Read یشوع Chapter 17 Online
Read یشوع Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یشوع 17
فصل 17
1. د ځمکې یوه برخه چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وه ځینو کورنیو ته چې د یوسف د مشر زوی منسي اولاده وه ورکړل شوه. ماخیر د جلعاد پلار ؤ او د منسي مشر زوی ؤ. ماخیر یو پوځي اتل ؤ نو د اردن د سیند په ختیځ کې د جلعاد او باشان سیمې هغه ته ورکړل شوې.
2. د اردن د سیند په لوېدیځ کې د منسي پاتې کورنیو ته ځمکه ورکړل شوه چې هغه کورنۍ دا وې: ابیعزر، هالک، اسریئیل، شکیم، حافر او شمیداع. دا د یوسف د زوی یعنې منسي نارینه اولاده وه او هغوی د کورنیو مشران وو.
3. د منسي لمسي جلعاد یو زوی درلود چې حافر نومېده. حافر یو زوی درلود چې صلفحاد نومېده او هغه هیڅ زامن نه درلودل، خو پنځه لورګانې یې درلودلې چې نومونه یې دا وو: محله، نوعه، حجله، ملکه او ترزه.
4. هغوی العازار کاهن، د نون زوی یوشع او مشرانو ته ورغلې او ویې ویل: <څښتن موسیٰ ته ویلي دي چې صلفحاد هیڅ زامن نه لري. نو د هغه هرې لور ته د ځمکې یوه برخه ورکړه.> یوشع د څښتن د امر څخه اطاعت وکړ. هغه د صلفحاد لورګانو ته د هغوی د نارینه خپلوانو په شان ځمکه ورکړه.
5. -
6. یوشع د منسي نارینه او ښځینه اولادې ته ځمکه ورکړه. په دې خاطر د منسي قبیلې د جلعاد او باشان په سیمو برسېره چې په ختیځه خوا کې وې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې لس برخې ځمکه ترلاسه کړه.
7. د منسي سیمه له اشیر څخه تر مکمیته پورې رسېده. مکمیته د شکیم په ختیځ کې وه او سرحد یې بیا جنوب خواته هغه ځای ته چې د عین تفوح خلک په کې اوسېدل رسېدلې ده.
8. د تفوح ښارګوټی د منسي او افرایم د سیمو ترمنځ په سرحد کې پروت ؤ. په خپله ښار د افرایم د قبیلې ؤ، خو د هغه شاوخوا ځمکه د منسي د قبیلې وه.
9. دا سرحد بیا ښکته د قانه خوړ ته تللی دی. کوم ښارګوټي چې د خوړ په جنوب کې وو هغه د افرایم شول، که څه هم هغه د منسي په سیمه کې وو. د منسي سرحد د خوړ په شمالي خوا باندې تېر شوی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی.
10. افرایم په جنوب کې پروت ؤ او منسي په شمال کې. د مدیترانې بحیره د هغوی لوېدیځ سرحد ؤ. اشیر په شمال لوېدیځ کې پروت ؤ او یساکار په شمال ختیځ کې.
11. د یساکار او اشیر په سیمو کې منسي بیت شان او یبلعام د هغو د شاوخوا کلیو سره او همدارنګه دور (هغه دور چې په غونډیو باندې ؤ)، عین دور، تعنک، مجدو او د هغو شاوخوا کلي ترلاسه کړل.
12. بیاهم منسیانو نه شو کولی هغه کنعانیان وشړي چې په دې ښارګوټو کې اوسېدل، نو هغوی هلته اوسېدلو ته دوام ورکړ.
13. که څه هم کله چې اسراییلیان نور هم قوي شول، کنعانیان یې په سخت کار کولو باندې مجبور کړل خو بېخي یې ونه شړل.
14. یوه ورځ د یوسف اولاده یوشع ته ورغله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <تا ولې مونږ ته له دې ځمکې څخه یوازې یوه برخه راکړې ده؟ څښتن مونږ ته همېشه برکت راکړی دی، په دې خاطر زمونږ خلک ډېر زیات دي خو دا سیمه کوچنۍ ده.>
15. یوشع په ځواب کې وویل: <که چېرې تاسو ډېر یئ او د افرایم غرنۍ سیمه ستاسو دپاره ډېره کمه وي، بیا پورته ځنګلونو ته لاړ شئ او د فرزیانو او رفائیانو په ځمکه کې د ځانونو دپاره ځمکه د ونو څخه پاکه کړئ.>
16. د یوسف اولادې په ځواب کې وویل: <زمونږ دپاره غرنۍ سیمه بس نه ده. برسېره پردې، ټول کنعانیان چې په ډاګونو کې یعنې هغوی چې په بیت شان او د هغه ځای په شاوخوا کلیو کې اوسیږي او هغه کنعانیان چې د یزرعیل په دره کې اوسیږي، هغوی ټول د اوسپنې جنګي ګاډۍ لري.>
17. یوشع د افرایم او د لوېدیځې منسي قبیلو ته وویل: <تاسو په رښتیا سره زیات او ډېر قوي یئ. تاسو ته به له یوې برخې څخه زیاته سیمه درکړل شي.
18. غرنۍ سیمه به ستاسو شي. خو هغه ځمکه یو ځنګل دی، تاسو باید ونې ووهئ او ځمکه یې پاکه کړئ او هغه په بشپړه توګه ونیسئ. که څه هم کنعانیان قوي دي او د اوسپنې جنګي ګاډۍ لري، خو تاسو به وکولی شئ چې هغوی وشړئ.>
About یشوع Chapter 17
Read یشوع Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یشوع
Chapter: 17
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یشوع Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یشوع Chapter 17?
یشوع Chapter 17 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یشوع Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from یشوع
- یشوع Chapter 20
- یشوع Chapter 19
- یشوع Chapter 12
- یشوع Chapter 18
- یشوع Chapter 17
- یشوع Chapter 15
- یشوع Chapter 5