اول پادشاهان Chapter 21

For English

Read اول پادشاهان Chapter 21 Online

Read اول پادشاهان Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

اول پادشاهان 21

فصل 21

1. یو سړی چې نابوت نومېده، په یزرعیل کې د اخاب پادشاه د ماڼۍ تر څنګ د انګورو باغ درلود.

2. یوه ورځ اخاب وویل: <ای نابوته، ستا باغ زما د ماڼۍ په څنګ کې دی، هغه ماته راکړه چې د هغه څخه د سابو باغ جوړ کړم. زه به تاته د انګورو ډېر ښه باغ درکړم او یا که ته غواړې د هغه بیه به درکړم.>

3. نابوت ځواب ورکړ: <دا باغ ماته د خپلو نیکونو څخه په میراث پاتې شوی دی. خدای دې نه کوي چې زه هغه تاته درکړم.>

4. نو اخاب د هغه څه له کبله چې نابوت ورته وویل په قهر او خفګان سره خپل کور ته لاړ. په خپله بستره کې پرېوت، دېوال ته یې مخ واړاوه او هیڅ شی یې ونه خوړل.

5. د هغه ښځه ایزابل ورغله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <څه درباندې شوي دي؟ ډوډۍ ولې نه خورې؟>

6. اخاب په ځواب کې وویل: <ما د نابوت یزرعیلي څخه وغوښتل چې خپل د انګورو باغ راباندې خرڅ کړي او یا د هغه په بدل کې بل باغ واخلي. مګر هغه ونه منله چې خپل د انګورو باغ ماته راکړي.>

7. ایزابل پوښتنه وکړه: <آیا ته د اسراییلو پادشاه نه یې؟ د بسترې څخه راپورته شه او یو څه وخوره! مه پریشانه کېږه، زه به د نابوت د انګورو باغ تاته واخلم.>

8. بیا ایزابل یو څو لیکونه د اخاب له خوا ولیکل، د هغه مهر یې ورباندې ولګاوه او د هغه ښار سپین ږیرو او مشرانو ته یې واستول چېرته چې نابوت اوسېده.

9. په لیکونو کې لیکلي شوي وو: <اعلان وکړئ چې خلک دې روژه ونیسي او راغونډ دې شي. بیا نابوت د غونډې په سر کښېنوئ.

10. دوه بدماشان هغه ته مخامخ کښېنوئ چې تور ورباندې ولګوي چې هغه د خدای او پادشاه سپکاوی کړی دی. بیا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي.>

11. کله چې هغوی د ایزابل لیکونه تر لاسه کړل، څه چې هغې غوښتي وو هغوی هماغسې وکړل.

12. هغوی اعلان وکړ چې نن روژه ونیسئ. خلک راغونډ شول او نابوت یې د غونډې په سر کې کښېناوه.

13. په دې وخت کې دوه بدماشان راننوتل او نابوت ته مخامخ کښېناستل. بیا هغوی په نابوت باندې تور ولګاوه چې هغه خدای او پادشاه ته سپکاوی کړی دی، نو خلکو نابوت بیرون وویست او هغه یې سنګسار کړ او مړ شو.

14. د یزرعیل مشرانو بېرته ایزابل ته پیغام ولېږه ویې ویل چې <نابوت سنګسار او ووژل شو.>

15. څنګه چې ایزابل د هغوی پیغام تر لاسه کړ، هغې اخاب ته وویل: <اوس کولی شې چې د انګورو هغه باغ واخلې چې نابوت د هغه د خرڅولو څخه انکار کړی ؤ. هغه مړ شوی دی.>

16. هغه وخت چې اخاب واورېدل چې نابوت مړ شوی دی، سمدلاسه روان شو چې د هغه باغ لاس ته راوړي.

17. څښتن ایلیا تشبي نبي ته وویل:

18. <لاړ شه د اسراییلو د پادشاه اخاب سره وګوره څوک چې په سامره کې پادشاهي کوي. هغه د نابوت د انګورو باغ نیولی دی او همدا اوس په دې باغ کې دی.

19. لاړ شه او هغه ته ووایه چې زه داسې وایم: ای اخابه، تا نابوت په قتل ورساوه او د هغه جایداد دې ونیوه. په هماغه ځای کې چې سپیو د نابوت وینه وڅټله، ستا وینه به هم وڅټي.>

20. کله چې اخاب، ایلیا ولید، هغه وویل: <ای زما دښمنه، آخر دې پیدا کړم.>ایلیا ځواب ورکړ: <هو، پیدا مې کړې! ای اخابه، تا هغه بد کارونو ته ځان سپارلی دی چې څښتن ورڅخه کرکه کوي.

21. نو څښتن تاته وایي: اوس به زه په تا باندې یوه بلا راولم. زه به تا او ستا د کورنۍ هر یو نارینه که هغه غلام وي یا ازاد، له منځه یوسم.

22. ستا کورنۍ به د نباط زوی یروبعام پادشاه او د اخیا د زوی بعشا پادشاه د کورنیو په شان شي. ته د اسراییلیانو د ګناهکارۍ سبب ګرځېدلی یې، نو ځکه دې زما قهر راپارولی دی.

23. همدارنګه د ایزابل په باره کې څښتن داسې وایي: د هغې بدن به په یزرعیل کې سپي وخوري.

24. ستا د هغو متعلقینو بدنونه چې په ښار کې مړه کیږي هغه به سپي وخوري او په صحرا کې چې مړه کیږي هغه به مرغان وخوري.>

25. (هیچا د څښتن د امر څخه په سرغړونه کې د اخاب په اندازه داسې ټینګه اراده نه درلوده – او ایزابل هغه تشویقاوه.

26. تر ټولو بده خبره دا وه چې هغه د بتانو عبادت کاوه، لکه څنګه چې مخکې به اموریانو کاوه. څښتن هغوی له هغه هېواد څخه شړلي وو او دا هېواد یې اسراییلو ته ورکړی ؤ.)

27. کله چې اخاب دا خبرې واورېدې، هغه خپل کالي وشلول او شپه او ورځ به یې د ویر کالي اغوستي وو. هغه خفه ؤ او روژه یې نیوله.

28. څه موده وروسته، څښتن ایلیا نبي ته وویل:

29. <ته وینې چې اخاب ماته خپل ځان څومره عاجز کړی دی؟ ترڅو پورې چې هغه ژوندی وي زه به په هغه باندې بلا نه راولم. مګر زه به د هغه د زوی د ژوند په دوران کې د اخاب کورنۍ په بلا اخته کړم.>

About اول پادشاهان Chapter 21

Read اول پادشاهان Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پادشاهان
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پادشاهان Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پادشاهان Chapter 21?

اول پادشاهان Chapter 21 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول پادشاهان

  1. اول پادشاهان Chapter 5
  2. اول پادشاهان Chapter 18
  3. اول پادشاهان Chapter 19
  4. اول پادشاهان Chapter 14
  5. اول پادشاهان Chapter 7
  6. اول پادشاهان Chapter 22
  7. اول پادشاهان Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 13
  2. متلونه Chapter 5
  3. خروج Chapter 10
  4. زبور Chapter 53
  5. پیدایښت Chapter 13
  6. زبور Chapter 58
  7. زبور Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. اول پادشاهان Chapter 14
  2. شمېر Chapter 5
  3. ارمیا Chapter 51
  4. اشعیا Chapter 5
  5. زبور Chapter 25
  6. حزقیال Chapter 15
  7. اول پادشاهان Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *