Read فلیپیانو ته Chapter 4 Online
Read فلیپیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of فلیپیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
فلیپیانو ته 4
فصل 4
1. نو ای زما ګرانو خویندو او ورونو، زه ستاسو د لیدلو په ارمان یم. تاسو زما خوشحالي او زما ویاړ یئ. نو بیا ای ګرانو دوستانو، په څښتن کې همداسې ټینګ اوسئ.
2. زه افودیه او سینتیخې ته زاري کوم چې په څښتن کې په یو فکر اوسئ.
3. هو، زما رښتینی ملګریه، ستا څخه غوښتنه کوم چې د دې دوه ښځو سره مرسته وکړې، ځکه چې هغوی د کلیمانتوس او زما د نورو همکارانو سره د زېري په خپرولو کې څنګ تر څنګ هلې ځلې کړي دي او نومونه یې د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.
4. تل په څښتن کې خوشحالي کوئ او بیاهم وایم چې خوشحاله اوسئ.
5. پرېږده چې ستاسو نرم مزاجي او مهرباني ټولو خلکو ته ښکاره شي. څښتن به زر راشي.
6. د هېڅ شي په هکله اندېښنه مه کوئ، بلکې تل د شکرګزارۍ په دعاګانو او زاریو سره خپلې غوښتنې د خدای حضور ته وړاندې کوئ.
7. نو بیا د خدای سوله او سلامتي چې د انسان د پوهې نه بهر ده، ستاسو زړونه او خیالونه به د عیسی مسیح په وسیله خوندي وساتي.
8. اخر دا چې ای خویندو او ورونو، هر هغه څه چې رښتیا، عزتمن، عادلانه، پاک، زړه وړونکي، ښکلي او هغه څه چې ډېر ښه او د ستاینې وړ دي، د هغو په هکله فکر کوئ.
9. هغه څه چې تاسو زما نه زده کړي او حاصل کړي دي یا مو زما نه اورېدلي او لیدلي دي، هغه سرته ورسوئ، نو بیا به خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، ستاسو سره مل وي.
10. زه په څښتن کې ډېر خوشحاله یم چې له څه مودې وروسته یوځل بیا ستاسو پام زما خواته شو. زه پوهېږم چې تاسو په رښتیا زما سره علاقه درلودله، خو تاسو سره د هغو د ښکاره کولو موقعه پیدا نه شوه.
11. زه دا خبرې د دې دپاره نه کوم چې محتاج یم، بلکې دا مې زده کړل چې زه په هرحال کې یم، راضي یم.
12. زه پوهېږم چې څرنګه په غریبۍ کې یا شتمنۍ کې ژوند وکړم. ما په هر ډول حالاتو کې ژوند کړی دی، او د ژوند کولو راز مې زده کړی دی، که زه موړ وم یا وږی یا که محتاج وم یا هرڅه مې لرل.
13. زه د مسیح په وسیله چې ماته قوت راکوي کولای شم چې هر حالت تېر کړم.
14. په هر حال دا ستاسو مهرباني وه چې زما سره مو په سختیو کې مرسته وکړه.
15. ای فیلیپیانو، تاسو ښه خبر یئ چې د زېري د رسولو په لومړیو ورځو کې کله چې زه د مقدونیې څخه روان شوم، نو هېڅ یوه کلیسا زما سره په ګټه او تاوان کې شریکه نه شوه، پرته له تاسو نه.
16. حتی کله چې په تسالونیکیه کې وم څو ځلې مو زما د اړتیاوو د پوره کولو دپاره مرسته راولېږله.
17. زه دا خبره د دې دپاره نه کوم چې ستاسو نه صرف کوم سوغات تر لاسه کړم، بلکې زه غواړم چې ستاسو د نېکو کارونو اجر دې ستاسو په حساب کې ورزیات شي.
18. خو اوس ستاسو هرڅه ماته راورسېدل او حتی زما د اړتیا نه زیات. تاسو چې د اپافرودیتوس په لاس کومې تحفې رالېږلې وې په هغو باندې زما اړتیاوې په کامله توګه پوره شوې. دا هغه د خوشبویۍ نذرانه او قرباني ده چې خدای ته قبوله او د هغه خوښه ده.
19. زما خدای به ستاسو ټولې اړتیاوې د خپلې پرېمانه شتمنۍ له مخې د عیسی مسیح په وسیله پوره کړي.
20. خدای ته چې زمونږ پلار دی، تل ترتله جلال وي. امین.
21. د خدای ټولو خلکو ته چې د عیسی مسیح سره تړاو لري، سلامونه ووایئ. کوم ورونه چې زما سره دي، هغوی هم تاسو ته سلامونه وایي.
22. د خدای ټول خلک چې دلته دي تاسو ته سلام وایي، په ځانګړې توګه هغوی چې د روم امپراتور په ماڼۍ کې اوسیږي.
23. په تاسو ټولو باندې دې د څښتن عیسی مسیح فضل وي.
About فلیپیانو ته Chapter 4
Read فلیپیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: فلیپیانو ته
Chapter: 4
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading فلیپیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading فلیپیانو ته Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is فلیپیانو ته Chapter 4?
فلیپیانو ته Chapter 4 is part of the Book of فلیپیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete فلیپیانو ته Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from فلیپیانو-ته
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 27
- متی Chapter 26
- افسیانو ته Chapter 6
- رومیانو ته Chapter 4
- مکاشفه Chapter 13
- یعقوب Chapter 4
- مکاشفه Chapter 3