?
پیدایښت Chapter 46 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 46 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 21
- زبور Chapter 129
- زبور Chapter 111
- ارمیا Chapter 6
- زبور Chapter 140
- اشعیا Chapter 34
- ارمیا Chapter 20