Read خروج Chapter 13 Online
Read خروج Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
خروج 13
فصل 13
1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <د اسراییلیانو ټول اولني زېږېدل شوي زامن او هر اولنی زېږېدلی نر حیوان ماته وقف کړه. هغه زما دي.>
3. حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <دا ورځ په یاد ساتئ، یعنې هغه ورځ چې تاسو له مصر څخه چې په کې غلامان وئ ووتلئ. دا هغه ورځ ده چې څښتن د خپل لوی قدرت په وسیله تاسو له مصر څخه راوویستلئ. تاسو خمیره ډوډۍ مه خورئ.
4. نن تاسو په اوله میاشت چې د ابیب میاشت ده د مصر څخه روان یئ.
5. کله چې څښتن تاسو د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، حویانو او یبوسیانو ښې او حاصلخېزې ځمکې ته چې د هغې وعده یې ستاسو نیکونو سره کړې ده راولي، تاسو باید دا اختر د هر کال په اوله میاشت ولمانځئ.
6. اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ او په اوومه ورځ د څښتن د احترام دپاره جشن ونیسئ.
7. اووه ورځې باید فطیره ډوډۍ وخورئ، ستاسو د هېواد په هیڅ ځای کې دې خمیره نه وي او نه دې خمیره ډوډۍ وي.
8. د اختر په پیل کې خپلو زامنو ته داسې ووایئ چې مونږ دا هرڅه د هغه څه له کبله کوو چې څښتن زمونږ دپاره د مصر څخه د راوتلو په وخت کې وکړل.
9. دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې تاسو یې په خپل لاس یا تندي باندې تړئ، یو یادګار وي. دا به تاسو ته د څښتن د شریعت دوامداره تلاوت کول در په یادوي، ځکه چې څښتن په خپل لوی قدرت تاسو له مصر څخه راوویستلئ.
10. تاسو باید دا اختر د هر کال په ټاکل شوي وخت کې ولمانځئ.
11. څښتن به تاسو د هغې وعدې سره سم چې تاسو او ستاسو د نیکونو سره یې کړې ده د کنعانیانو وطن ته راولي. کله چې هغه وطن تاسو ته درکړي،
12. باید ټول اولني زېږېدل شوي نارینه څښتن ته وقف کړئ. هر اولنی زېږېدلی نر حیوان د څښتن دی.
13. تاسو باید هر نر خر بېرته په بیه واخلئ او د هغه په ځای یو وری قرباني کړئ. که چېرې تاسو نه غواړئ چې هغه خر بېرته په بیه واخلئ، نو د هغه اورمېږ مات کړئ. تاسو باید خپل ټول مشران زامن بېرته په بیه واخلئ.
14. کله چې په راتلونکي کې ستاسو څخه خپل زامن پوښتنه وکړي چې دا مراسم څه معنیٰ لري؟ تاسو به هغوی ته په ځواب کې ووایئ چې څښتن په خپل لوی قدرت سره له مصر څخه چې مونږ په کې غلامان وو راوویستلو.
15. هغه وخت چې د فرعون زړه سخت ؤ او مونږ یې نه پرېښودلو چې له مصر څخه لاړ شو، نو څښتن په مصر کې هر اولنی زېږېدلی نر حیوان او انسان وواژه. ځکه مونږ څښتن ته هر اولنی زېږېدلی نر حیوان قرباني کوو او خپل ټول اولني زامن بېرته په بیه اخلو.
16. دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې مونږ یې په لاسونو یا په خپلو تندیو باندې وتړو، یو یادګار وي. دا به مونږ ته دا خبره را په یادوي چې څښتن په خپل قدرت مونږ له مصر څخه راوویستلو.>
17. کله چې فرعون قوم پرېښود چې لاړ شي، خدای پاک هغوی پرېنښودل چې د فلسطین په لارې باندې لاړ شي، که څه هم هغه لاره لنډه وه. ځکه چې خدای پاک وفرمایل: <که چېرې هغوی د جګړې سره مخامخ شي، کېدای شي چې خپله پرېکړه بدله کړي او بېرته مصر ته راستانه شي.>
18. د هغې په ځای یې هغوی د دښتې په لاره چې کږه وږه لار وه، د سرې بحیرې خواته بوتلل. اسراییلیان د جګړې دپاره په وسلو سمبال وو.
19. حضرت موسیٰ د حضرت یوسف هډوکي د ځان سره یوړل، ځکه چې حضرت یوسف اسراییلیانو ته قسم ورکړی ؤ. هغه فرمایلي وو: <خدای پاک به په رښتیا سره ستاسو مرستې ته راشي، بیا تاسو زما هډوکي د دې ځای څخه یوسئ.>
20. اسراییلیان د سوکوت څخه لاړل او په ایتام کې یې د دښتې په یوه ګوښه کې خېمې ودرولې.
21. د ورځې له خوا به څښتن په ورېځو کې د هغوی په مخ کې روان ؤ چې هغوی ته لاره وروښایي او د شپې له خوا به په اور کې روان ؤ ترڅو هغوی ته رڼا وکړي. نو هغوی کولی شول چې شپه او ورځ سفر وکړي.
22. ورېځ به په ورځ کې او اور به په شپه کې د هغوی د مخې څخه نه لېرې کېده.
About خروج Chapter 13
Read خروج Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: خروج
Chapter: 13
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading خروج Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is خروج Chapter 13?
خروج Chapter 13 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete خروج Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from خروج
- خروج Chapter 35
- خروج Chapter 32
- خروج Chapter 3
- خروج Chapter 40
- خروج Chapter 27
- خروج Chapter 24
- خروج Chapter 13
Explore More from زوړ عهد
- پیدایښت Chapter 40
- دوهم تواریخ Chapter 4
- زبور Chapter 80
- اول سموئیل Chapter 28
- ایوب Chapter 22
- زکریا Chapter 4
- حزقیال Chapter 11