Read اول سموئیل Chapter 4 Online
Read اول سموئیل Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 4
فصل 4
1. سموئیل به د اسراییلو ټول قوم ته د خدای خبرې رسولې.اسراییلیان د فلسطینیانو سره د جنګ دپاره روان شول، اسراییلیانو په ابن عزر او فلسطینیانو په افیق کې خپلې خېمې ودرولې.
2. فلسطینیانو خپل ځواکونه د اسراییلو سره د مقابلې دپاره ځای په ځای کړل. څنګه چې جګړه خپره شوه نو اسراییلیانو د فلسطینیانو له خوا ماتې وخوړه، د جنګ په ډګر کې نژدې څلور زره اسراییلیان ووژل شول.
3. کله چې ژوندي پاتې شوي نفر بېرته کمپ ته راستانه شول نو د اسراییلو سپین ږیرو وویل: <ولې نن ورځ څښتن فلسطینیان پرېښودل چې مونږ ته ماتې راکړي؟ راځئ چې د شیلوه څخه د څښتن د لوظ صندوق راوړو ترڅو هغه زمونږ سره لاړ شي او مونږ د دښمنانو څخه وژغوري.>
4. نو عسکرو شیلوه ته خپل استازي ولېږل چې د مطلق قادر څښتن د لوظ صندوق راوړي چې هغه د کروبیانو د پاسه په تخت باندې ناست دی. او د عیلي دوه زامن حفني او فینحاس د لوظ د صندوق سره راغلل.
5. کله چې د لوظ صندوق راورسېده اسراییلیانو په داسې لوړ اواز سره د خوشالۍ چیغې ووهلې چې ځمکه ولړزېدله.
6. څنګه چې فلسطینیانو دا چیغې واورېدلې پوښتنه یې وکړه: <د عبرانیانو په کمپ کې دا چیغې د څه دپاره دي؟> کله چې فلسطینیان پوه شول چې د څښتن د لوظ صندوق د عبرانیانو کمپ ته راوړل شو،
7. هغوی ووېرېدل او ویې ویل: <یو د خدایانو څخه کمپ ته راغی. مونږ په کړاو کې اخته کېږو! د دې څخه مخکې هیڅکله داسې پېښه نه وه شوې.
8. افسوس زمونږ په حال! څوک به مونږ د دې قدرتمندو خدایانو د لاسونو څخه خلاص کړي؟ دا هغه خدایان دي چې مصریان یې په دښته کې په ډول ډول بلا ګانو باندې ووهل.
9. ای فلسطینیانو زړور اوسئ! د مېړنو په شان وجنګېږئ هسې نه چې مونږ د عبرانیانو غلامان شو، لکه څنګه چې دوی زمونږ غلامان وو. نو د مېړنو په شان جنګ وکړئ!>
10. نو فلسطینیانو سخت جنګ وکړ. اسراییلو ماتې وخوړله او هر یو خپل کور ته وتښتېد. دا ډېره لویه وژنه وه یعنې دېرش زره اسراییلي عسکر ووژل شول.
11. د خدای د لوظ صندوق ونیول شو او د عیلي زامن حفني او فینحاس دواړه ووژل شول.
12. په هماغه ورځ د بنیامین د قبیلې یو سړی د جنګ د میدان څخه وتښتېد او شیلوه ته لاړ. د هغه کالي شلېدلي وو او په خپل سر باندې یې خاورې اچولې وې.
13. کله چې هغه راورسېد عیلي په خپلې چوکۍ باندې د سرک په غاړه ناست ؤ. په ځیر یې کتل ځکه چې د هغه زړه د خدای د لوظ صندوق دپاره لړزېده. کله چې هغه سړی ښار ته ورننوت او څه چې پېښ شوي وو بیان یې کړل نو په ټول ښار کې چیغې شوې.
14. -
15. عیلي اته نوي کلن ؤ او ړوند ؤ، خو د خلکو چیغې یې واورېدلې بیا یې پوښتنه وکړه: <دا شورماشور د څه دپاره دی؟> بنیامینی سړی ژر عیلي ته ورغی. هغه ته یې وویل:
16. <زه همدا اوس د جنګ له میدان څخه راغلم او همدا نن له هغه ځایه راتښتېدلی یم.>عیلي پوښتنه وکړه: <ای زویه! څه پېښه شوې ده؟>
17. هغه سړي چې دا خبر یې راوړی ؤ ځواب ورکړ: <اسراییلیان د فلسطینیانو څخه تښتېدلي دي او لښکرو ته دروند زیان رسېدلی دی، ستا دواړه زامن حفني او فینحاس هم وژل شوي دي او د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی.>
18. کله چې هغه سړي د لوظ د صندوق یادونه وکړه، عیلي د خپلې چوکۍ څخه چې د ښار د دروازې په څنګ کې وه په شا وغورزېد. څرنګه چې هغه سپین ږیری او دروند سړی ؤ اورمېږ یې مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د اسراییلو مشر ؤ.
19. د عیلي نږور یعنې د فینحاس ښځه امیدواره وه او د هغې د اولاد د زېږېدلو وخت نژدې ؤ. کله چې هغې دا خبر واورېد چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی او د هغې خسر او میړه مړه شوي دي، په هغې باندې د اولاد د زېږونې درد راغی او اولاد یې وزېږاوه.
20. څنګه چې هغه د مرګ په حال کې وه، هغو ښځو چې د هغې سره وې ویې ویل: <مه نا امیده کېږه، تا زوی وزېږاوه.> مګر هغې ورباندې پروا ونه کړه او ځواب یې ورنه کړ.
21. هغې په هغه هلک باندې ایخابود نوم کېښود او دا یې څرګنده کړه: <د خدای جلال د اسراییلو څخه لاړ.> دا یې ځکه وویل چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی ؤ او د هغې خسر او میړه مړه شوي وو.
22. هغې وویل: <د خدای جلال د اسراییلو څخه لاړ ځکه چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی.>
About اول سموئیل Chapter 4
Read اول سموئیل Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 4?
اول سموئیل Chapter 4 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 3
- اول سموئیل Chapter 19
Explore More from زوړ عهد
- حزقیال Chapter 9
- زبور Chapter 4
- عزرا Chapter 2
- پیدایښت Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- صفنیا Chapter 3
- ایوب Chapter 17