حزقیال Chapter 37

For English

Read حزقیال Chapter 37 Online

Read حزقیال Chapter 37 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

حزقیال 37

فصل 37

1. د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه.

2. هغۀ زۀ د هغوئ په مينځ کښې مخکښې وروستو وګرځولم، او ما هلته ډېر زيات هډُوکى د هغې درې په زمکه وليدل. او هغه هډُوکى ډېر اوچ وُو.

3. هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“

4. بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دې هډوکو ته پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، اوچو هډوکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.

5. مالِک قادر مطلق خُدائ دې هډوکو ته دا فرمائى چې، ګوره زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ.

6. زۀ به په تاسو باندې پلې، غوښه راولم او په څرمن کښې به مو پټ کړم، زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ‎يم.“

7. نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. او کله چې ما پېشګوئې کوله، نو ناګهانه بيا ما د هډوکو کړسار او شور واورېدو، او هډُوکى خپلو کښې يو بل سره يوځائ شول او ډانچې ورنه جوړې شوې.

8. نو بيا ما وليدل چې، پلې او غوښې په هغوئ باندې راغلې او بيا په څرمن کښې پټ شول، خو په هغوئ کښې ساه نۀ وه.

9. بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”ساه ته پېشګوئې وکړه، پېشګوئې وکړه، اے بنى آدمه، او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى، اے ساه، د څلورو طرفونو هواګانو نه راشه، او په دې قتل شوو کښې ننوځه چې هغوئ راژوندى شى.“

10. نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې هغۀ ما ته حکم وکړو، او ساه په هغوئ کښې راغله، هغوئ راژوندى شول او په خپلو پښو ودرېدل، يو ډېر لوئ لښکر ترې جوړ شو.

11. بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.

12. نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ګورئ، اے زما خلقو، زۀ به ستاسو قبرونه پرانيزم او د هغوئ نه به مو بهر راوکاږم او زۀ به تاسو واپس د اِسرائيل زمکې ته راولم.

13. نو بيا به تاسو زما خلق په دې خبره پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ ستاسو قبرونه پرانيزم او تاسو د دې نه راوکاږم.

14. زۀ به خپل روح په تاسو کښې واچوم او تاسو به ژوندى شئ، او زۀ به تاسو په خپله زمکه آباد کړم. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو، هغه ما وکړل. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“

15. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،

16. ”اے بنى آدمه، يو امسا راواخله او په هغې وليکه چې دا د يهوداه او هغۀ سره ولاړې قبيلې دى. بيا يو بله امسا راواخله او په هغې دا وليکه چې، د اِفرائيم امسا، دا د يوسف او د ټولو بنى اِسرائيلو د شمالى قبيلو ده چې ورسره ولاړې دى.

17. بيا هغوئ په يوه امسا کښې داسې يو ځائ کړه چې ستا په لاس کښې هغوئ يو بل سره ونښلى.

18. کله چې ستا د مُلک خلق ستا نه تپوس وکړى چې، ولې تۀ به مونږ ته دا نۀ وائې چې د دې څۀ مطلب دے؟

19. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د يوسف امسا راواخلم کومه چې د اِفرائيم په لاس کښې ده او د بنى اِسرائيلى قبيلو سره ده چې دۀ سره يې اِتحاد دے او دا د يهوداه امسا سره يو ځائ کوم، او د هغوئ نه يوه امسا جوړوم. او هغه دواړه به زما په لاس کښې يو شى.

20. نو په کومو امساګانو دې چې ليکل وکړل د هغه خلقو د سترګو د وړاندې يې ونيسه

21. او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم.

22. زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى.

23. هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.

24. زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى.

25. هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى.

26. زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.

27. زما د اوسېدو ځائ به د هغوئ سره وى، زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او هغوئ به زما خلق وى.

28. نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“

About حزقیال Chapter 37

Read حزقیال Chapter 37 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 37
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 37 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 37?

حزقیال Chapter 37 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 37 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 27
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 34
  6. حزقیال Chapter 10
  7. حزقیال Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 31
  2. ارمیا Chapter 40
  3. زبور Chapter 84
  4. واعظ Chapter 7
  5. ایوب Chapter 13
  6. هوشع Chapter 6
  7. زبور Chapter 95

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 12
  2. مرقس Chapter 5
  3. نحمیا Chapter 1
  4. رومیانو ته Chapter 11
  5. متی Chapter 26
  6. اشعیا Chapter 49
  7. ارمیا Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *