پیدایښت Chapter 28

For English

Read پیدایښت Chapter 28 Online

Read پیدایښت Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 28

فصل 28

1. حضرت اسحاق یعقوب راوغوښت، هغه ته یې برکت ورکړ او حکم یې ورته وکړ: <د کنعانۍ ښځې سره واده ونه کړې.

2. همدا اوس بین النهرین ته د خپل نیکه بتوئیل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابان د لورګانو څخه خپل ځان ته ښځه وکړه.

3. مطلق قادر خدای دې تاته برکت درکړي او تاته دې ډېر اولادونه درکړي ترڅو ستا څخه ډېر قومونه پیدا شي.

4. هغه دې تا او ستا اولادې ته د حضرت ابراهیم په شان برکت درکړي او د هغې ځمکې خاوند شې چې خدای پاک حضرت ابراهیم ته ورکړې ده او ته په کې اوس د یو پردي په شان اوسېږې.>

5. نو حضرت اسحاق یعقوب ولېږه او هغه بین النهرین ته د بتوئیل ارامي زوی د حضرت یعقوب او عیسو د مور ربکا ورور لابان ته ورغی.

6. عیسو پوه شو چې حضرت اسحاق یعقوب ته برکت ورکړ او هغه یې بین النهرین ته ولېږه چې په هغه ځای کې ځان ته ښځه وکړي. هغه په دې هم پوه شو چې کله حضرت اسحاق هغه ته برکت ورکاوه، هغه ته یې حکم وکړ چې د کنعانۍ ښځې سره به واده نه کوي.

7. هغه خبر شو چې حضرت یعقوب د خپل مور او پلار اطاعت وکړ او بین النهرین ته لاړ.

8. عیسو په دې پوهېده چې د هغه پلار حضرت اسحاق کنعانۍ ښځې نه خوښوي.

9. نو هغه د حضرت ابراهیم زوی حضرت اسماعیل ته لاړ او سره له دې چې نورې ښځې یې هم درلودلې د حضرت اسماعیل د لور محلت سره یې چې د نبایوت خور وه واده وکړ.

10. حضرت یعقوب د بئرشبع څخه حران ته روان شو.

11. څه وخت چې نوموړی یو ځای ته ورسېده لمر پرېوتی ؤ. هغه د شپې هلته پاتې شو او یوه تیږه یې راواخیستله، د خپل سر لاندې یې کېښودله او په هغه ځای کې ویده شو.

12. هغه په خوب کې یوه زینه ولیده چې په ځمکه باندې ولاړه وه او سر یې اسمان ته رسېده او د خدای پاک فرښتې په هغې باندې ښکته او پورته تللې.

13. څښتن د حضرت یعقوب په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې فرمایل: <زه څښتن یم، ستا د نیکه ابراهیم خدای او د اسحاق خدای یم. دغه ځمکه چې ته ورباندې پروت یې، تا او ستا اولادې ته به یې ورکړم.

14. ستا اولاده به د خاورو د ذرو په شان زیاته کړم او تاسو به د خپل هېواد لمرپرېواته، لمرخاته، شمال او جنوب خواته خپاره شئ او د دنیا ټول قومونه به ستا او ستا د اولادې په وسیله برکت مومي.

15. زه به ستا سره مل یم او هرچېرته چې ځې زه به تا ساتم او بېرته به دې دې وطن ته راولم. تر هغې پورې به زه تا پرېنږدم ترڅو مې هغه ټول کارونه نه وي کړي چې تا سره مې وعده کړې وه.>

16. کله چې حضرت یعقوب له خوبه راویښ شو ویې فرمایل: <څښتن په دې ځای کې دی خو زه په دې پوه نه وم.>

17. هغه ووېرېده او ویې فرمایل: <دا څومره وېروونکی ځای دی. په رښتیا سره دا د خدای پاک کور دی او دا د اسمان دروازه ده.>

18. سهار وختي حضرت یعقوب هغه تیږه چې هغه د خپل سر لاندې ایښې وه راواخیستله او د یادګار په توګه یې ودروله او د هغې په سر یې د زیتون تېل واچول.

19. هغه دا ځای د بیت ئیل په نوم یاد کړ. مګر پخوا د هغه ښار نوم لوز ؤ.

20. بیا حضرت یعقوب نذر کېښود ویې فرمایل: <که چېرې خدای پاک زما سره مل وي او په دې سفر کې چې زه روان یم ما وساتي او ډوډۍ او کالي راته راکړي

21. ترڅو په خیر سره بېرته د خپل پلار کور ته ورستون شم، نو بیا به ته زما خدای یې.

22. او دغه تیږه چې ما د یادګار په توګه ودرولې ده هغه به د خدای پاک کور شي او هرڅه چې ماته یې راکوې د هغو لسمه برخه به تاته درکوم.>

About پیدایښت Chapter 28

Read پیدایښت Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 28
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 28?

پیدایښت Chapter 28 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 9
  4. پیدایښت Chapter 10
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. واعظ Chapter 7
  2. پیدایښت Chapter 37
  3. صفنیا Chapter 1
  4. اشعیا Chapter 55
  5. زبور Chapter 79
  6. اول تواریخ Chapter 29
  7. اشعیا Chapter 46

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 20
  2. نحمیا Chapter 2
  3. زبور Chapter 141
  4. لاویان Chapter 22
  5. تثنیه Chapter 21
  6. دوهم تیموتاوس Chapter 3
  7. مکاشفه Chapter 22
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *