اشعیا Chapter 10

For English

Read اشعیا Chapter 10 Online

Read اشعیا Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 10

فصل 10

1. په تاسو افسوس، تاسو د بې‌اِنصافۍ قانون جوړَوئ او د ظلم فتوې ورکوئ.

2. او د دې په وجه غريبانانو خلقو له موقع نۀ ورکوئ چې هغوئ ته خپل حق مِلاو شى او د هغوئ سره اِنصاف وشى. او د دې قانون په وجه کونډې ستاسو په چال کښې راګېرې شى او يتيمان لوټ کوئ.

3. د عدالت په ورځ به تاسو څۀ کوئ؟ کله چې د يو لرې مُلک نه په تاسو يو افت راشى نو تاسو به څۀ کوئ؟ د مدد دپاره به تاسو کوم ځائ ته منډې وهئ؟ تاسو به خپل مال دولت چرته پټوئ؟

4. هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.

5. بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے اسوريانو، زۀ اسور د چُوکې په توګه استعمالوم چې هغه خلقو له سزا ورکړم چې زۀ چا ته غصه يم.

6. ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“

7. خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.

8. هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے.

9. ما د کلنو، کرکميس، حمات او د ارفاد ښارونه فتح کړى دى. ما سامريه او دمشق فتح کړے دے.

10. ما ډېر حکومتونه قابو کړى دى د چا معبودان چې د يروشلم او سامريه د بُتانو نه بهتر وُو.

11. ما سامريه او د دې ټول بُتان تباه کړى دى او اوس به زۀ يروشلم او د هغې ټول بُتان هم تباه کړم.“

12. خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“

13. د اسور بادشاه به په خپلو لافو کښې وئيل، ”دا هر څۀ ما په خپل لاس کړى دى، ځکه چې زۀ ډېر هوښيار يم. ما د قومونو په مينځ کښې سرحدونه ختم کړى دى او د هغوئ خزانې مې لوټ کړى دى او د يو تکړه غوَيى په شان مې د هغې بادشاهان تباه کړى دى.

14. ما د دُنيا قومونو نه دولت داسې اخستے دے لکه چې څوک د جالې نه هګۍ راوچتوى او ما داسې ټول مُلکونه هم را اوچت کړى دى، داسې يو وزر هم نۀ وو چې زۀ يې يرولے وے او نۀ داسې مخُوکه وه چې په ما باندې چغېدلے وے.“

15. خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“

16. نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.

17. هغه مقدس ذات کوم چې د بنى اِسرائيل رڼا ده، هغه به د اور په شان شى. هغه به د يوې لمبې په شان شى، صرف په يوه ورځ کښې به د اسور د ازغو او غنو بوټى وسوزى.

18. لوئ لوئ ځنګلونه او دا زرخېز پټى به بېخى داسې تباه شى لکه چې يو سخت مرض يو کس تباه کوى.

19. صرف د شمېر يو څو ونې به پاتې وى چې يو ماشوم يې هم شمېرلے شى.

20. په هغه وخت به ژوندى پاتې شوى اِسرائيليان يعنې د يعقوب د خاندان بچ شوى خلق نور په هغه قوم باندې اعتبار نۀ کوى چا چې دوئ وهلى وى. هغوئ به د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ باندې ايمان ولرى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے.

21. باقى پاتې به راوګرځى، د يعقوب باقى پاتې حِصه به خُدائ تعالىٰ ته راوګرځى.

22. اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.

23. نو بې‌شکه چې مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج به په ټول مُلک باندې تباهى راولى، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى.

24. مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج فرمائى، ”اے په صيون کښې زما خلقو، د اسوريانو نه مۀ يرېږئ، اګر چې هغوئ په تاسو پسې چُوکه او ډنډه راخلى لکه څنګه به چې مخکښې مِصريانو درسره کول.

25. ډېر لږ وخت پس به زۀ تاسو له سزا درکول بند کړم او بيا به زۀ هغوئ ته غصه شم او تباه به يې کړم.

26. زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج به زما په خپله کوړه هغوئ داسې ووهم لکه څنګه مې چې د ميديان خلق د عوريب ګټ سره وهلى وُو. زۀ به اسوريانو له هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه مې چې د مِصريانو لښکر په سمندر کښې ډوب کړے وو.

27. کله چې هغه وخت راشى، نو زۀ به تاسو د اسوريانو د زور نه خلاص کړم او د هغوئ جغ به ستاسو د غاړو نه لرې کړم.“

28. د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى.

29. هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.

30. د جليم خلقو چغې ووهئ. د ليس خلقو غوږ ونيسئ. او د عنتوت خلقو جواب راکړئ.

31. د مدمينه خلق وتښتېدل او جيبيم خلق د پناه دپاره منډې وهى.

32. دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.

33. خو ګورئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج به هغوئ داسې لاندې راوغورزوى لکه چې د ونو نه څانګې څوک ماتوى. د هغوئ لوئ لوئ او مغروره خلق به راغورزولى وى.

34. هغه به تبر سره د ځنګل ونې راوغورزوى، داسې لکه څنګه چې د لبنان غټې ونې راغورزولے شوې وى.

About اشعیا Chapter 10

Read اشعیا Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 10?

اشعیا Chapter 10 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 9
  2. غزل غزلونه Chapter 6
  3. حزقیال Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 36
  5. پیدایښت Chapter 16
  6. ایوب Chapter 18
  7. حزقیال Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 60
  2. ارمیا Chapter 47
  3. تثنیه Chapter 32
  4. زبور Chapter 29
  5. ارمیا Chapter 40
  6. زبور Chapter 91
  7. هوشع Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *