تثنیه Chapter 30

For English

Read تثنیه Chapter 30 Online

Read تثنیه Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 30

فصل 30

1. تاسو ته مې اوس د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکړی دی. کله چې په تاسو باندې دا ټولې پېښې وشي او تاسو د هغو قومونو په منځ کې ژوند وکړئ چې خپل څښتن خدای هلته شړلي یاست، نو زما هغه خبره به در په یاده شي.

2. که چېرې تاسو او ستاسو اولاده بېرته څښتن ته رجوع وکړئ او د زړه له کومي د هغه د ټولو امرونو چې نن یې درکوم اطاعت وکړئ،

3. بیا به خپل څښتن خدای په تاسو باندې رحم وکړي. هغه به تاسو د هغو قومونو څخه چې تاسو یې په کې خپاره کړي یاست بېرته راولي او بېرته به مو خوشبخته کړي.

4. حتیٰ که تاسو د دنیا په بل سر کې هم اوسئ، ستاسو څښتن خدای به تاسو راپیدا کړي او بېرته به مو راولي،

5. ترڅو ستاسو اولاده بیا هغه خاوره ترلاسه کړي چې یو وخت د هغوی نیکونه په کې اوسېدل. هغه به ستاسو اولاده د خپلو نیکونو څخه نوره هم خوشبخته او زیاته کړي.

6. تاسو او ستاسو اولادې ته به خپل څښتن خدای منونکي زړونه درکړي ترڅو د زړه له کومي د هغه سره مینه وکړئ او په هغه خاوره کې خپل ژوند وکړئ.

7. هغه به دا ټول لعنتونه ستاسو په دښمنانو باندې چې ستاسو څخه یې کرکه کوله او تاسو یې ځورولئ راولي

8. او تاسو به بیا د څښتن او د هغه د ټولو امرونو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم.

9. څښتن به تاسو ته په خپلو ټولو کارونو کې زیات بریالیتوبونه درکړي. تاسو به ډېر اولادونه او حیوانات لرئ او ستاسو پټي به پرېمانه فصلونه کوي. هغه به ستاسو په خوشبخته کولو باندې هماغسې خوشاله وي لکه څنګه چې ستاسو د نیکونو په خوشبخته کولو باندې خوشاله ؤ،

10. مګر تاسو به مجبور یئ چې د څښتن اطاعت وکړئ او د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي. تاسو به مجبور یئ چې د زړه له کومي هغه ته رجوع وکړئ.

11. هغه امرونه چې نن یې تاسو ته درکوم په هغو باندې پوهېدل او عمل کول ډېر سخت کار نه دی.

12. هغه امرونه پورته په اسمان کې نه دي ترڅو تاسو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به پورته وخېژي چې هغه مونږ ته لاندې راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟

13. نه هغه د دریاب په بلې غاړې باندې دي ترڅو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به د دریاب څخه تېر شي چې هغه مونږ ته راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟

14. نه، هغه دلته ستاسو سره دي. په هغو باندې پوهېږئ او هغه ویلی شئ، نو تاسو باید ورباندې عمل وکړئ.

15. نن زه تاسو ته د خوشبختۍ او بدبختۍ او ژوند او مرګ د انتخابولو حق درکوم.

16. که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای امرونو ته چې زه یې نن درکوم غاړه کېږدئ، که چېرې د هغه سره مینه وکړئ، اطاعت یې وکړئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ، بیا به تاسو خوشبخته شئ او یو لوی قوم به درڅخه جوړ شي. تاسو ته به خپل څښتن خدای په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر ونیسئ برکت درکړي.

17. مګر که چېرې سرغړونه وکړئ او غوږ ورته ونه نیسئ او نور خلک تاسو بې لارې کړي او د نورو خدایانو عبادت وکړئ،

18. نو تاسو به تباه شئ. زه تاسو ته اوس همدلته خبرداری درکوم. تاسو به په هغه خاوره کې چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او ژر به یې ونیسئ ډېره موده ژوند ونه کړئ.

19. زه اوس تاسو ته د ژوند او مرګ، د خدای پاک د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکوم او زه اسمان او ځمکه د دې خبرې دپاره شاهدان نیسم چې تاسو کوم شی انتخابوئ. تاسو ژوند انتخاب کړئ ترڅو تاسو او ستاسو اولاده ژوندي پاتې شئ.

20. خپل څښتن خدای ته پوره وفادار اوسئ، د هغه سره مینه کوئ او څه چې درته فرمایي هغه کوئ. یوازې څښتن دی چې ژوندون ورکولی شي. هغه به تاسو ته په هغه خاوره کې چې ستاسو د نیکونو حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې وعده کړې ده زیات عمر درکړي.>

About تثنیه Chapter 30

Read تثنیه Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 30
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 30 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 30?

تثنیه Chapter 30 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 30 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 28
  3. تثنیه Chapter 26
  4. تثنیه Chapter 10
  5. تثنیه Chapter 5
  6. تثنیه Chapter 1
  7. تثنیه Chapter 31

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 19
  2. دوهم تواریخ Chapter 30
  3. اشعیا Chapter 10
  4. متلونه Chapter 24
  5. زکریا Chapter 11
  6. تثنیه Chapter 10
  7. یونس Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 17
  2. رومیانو ته Chapter 14
  3. عبرانیانو ته Chapter 8
  4. زبور Chapter 78
  5. متی Chapter 14
  6. متلونه Chapter 19
  7. متی Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *