Read زکریا Chapter 6 Online
Read زکریا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
زکریا 6
فصل 6
1. ما بيا بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور جنګى ګاډۍ د پيتلو د دوو غرونو د مينځ نه راروانې وې.
2. وړومبۍ ګاډۍ کښې سرۀ آسونه، دوېمه کښې تور آسونه وُو،
3. درېمه کښې سپين آسونه او څلورمه کښې برَګ آسونه وُو، ټول ډېر مضبوط وُو.
4. ما د هغه فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى زما مالِکه؟“
5. فرښتې راله جواب راکړو، ”دا د آسمان څلور روحونه دى، دا د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د حضور نه بهر راوتل.
6. هغه ګاډۍ چې تور آسونه يې دى د شمال مُلک طرف ته، د سپينو آسونو والا د مغرب طرف ته، او د برَګو آسونو والا د جنوب طرف ته روانه ده.“
7. کله چې هغه طاقتور آسونه بهر ووتل، نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره بېصبره وُو. او هغې وفرمائيل، ”لاړ شئ او په دُنيا کښې ګشت ولګوئ.“ نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره لاړل.
8. بيا هغې ما ته آواز وکړو چې، ”ګوره، کوم آسونه چې د شمال طرف ته روان دى هغوئ زما غصه په شمال مُلک کښې سړه کړه.“
9. بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
10. ”د جلاوطن کړے شوى خلدى، طوبياه او يدعياه نه سپين زر او سرۀ زر واخله، څوک چې د څپرکیل نه راغلى دى. هم په هغه ورځ د يوسياه د صفنياه د زوئ کور ته لاړ شه.
11. د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.
12. هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى.
13. دا هغه څوک دے چې د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى او دۀ ته به د بادشاهۍ جامې ورواغوستے شى او په تخت به کښېنى او بادشاهى به کوى. او په خوا کښې به اِمام د دۀ تخت سره ولاړ وى. او د دواړو په مينځ کښې به جوړ توړ وى.“
14. د خلدى، طوبياه، يدعياه او حين د صفنياه زوئ ته به تاج د مالِک خُدائ په کور کښې د يادګار په توګه ورکړے شى.
15. هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“
About زکریا Chapter 6
Read زکریا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: زکریا
Chapter: 6
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading زکریا Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is زکریا Chapter 6?
زکریا Chapter 6 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete زکریا Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زکریا
- زکریا Chapter 1
- زکریا Chapter 9
- زکریا Chapter 10
- زکریا Chapter 2
- زکریا Chapter 14
- زکریا Chapter 7
- زکریا Chapter 4
Explore More from زوړ عهد
- یشوع Chapter 22
- ارمیا Chapter 51
- ارمیا Chapter 12
- اشعیا Chapter 13
- ایوب Chapter 21
- پیدایښت Chapter 8
- زبور Chapter 141