Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 2 Online
Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تسالونیکیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تسالونیکیانو ته 2
فصل 2
1. ای خویندو او ورونو! تاسو خپله پوهېږئ چې تاسو ته زمونږ راتلل بې ګټې نه وو.
2. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې په فیلیپي کې زمونږ سره بد سلوک شوی ؤ او سپکاوی مو شوی ؤ، خو د سختو مخالفتونو سره خدای مونږ ته جرات راکړ چې د هغه زېری تاسو ته درورسوو.
3. ځکه چې ستاسو څخه زمونږ غوښتنه د کوم غلط او ناپاکه نیت له مخې نه ده او نه د چا د غولولو هڅه کوو.
4. بلکې مونږ د هغو کسانو په توګه خبرې کوو چې خدای د دې دپاره وړ وګڼل چې زېری راته وسپاري. نو مونږ د انسانانو د خوشحالولو هڅه نه کوو، بلکې د هغه خدای د خوشحالولو هڅه کوو چې زمونږ زړونه ازمایي.
5. تاسو پوهېږئ چې مونږ هېڅکله چاته غوړه مالي نه ده کړې او خدای زمونږ شاهد دی چې زمونږ خبرې د حرص له مخې نه وې.
6. مونږ د هېچا څخه نه دي غوښتي چې زمونږ صفت وکړي، نه ستاسو څخه او نه هم د نورو څخه،
7. که څه هم مونږ کولای شول چې د مسیح د رسولانو په توګه ستاسو څخه کومه غوښتنه وکړو. خو مونږ ستاسو په منځ کې د داسې نرمۍ څخه کار واخیست لکه یوه مور چې په خپل تي رودونکي ماشوم باندې پام کوي.
8. مونږ ستاسو سره دومره مینه وکړه چې نه یوازې دا چې د خدای زېری تاسو ته درورسوو، بلکې دې ته تیار وو چې ستاسو دپاره د خپلو ځانونو څخه هم تېر شو، ځکه چې تاسو په مونږ باندې ډېر ګران وئ.
9. ای خویندو او ورونو! تاسو ته په یادې دي چې مونږ به شپه او ورځ کار کاوه او زحمت به مو ویسته، ترڅو تاسو ته د خدای د زېري اورولو په وخت کې په تاسو کې په هېچا باندې بار ونه اوسو.
10. تاسو خپله شاهدان یئ او خدای هم شاهد دی چې زمونږ چلند تاسو ایماندارانو سره څنګه پاک، صادقانه او سم ؤ.
11. تاسو پوهېږئ چې مونږ تاسو هر یو سره داسې سلوک کړی دی لکه څنګه چې یو پلار یې د خپلو اولادونو سره کوي.
12. مونږ به ستاسو څخه غوښتنه کوله، او تاسو به مو هڅولئ، او قوت به مو درکاوه، ترڅو داسې ژوند وکړئ چې خدای ته د منلو وړ وي، ځکه چې هغه تاسو ته بلنه درکوي چې د هغه په پاچاهۍ او جلال کې شریک شئ.
13. نو مونږ د دې دپاره هم تل د خدای شکر کوو چې کله تاسو د خدای کلام زمونږ د خولې څخه واورېد، نو هغه مو د انسان د کلام په توګه نه بلکې د خدای د کلام په توګه قبول کړ، چې په رښتیا هم همداسې ده، او دا کلام اوس په تاسو ایماندارانو کې کار کوي.
14. ای خویندو او ورونو! ستاسو سره هغه څه وشول لکه څنګه چې په یهودیه کې د خدای په کلیساګانو چې د عیسی مسیح په نورو پیروانو باندې وشول، ځکه چې تاسو د خپلو وطنوالو له خوا هماغه تکلیفونه ولیدل کوم چې هغوی د یهودیانو له خوا لیدلي وو،
15. یعنې هغو یهودیانو چې هم یې څښتن عیسی او هم یې پیغمبران ووژل او مونږ یې هم وشړلو. هغوی هم خدای خفه کوي او هم د ټولو انسانانو سره دښمني کوي.
16. هغوی کوښښ وکړ چې مونږ پرېنږدي چې غیریهودیانو ته هغه پیغام ورسوو چې د هغوی د خلاصون سبب کیږي. هغوی په دې کار خپل ګناهونه وروستني حد ته رسوي. خو په پای کې به هغوی د خدای په غضب اخته شي.
17. خویندو او ورونو! کله چې مونږ ستاسو نه د لږ وخت دپاره بېل کړای شوي وو، البته په جسماني توګه، نه د زړه څخه. نو په ډېر شوق سره مو کوښښ وکړ چې یوځل بیا تاسو ووینو.
18. ځکه چې مونږ غوښتل ستاسو خواته راشو او ما پولوس څو څو ځلې کوښښ وکړ چې راشم، خو شیطان زمونږ مخه ونیوله.
19. خو کله چې زمونږ څښتن عیسی بېرته راځي، نو د هغه په حضور کې به زمونږ دپاره کومه هیله، خوشحالي او د ویاړ تاج وي؟ ایا هغه تاسو نه یئ؟
20. په رښتیا چې تاسو زمونږ ویاړ او خوشحالي یئ.
About اول تسالونیکیانو ته Chapter 2
Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تسالونیکیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تسالونیکیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تسالونیکیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تسالونیکیانو ته Chapter 2?
اول تسالونیکیانو ته Chapter 2 is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تسالونیکیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تسالونیکیانو-ته
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 1
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 4
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 5
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 25
- مرقس Chapter 9
- متی Chapter 5
- رومیانو ته Chapter 15
- لوقا Chapter 21
- اول قرنتیانو ته Chapter 7
- اعمال رسولان Chapter 8