Read واعظ Chapter 4 Online
Read واعظ Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of واعظ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
واعظ 4
فصل 4
1. یوځل بیا مې ټول هغه ظلمونه ولیدل چې د اسمان لاندې تر سره کیږي.ما اوښکې ولیدلې د مظلومانوچې په ځمکه څڅېدلېخو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤظالمان وو ځواکمنانوو بې وسه مظلومانخو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ
2. نو ما هغه کسان نېکمرغه وګڼل چې مړه شوي او له دې نړۍ نه تللي دي، نسبت له هغو خلکو نه چې ژوندي او تر اوسه په دې نړۍ کې پاتې دي.
3. خو له دې دواړو نه نېکمرغه هغه خلک دي چې لا پیدا شوي نه دي، ځکه هغوی تر اوسه هغه ټول بد کارونه نه دي لیدلي چې د اسمان لاندې تر سره کیږي.
4. نو بیا ما ولیدل چې ټول زحمتونه او د کار مهارتونه له نورو خلکو سره د سیالۍ په خاطر دي، چې دا سیالي هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.
5. کم عقل انسان لاس تر زنې وزګار کښېنياو له لوږې نه ځان وژني
6. نیمه ډوډۍ چې په راحت تر لاسه کیږيله هغې پوره ډوډۍ نه ښه دهچې په زحمت او په باد پسې په منډې وهلو تر لاسه کیږي
7. یوځل بیا مې د اسمان لاندې د لوګي او پوکي حالت ولید.
8. یو سړی ؤ چې هېڅوک یې نه درلود. هغه نه زوی درلود او نه هم ورور. هغه بې حده زیار او زحمت وویسته، خو بیاهم سترګې یې په مال او دولت نه مړېدلې. نو له همدې امله هغه به له ځانه دا پوښتنه کوله چې د چا دپاره زه د یو مزدور په څېر زیار او زحمت وباسم او له ژوند څخه خوند نه اخلم؟ نو دا حالت هم لوګی او پوکی او د تکلیف او سختۍ نه ډک دی.
9. له یوه نه دوه تنه ښه ديځکه هغوی له خپل زیار او زحمت نه ښه اجوره اخلي
10. که یو ولویږي نو بل به هغه پورته کړيخو افسوس د هغه چا په حال چې یوازې دیځکه کله چې ولویږي نو څوک به نه وي چې یې پورته کړي
11. همدا شان که دوه تنه څنګ تر څنګ پراته وينو دواړه به تاوده ويخو یو کس چې یوازې وينو څرنګه ځان تود ساتلی شي؟
12. که په یو کس حمله وشي نو ښایي ماتې وخوريخو که دوه تنه څنګ تر څنګ ولاړ وي نو ښایي دوی مقاومت وکړيکه یوه رسۍ درې مزي ولري نو په اسانۍ سره نه شلیږي
13. یو غریب خو هوښیار ځوان له هغه سپین ږیري او کم عقل پاچا نه ښه دی چې نه پوهیږي څرنګه د پخوا په شان د خلکو مشورې واوري.
14. داسې ځوان که څه هم په زندان کې وي او یا په هماغه پاچاهۍ کې غریب زېږېدلی وي نو کولای شي چې تر لوړ مقامه ورسیږي.
15. ما په دې غور وکړ چې څنګه به د دې ځوان په شاوخوا هغه ټول خلک چې د اسمان لاندې ژوند کوي، راټولیږي څوک چې د هغه پاچا په ځای به وروسته لوړ مقام ته ورسیږي.
16. دغه ځوان حتی که په بې شمېره خلکو باندې مشري هم وکړي، خو راتلونکي نسلونه به د هغه له کارونو څخه خوشحاله نه وي. په حقیقت کې، دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.
About واعظ Chapter 4
Read واعظ Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: واعظ
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading واعظ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading واعظ Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is واعظ Chapter 4?
واعظ Chapter 4 is part of the Book of واعظ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete واعظ Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from واعظ
- واعظ Chapter 9
- واعظ Chapter 11
- واعظ Chapter 8
- واعظ Chapter 2
- واعظ Chapter 5
- واعظ Chapter 7
- واعظ Chapter 12