Read هوشع Chapter 10 Online
Read هوشع Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
هوشع 10
فصل 10
1. بنى اِسرائيل د انګورو زرخيزه بوټے وو چې ښۀ کافى مېوه به يې نيوله. خو څومره چې يې مېوه زياتېده نو دومره ډېرې به يې د بُتانو قربانګاه جوړولې. څومره چې د هغوئ مُلک ترقى کوله نو دومره يې د بُتانو مخصوص ستنې ښائسته کولې.
2. د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربانګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى.
3. نو خلق به ډېر زر دا خبره وکړى چې، ”زمونږ بادشاه ځکه نشته چې مونږ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدو. خو کۀ بادشاه وے هم، نو هغۀ زمونږ دپاره څۀ کولے شول؟“
4. هغوئ لافې کوى، د دروغو قسمونه خورى او تشې وعدې کوى. د هغوئ اِنصاف د هغه زهرژن بوټو په شان دے چې د تخم دپاره تيار پټى کښې پخپله رازرغون شى.
5. د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيتآون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى.
6. هغه بُت به اسور ته يوړلے شى چې عظيم بادشاه ته په محصُول کښې پېش کړے شى. بنى اِسرائيل به بېعزته شى او وبه شرميږى ځکه چې هغوئ په دې بُت باندې يقين کولو.
7. سامريه او د هغې بادشاه به داسې يوړلے شى لکه چې د اوبو دپاسه د لرګى يوه ټوکړه وى.
8. د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربانګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“
9. مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟
10. نو اوس چې کله زما مرضى وى زۀ به تاسو له سزا درکړم. قومونه به ستاسو خِلاف راجمع شى کله چې تاسو ته ستاسو د ګناهونو سزا دوه چنده مِلاو شى.
11. اِسرائيل يو تربيت يافته سخے دے او ښۀ په شوق غنم غوبل کوى. خو بيا ما په خپله د دې په ښائسته څټ د سخت محنت دپاره جغ کېښودو. ما يهوداه يوې کولو ته جوړ کړے دے او اِسرائيل به دا په خپله ماله کړى.
12. ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى.
13. خو تا بدعملى وکَرله او د بېاِنصافۍ فصل دې ورېبلو. تا د دوکې مېوه خوړلې ده. ځکه چې تا په خپلو جنګى ګاډو او په خپلو بېشمېره فوجيانو اعتبار کولو.
14. نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيتاربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې.
15. نو اے د بيتايل خلقو، تاسو سره به هم داسې کار کيږى، ځکه چې ستاسو بدعملى د حد نه زياته ده. څنګه چې د عدالت ورځ شروع شى، نو د اِسرائيل بادشاه به تباه او برباد شى.“
About هوشع Chapter 10
Read هوشع Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: هوشع
Chapter: 10
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading هوشع Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is هوشع Chapter 10?
هوشع Chapter 10 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete هوشع Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from هوشع
- هوشع Chapter 7
- هوشع Chapter 1
- هوشَع Chapter 13
- هوشَع Chapter 10
- هوشع Chapter 9
- هوشع Chapter 13
- هوشَع Chapter 9