زکریا Chapter 1

For English

Read زکریا Chapter 1 Online

Read زکریا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

زکریا 1

فصل 1

1. د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،

2. ”ستاسو پلار نيکۀ ته مالِک خُدائ ډېر غصه وو.

3. نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

4. د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

5. خو ستاسو پلار نيکۀ اوس چرته دى؟ ولې هغوئ او پېغمبران به تر ابده ژوندى وى څۀ؟

6. خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“

7. د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوولسمې مياشتې په څليريشتمه ورځ چې د شيباط مياشت وه، د مالِک خُدائ کلام زکرياه د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،

8. په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.

9. ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“

10. بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“

11. او هغوئ د مالِک خُدائ فرښتې ته خبر ورکړو، څوک چې د سر درو ونو په مينځ کښې ولاړه وه، ”مونږ په ټوله دُنيا کښې ګشت وکړو او پته راته ولګېده چې ټوله دُنيا په آرام او امن کښې ده.“

12. بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“

13. نو مالِک خُدائ په رحم او نرم لفظونو هغه فرښتې سره خبرې وکړې چا چې ما سره خبرې کولې.

14. بيا هغه فرښتې چا چې ما سره خبرې کولې راته يې وفرمائيل، ”د دې کلام اعلان وکړه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، زۀ په يروشلم او صيون ډېر زيات غېرت کوم.

15. خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو.

16. په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

17. نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“

18. بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور ښکرونه وُو.

19. ما تپوس وکړو، د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا هغه ښکرونه دى چې يهوداه، اِسرائيل او يروشلم يې خوارۀ وارۀ کړى دى.“

20. بيا مالِک خُدائ ما ته څلور لوهاران وښودل.

21. ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”دا څلور کسان د څۀ دپاره راروان دى؟“ نو فرښتې جواب راکړو، ”دا څلور ښکرونه هغه قومونه دى چې يهوداه يې عاجز او تس نس کړو. نو اوس دا لوهاران راغلى دى چې دا قومونه ويروى او راښکته يې کړى او د هغوئ کبر ختم کړى.“

About زکریا Chapter 1

Read زکریا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: زکریا
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading زکریا Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is زکریا Chapter 1?

زکریا Chapter 1 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete زکریا Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زکریا

  1. زکریا Chapter 10
  2. زکریا Chapter 9
  3. زکریا Chapter 2
  4. زکریا Chapter 14
  5. زکریا Chapter 4
  6. زکریا Chapter 3
  7. زکریا Chapter 12

Explore More from زوړ عهد

  1. خروج Chapter 18
  2. زبور Chapter 37
  3. زبور Chapter 72
  4. قاضیان Chapter 18
  5. عزرا Chapter 4
  6. ارمیا Chapter 9
  7. متلونه Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. مکاشفه Chapter 10
  2. اشعیا Chapter 43
  3. زبور Chapter 105
  4. حبقوق Chapter 3
  5. تثنیه Chapter 27
  6. اول پادشاهان Chapter 3
  7. فلیپیانو ته Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *