اشعیا Chapter 56

For English

Read اشعیا Chapter 56 Online

Read اشعیا Chapter 56 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 56

فصل 56

1. مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”هغه څۀ کوئ څۀ چې صحيح او د اِنصاف دى، ولې چې زۀ زر راروان يم چې تاسو له خلاصون درکړم، او ستاسو مينځ کښې خپل صداقت څرګند کړم.

2. بختور دى هغوئ چې په صداقت کلک ولاړ وى. بختور دى هغوئ چې د سبت د ورځې بې‌حرمتى نۀ کوى بلکې منى يې، او خپل ځانونه د بدعملۍ نه ساتى.“

3. د پردى مُلک کوم خلق چې د مالِک خُدائ منونکى جوړ شوى دى نو هغوئ دې ونۀ وائى چې، ”مالِک خُدائ به مونږ خامخا د خپلو خلقو نه جدا کړى.“ او نۀ دې خصى وائى چې، ”زۀ خو اوچ بوټے يم، نۀ مې بچى شته او نۀ مستقبل.“

4. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم خصيان چې د سبت ورځې د منلو په وجه زما درناوے کوى او هغه کار کوى چې زۀ ورباندې رضا کېږم او زما په لوظ ټينګ ولاړ وى،

5. نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.

6. او مالِک خُدائ د پردى مُلک هغه خلقو ته فرمائى چې کوم د هغۀ منونکى جوړ شوى دى، څوک چې د هغۀ سره مينه کوى او د هغۀ خِدمت کوى، کوم چې د سبت ورځ منى او د هغۀ په لوظ ټينګ ولاړ وى،

7. نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“

8. مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.

9. اے ټولو بلاګانو. اے د ځنګل ټولو بلاګانو راشئ. او زما خلق لواړ تېر کړئ.

10. زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.

11. هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.

12. هغوئ وائى، ”راځئ چې مے واخلو او ځانونه پرې ښۀ په سور کښې کړُو. او سبا به د نن نه هم زياته خوشحالى کوُو.“

About اشعیا Chapter 56

Read اشعیا Chapter 56 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 56
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 56 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 56?

اشعیا Chapter 56 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 56 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 51

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 23
  2. شمېر Chapter 17
  3. استر Chapter 3
  4. واعظ Chapter 2
  5. زکریا Chapter 6
  6. تثنیه Chapter 12
  7. زبور Chapter 143

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 20
  2. یوحنا Chapter 20
  3. مکاشفه Chapter 17
  4. رومیانو ته Chapter 6
  5. اعمال رسولان Chapter 5
  6. زبور Chapter 61
  7. ملاکي Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *