خروج Chapter 6

For English

Read خروج Chapter 6 Online

Read خروج Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 6

فصل 6

1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اوس به ته وګورې چې زه د فرعون سره څه کوم. زه به هغه دومره مجبور کړم چې زما قوم پرېږدي چې لاړ شي او هغوی به په زوره د خپلې خاورې څخه وباسي.>

2. خدای پاک د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې او ویې فرمایل: <زه څښتن یم.

3. مګر کله چې زه ابراهیم، اسحاق او یعقوب ته ورښکاره شوم، زه د مطلق قادر خدای په توګه راغلم او ما هغوی ته داسې ځان ور ونه پېژانده چې زما نوم څښتن دی.

4. ما د هغوی سره دا لوظ هم وکړ چې زه به د کنعان ځمکه چې هغوی په کې د بېګانه خلکو په توګه اوسېدل دوی ته ورکوم.

5. اوس ما د اسراییلیانو فریاد چې د مصریانو غلامان دي اورېدلی دی او ماته خپل لوظ په یاد دی.

6. اسراییلیانو ته ووایه چې زه هغوی ته وایم: زه څښتن یم! زه به تاسو وژغورم او په خپل لوی قدرت سره به مصریانو ته سزا ورکړم او د غلامۍ څخه به مو ازاد کړم.

7. زه به ستاسو څخه خپل قوم جوړ کړم او ستاسو خدای به یم. کله چې زه تاسو د مصریانو د غلامۍ څخه ازاد کړم، بیا به پوه شئ چې زه ستاسو څښتن خدای یم.

8. زه به تاسو هغه وطن ته راولم چې د هغه د ورکولو ټینګه وعده مې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره کړې وه. زه به دا وطن تاسو ته درکړم چې ستاسو شي. زه څښتن یم!>

9. حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته دا خبرې وکړې، خو هغوی د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه ځکه چې د هغوی زړونه د بې رحمانه غلامۍ په سبب مات شوي وو.

10. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

11. <لاړ شه او د مصر پادشاه فرعون ته ووایه چې اسراییلیان پرېږدي چې د مصر څخه ووزي.>

12. حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <اسراییلیان چې زما خبره نه اوري نو فرعون به یې څنګه واوري، ځکه چې زه ښې خبرې نه شم کولی.>

13. څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر وکړ چې اسراییلیانو او د مصر پادشاه ته ووایي: <څښتن مونږ ته حکم کړی دی چې اسراییلیان د مصر څخه راوباسئ.>

14. روبین د حضرت یعقوب مشر زوی څلور زامن درلودل چې حنوک، فلو، حصرون او کرمي نومېدل. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.

15. شمعون شپږ زامن درلودل: یموئیل، یامین، اوهد، یاکین، صوحر او شائول چې د یوې کنعانۍ ښځې زوی ؤ. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.

16. لاوي درې زامن درلودل چې جرشون، قهات او مراري نومېدل. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. لاوي یوسلو اووه دېرش کاله ژوند وکړ.

17. جرشون دوه زامن درلودل چې لبني او شمعي نومېدل چې هغوی د خپلو طایفو نیکونه شول.

18. قهات څلور زامن درلودل چې عمرام، یصهار، حبرون او عزیئیل نومېدل. قهات یوسلو دري دېرش کاله ژوند وکړ.

19. مراري دوه زامن درلودل چې محلي او موشي نومېدل. دا د لاوي طایفې وې د هغوی د اولادې په مطابق.

20. عمرام د خپل پلار د خور یوکابد سره واده وکړ چې د هغې نه حضرت موسیٰ او حضرت هارون پیدا شول. عمرام یوسلو اووه دېرش کاله ژوند وکړ.

21. یصهار درې زامن درلودل چې قورح، نافج او زکري نومېدل.

22. عزیئیل هم درې زامن درلودل چې میشائیل، ایلصافان او ستري نومېدل.

23. حضرت هارون د الیشابع سره چې د عمیناداب لور او د نشحون خور وه واده وکړ او د هغې څخه ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پیدا شول.

24. قورح درې زامن درلودل چې اسیر، القانه او ابیاساف نومېدل. دوی د قورح د طایفو نیکونه وو.

25. العازار د حضرت هارون زوی د فوتیئیل د یوې لور سره واده وکړ او د هغې نه فینحاس پیدا شو. دا طایفه په طایفه د لاوي د کورنیو مشران وو.

26. حضرت هارون او حضرت موسیٰ هماغه خلک وو چې څښتن ورته وفرمایل: <د اسراییلو قبیلې د مصر څخه راوباسئ.>

27. دا هغه خلک وو چې فرعون سره یې د مصر څخه د اسراییلیانو د ویستلو په هکله خبرې کړې وې.

28. کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د مصر په خاوره کې خبرې وکړې،

29. هغه حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه څښتن یم. زه چې هرڅه تاته وایم هغه د مصر پادشاه ته ووایه.>

30. مګر حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: <دا چې زه ښې خبرې نه شم کولی نو څنګه به فرعون راته غوږ ونیسي؟>

About خروج Chapter 6

Read خروج Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 6?

خروج Chapter 6 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 3
  4. خروج Chapter 40
  5. خروج Chapter 27
  6. خروج Chapter 24
  7. خروج Chapter 13

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 80
  2. ایوب Chapter 31
  3. متلونه Chapter 29
  4. اشعیا Chapter 66
  5. ارمیا Chapter 31
  6. متلونه Chapter 25
  7. اول پادشاهان Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 1
  2. اول تیموتاوس Chapter 2
  3. غلاطیانو ته Chapter 6
  4. زبور Chapter 98
  5. اشعیا Chapter 24
  6. لاویان Chapter 21
  7. اول تواریخ Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *