پیدایښت Chapter 7

For English

Read پیدایښت Chapter 7 Online

Read پیدایښت Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 7

فصل 7

1. څښتن حضرت نوح ته وفرمایل: <د خپلې ټولې کورنۍ سره کشتۍ ته ننوزه، ځکه چې په ټوله دنیا کې مې یوازینی سړی ته ولیدلې چې نېک کارونه کوې.

2. د ټولو پاکو حیواناتو څخه اووه، اووه جوړې نر او ښځه او د ناپاکو حیواناتو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره واخله.

3. او همدارنګه د هر قسم مرغانو څخه اووه جوړې نر او ښځه واخله ترڅو د هغوی نسل د ځمکې په مخ باندې ژوندی پاتې شي.

4. ځکه چې زه به پس له اووه ورځو څخه په ځمکه باندې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې باران واوروم او ټول ژوندي مخلوقات چې ما جوړ کړي دي هغه به له منځه یوسم.>

5. حضرت نوح هغه ټول کارونه سرته ورسول چې خدای پاک ورته حکم کړی ؤ.

6. حضرت نوح د شپږسوه کالو په عمر ؤ چې په ځمکه باندې سیلاب راغی.

7. حضرت نوح او د هغه زامن او ښځه او د زامنو ښځې یې د سیلاب څخه د بچ کېدلو په خاطر کشتۍ ته ننوتل.

8. ‏-

9. لکه څنګه چې خدای پاک حضرت نوح ته حکم کړی ؤ، د پاکو او ناپاکو حیواناتو څخه او د مرغانو او خزندو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه حضرت نوح ته راغلل او کشتۍ ته ورننوتل.

10. نو پس له اووه ورځو سیلاب راغی.

11. حضرت نوح شپږسوه کلن ؤ او د دوهمې میاشتې په اوولسمه ورځ د ځمکې لاندې ژورو ځایونو څخه اوبه راووتلې او د اسمان دروازې خلاصې شوې.

12. څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې په ځمکه باندې باران واورېده.

13. او په هماغه ورځ حضرت نوح او د هغه زامن، سام، حام او یافث او د حضرت نوح ښځه او د هغه د زامنو درې ښځې کشتۍ ته ورننوتل.

14. د هغوی سره د هر قسم کورني او وحشي حیواناتو، خزندو او د هر قسم مرغانو

15. یعنې د ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه حضرت نوح ته راغله او کشتۍ ته ننوتل.

16. لکه څنګه چې خدای پاک حکم کړی ؤ، هغوی د هر ژوندي مخلوق څخه نر او ښځه ننوتل. نو څښتن د هغوی پسې دروازه وتړله.

17. باران څلوېښت ورځې واورېد او اوبه د ځمکې په مخ زیاتې شوې او کشتۍ یې پورته کړه او د ځمکې څخه اوچته شوه.

18. اوبه ډېرې پورته شوې او کشتۍ د اوبو په مخ باندې روانه شوه.

19. اوبه تر دې اندازې زیاتې شوې چې تر اسمان لاندې ټول لوړ غرونه یې پټ کړل.

20. اوبه د غرونو د څوکو څخه اووه متره اوچتې شوې.

21. د ځمکې په مخ هر ژوندی موجود یعنې کورني او وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او انسانان ټول مړه شول.

22. د ځمکې په مخ ټول ساه لرونکي مړه شول.

23. څښتن د ځمکې په مخ ټول ژوندي مخلوقات، انسانان او حیوانات، خزندې او مرغان له منځه یوړل او یوازې حضرت نوح او هغوی چې په کشتۍ کې د هغه سره وو، پاتې شول.

24. اوبه یوسلو پنځوس ورځې وروسته مخ په کمېدلو شوې.

About پیدایښت Chapter 7

Read پیدایښت Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 7?

پیدایښت Chapter 7 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 9
  4. پیدایښت Chapter 10
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. لاویان Chapter 2
  2. زبور Chapter 108
  3. قاضیان Chapter 7
  4. هوشع Chapter 2
  5. اشعیا Chapter 16
  6. دوهم سموئیل Chapter 9
  7. ایوب Chapter 19

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 12
  2. عبرانیانو ته Chapter 1
  3. دوهم تواریخ Chapter 1
  4. قاضیان Chapter 5
  5. خروج Chapter 34
  6. زبور Chapter 49
  7. اعمال رسولان Chapter 26
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *