ایوب Chapter 6

For English

Read ایوب Chapter 6 Online

Read ایوب Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 6

فصل 6

1. ايُوب جواب ورکړو، ”کاش چې زما غم تللے شوے وے، او زما ټول مصيبتونه په تله کښې اچولے شوى وے.

3. ځکه چې دا به د سمندر د شګو نه درانۀ وى، نو په دې وجه زما خبرې ګډې وډې وې.

4. ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.

5. ولې زۀ د شکايت کولو حق نۀ لرم؟ ولې ځنګلى خرونه او غوَيى آواز نۀ کوى څۀ چې کله هغوئ خوراک نۀ لرى؟

6. چې څۀ څيز بې‌خونده وى نو هغه د مالګې نه بغېر خوړلے شى څۀ، يا د هګۍ په سپينو کښې څۀ مزه شته؟

7. کله چې زۀ دې ته وګورم نو زما لوږه ختمه شى، په داسې خوراک زۀ بيمارېږم.

8. کاش چې زما خواست منظور شى، او خُدائ پاک زما خواهش پوره کړى،

9. زړۀ مې غواړى چې تباه مې کړى، او چې هغه خپل لاس راوږد کړى او ما ووژنى.

10. دا به زما دپاره تسلى وى، زۀ به په بې‌رحمه درد کښې هم خوشحاله يم، ځکه چې ما به بيا هم د مقدسې هستۍ د خبرو نه اِنکار نۀ وى کړے.

11. زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم، او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ولې ژوندے يم؟

12. زما طاقت لکه د کاڼو دے څۀ؟ زما بدن د اوسپنې نه جوړ دے څۀ؟

13. په حقيقت کښې زۀ د خپل ځان سره د مدد کولو وس نۀ لرم، او خلاصون زما نه تلے دے.

14. يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د قادر خُدائ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ.

15. زما وروڼو، تاسو ما سره د خوړ په شان دوکه بازى کوئ، چې کله باران نۀ وى نو دا اوچ شى.

16. چې د ويلې شوې واورې د اوبو نه ډک وى،

17. خو د ګرمۍ په وخت کښې دا اوبۀ اوچې شى، کله چې ګرمى شى، نو دا فنا شى.

18. د اوبو لټولو دپاره قافلې خپلې لارې بدلې کړى، خو د څښلو دپاره اوبۀ نۀ وى، نو هغوئ مړۀ شى.

19. د تيما قافلې دا اوبۀ لټوى، او د شيبا مسافر دا اُميد لرى چې اوبۀ به پېدا کړى.

20. د قافلې يقين وى چې هغوئ به اوبۀ پېدا کړى، خو چې کله هلته ورسيږى نو هغوئ مايُوسه شى او اُميد يې ختم شى.

21. اوس تاسو هم د دې اوچ خوړ په شان يئ چې بې‌کاره دے، تاسو زما مصيبت وليدلو او ويرېدئ.

22. ولې ما وئيلى دى څۀ، چې ما له تُحفه راکړئ؟ يا مې د پېسو دپاره تا ته کله مِنت کړے دے څۀ؟

23. يا دا چې د دشمن د لاس نه مې بچ کړئ؟ يا د ظالمانو نه مې خلاص کړئ؟

24. ما ته وښايئ او زۀ به خاموش شم، ما پوهه کړئ چې زۀ څنګه په غلطه يم.

25. رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟

26. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما خبرې به صحيح کړئ، او د نا اُميده سړى خبرې بې‌مطلبه ګڼئ؟

27. تاسو به يتيمان هم خرڅ کړئ، او تاسو به د خپل دوست په سر هم پېسې واخلئ.

28. خو اوس ما ته وګورئ، ولې زۀ به تاسو ته دروغ وايم څۀ؟

29. خپل سوچ بدل کړئ او بې‌اِنصافه مۀ جوړېږئ، داسې وګڼئ چې زۀ په حقه يم.

30. ستاسو څۀ خيال دے زۀ دروغ وايم څۀ؟ ستاسو په خيال کښې زۀ په رښتيا او دروغو کښې فرق نۀ شم کولے؟

About ایوب Chapter 6

Read ایوب Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 6?

ایوب Chapter 6 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 8
  2. ایوب Chapter 41
  3. ایوب Chapter 33
  4. ایوب Chapter 19
  5. ایوب Chapter 11
  6. ایوب Chapter 1
  7. ایوب Chapter 29

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم سموئیل Chapter 5
  2. تثنیه Chapter 27
  3. اول تواریخ Chapter 18
  4. پیدایښت Chapter 46
  5. پیدایښت Chapter 16
  6. نحمیا Chapter 2
  7. حزقیال Chapter 38

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 15
  2. شمېر Chapter 4
  3. زبور Chapter 82
  4. ایوب Chapter 16
  5. استر Chapter 10
  6. زبور Chapter 86
  7. زبور Chapter 142
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *