Read ایوب Chapter 4 Online
Read ایوب Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 4
فصل 4
1. بيا تيمانى اليفز په جواب کښې ووئيل،
2. ”کۀ څوک تا ته يوه خبره وکړى نو تۀ به خفه کېږې څۀ؟ خو د خبرو نه څوک ځان منع کولے شى؟
3. ګوره، تا ډېرو خلقو ته ښودنه کړې ده، تا کمزورى لاسونه تکړه کړى دى.
4. ستا ډاډګيرنې خلق په خپلو پښو ودرولى دى. کوم خلق چې په غورزېدو وُو هغوئ يې نېغ کړى دى.
5. خو اوس مصيبت په تا باندې راغلے دے او تۀ وارخطا يې، چې دا تا له درنزدې شى نو تۀ پرېشانه شې.
6. ستا اعتماد د خُدائ پاک يره نۀ ده څۀ، او ستا نېک عمل تا له اُميد نۀ درکوى؟
7. اوس دا سوچ وکړه، داسې څوک شته چې بېګناه وى او تباه شى؟ او داسې څوک صادق شته چې تباه شوے وى؟
8. چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بېاِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے.
9. د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.
10. بدعمله د ازمرى په شان غړمبيږى، خو خُدائ پاک هغوئ غلى کوى او غاښونه يې ماتوى.
11. لکه چې تکړه ازمرے د ښکار د کمى په وجه هلاکيږى، او د دې واړۀ بچى خوارۀ وارۀ شى.
12. اوس ما ته پټ پټ يو خبر راغلو، او زما غوږُونو ته د دې غلے شان آواز راغلو.
13. په نيمه شپه ما يو يروونکے خوب وليدو، دا په هغه وخت وو چې خلق په دروند خوب اودۀ وُو،
14. يره او لړزان په ما باندې راغلل، چې دې زما ټول بدن وخوځولو.
15. يو روح زما په وړاندې تېر شو او زما په بدن وېښتۀ نېغ ودرېدل.
16. هغه روح ولاړ وو، خو ما ته پته نشته چې دا څۀ وُو. زما د سترګو په وړاندې يو شکل وو، هر څۀ خاموش وُو، بيا ما يو آواز واورېدو،
17. ولې انسان کولے شى چې د خُدائ پاک په وړاندې صادق شى څۀ؟ ولې انسان د خالِق نه زيات پاک کېدے شى څۀ؟
18. تر دې پورې چې هغه په خپلو خِدمتګارانو باندې هم اعتماد نۀ کوى، او هغه د خپلو فرښتو کار ته هم غلط وائى،
19. نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.
20. سحر روغ وى او ماښام مړ شى. او څوک هم پرې خبر نۀ شى او د تل دپاره تباه شى.
21. د هغوئ نه خپل ټول مال اخستے شوے دے، هغوئ په جاهليت مړۀ شى.
About ایوب Chapter 4
Read ایوب Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 4?
ایوب Chapter 4 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 11
- ایوب Chapter 39
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 1
- ایوب Chapter 42
- ایوب Chapter 41
Explore More from زوړ عهد
- اشعیا Chapter 62
- عاموس Chapter 2
- اول تواریخ Chapter 8
- زکریا Chapter 10
- لاویان Chapter 26
- ارمیا Chapter 45
- زبور Chapter 8