واعظ Chapter 9

For English

Read واعظ Chapter 9 Online

Read واعظ Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of واعظ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

واعظ 9

فصل 9

1. نو ما په دې ټولو کارونو باندې فکر وکړ، ترڅو دا هرڅه وڅېړم. زه دې نتیجې ته ورسېدم چې نېکان او هوښیاران او د هغوی کارونه د خدای په لاس کې دي. دا چې له انسان سره مینه کیږي یا کرکه، خو هېڅوک په دې نه پوهیږي چې د انسان په راتلونکې کې به څه پېښیږي.

2. څه چې په یو پېښیږيهغه په بل هم پېښیږينو د ټولو پای یو دیڅوک چې نېک کاره وياو څوک چې بدکاره ويڅوک چې پوره پاک وياو څوک چې ناپاک ويڅوک چې قرباني ورکوياو څوک چې قرباني نه ورکويڅه چې له ښه سړي سره کیږيهغه د ګناهکار سره هم کیږيڅه چې له قسم خوړونکي سره کیږيهغه له قسم څخه وېرېدونکي سره هم کیږي

3. دا بله بدبختي ده چې د اسمان لاندې په هر شي باندې پېښیږي، چې د ټولو پای یو دی. همدا شان د انسانانو زړونه له شرارت نه ډک دي، او ترڅو چې ژوندي دي په زړونو کې یې جهالت وي، بیا دوی له مړو سره یوځای کیږي.

4. په یقین سره څوک چې د ژوندیو په منځ کې دی هغه په دې تمه دی چې له مړ زمري نه ژوندی سپی ښه دی.

5. ځکه ژوندي په دې پوهیږي چې دوی به مړه شي، خو مړي په دې هېڅ نه پوهیږي.مړي نور هېڅ اجوره نه لرياو حتی د هغوی یاد له منځه ځي

6. هغه څه چې هغوی ورسره مینه لرلهاو له هغه څه نه چې هغوی ترې کرکه کولهاو له هغه چا سره چې هغوی سیالي درلودههغه پخوا له منځه تللي دياو دوی نور هېڅکله په هغه څه کې برخه نه لريچې د اسمان لاندې تر سره کیږي

7. نو ځه او خپل خواړه په خوښۍ سره وخوره، او خپل شراب په خوشحاله زړه وڅښه، ځکه چې خدای لا پخوا ستا له دې کارونو څخه راضي او خوشحاله دی.

8. ستا جامې دې د ښادیو دپاره تل سپینې وي او خپل سر په قیمتي تېلو غوړوه.

9. د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې له خپلې ګرانې ښځې سره د ژوند نه خوند واخله. دا خدای دی چې دا د لوګي او پوکي په څېر ورځې یې تاته د اسمان لاندې درکړې دي. ځکه چې دا خوشحالي ستا د ژوند او د هغه زیار او زحمت برخه ده چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسې.

10. هر هغه څه چې ته په خپلو لاسونو تر سره کوې هغه په خپل ټول قوت سره تر سره کړه، ځکه چې په قبر کې نه کار شته، نه نقشه شته او نه هم پوهه او حکمت شته، هغه ځای چې ته به په پای کې ورته ورځې.

11. یوځل بیا ما د اسمان لاندې ولیدل:منزل ته زر رسېدل تل د تېزو منډې وهونکو په برخه نه ويد جګړې ګټل تل د قوي جنګیالیو په برخه نه ويد ژوند د وسیلو تر لاسه کول هم تل د هوښیارانو په برخه نه ويد شتمنۍ ګټل هم تل د عقلمندو په برخه نه وياو نه هم بری تل د پوهانو په برخه ويځکه وخت او بخت به د دې هر یو انجام وي

12. دا هم حقیقت لري چې هېڅوک له دغه ټاکل شوي وخت څخه خبر نه دی!لکه ماهي چې په جال کې ونیول شيیا مرغۍ چې په لومه کې راونیول شينو انسانان به هم همداسې په دام کې راګېر شياو بدبختي به ناڅاپه په هغوی باندې نازله شي

13. ما د اسمان لاندې د حکمت په اړه دا هم لیدلي دي چې په ما باندې یې ډېره اغېزه کړې ده.

14. یو کوچنی ښار ؤ چې یو څو سړي په کې اوسېدل، او یو قوي پاچا پرې برید وکړ، هغه یې کلابند کړ او لښکر یې د هغه ښار د دېوالونو د ماتولو دپاره قوي وسیلې جوړې کړې.

15. خو په هغه ښار کې یو غریب خو هوښیار سړی پیدا شو چې په خپل حکمت سره یې هغه ښار وژغوره. خو هغه غریب سړی هم د خلکو له خوا هېر شو.

16. نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چېله قوت نه حکمت ښه دیخو د غریب سړي حکمت ته په سپکه سترګه کتل کیږياو هېڅکله د هغه مشورو ته غوږ نه نیول کیږي

17. د هوښیارانو نرمې خبرېد حاکم له هغو چیغو نه زر اورېدل کیږيچې د احمقانو په منځ کېپه لوړ اواز ویل کیږي

18. له جنګي وسلو نه حکمت ښه دیخو یو ګناهکار ډېر څه له منځه وړي چې هغه ښه دي

About واعظ Chapter 9

Read واعظ Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: واعظ
Chapter: 9
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading واعظ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading واعظ Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is واعظ Chapter 9?

واعظ Chapter 9 is part of the Book of واعظ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete واعظ Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. استر Chapter 3
  3. استر Chapter 7
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 23
  6. لاویان Chapter 10
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from واعظ

  1. واعظ Chapter 11
  2. واعظ Chapter 3
  3. واعظ Chapter 6
  4. واعظ Chapter 6
  5. واعظ Chapter 7
  6. واعظ Chapter 10
  7. واعظ Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 4
  2. شمېر Chapter 17
  3. حزقیال Chapter 11
  4. اول سموئیل Chapter 25
  5. اشعیا Chapter 17
  6. تثنیه Chapter 2
  7. شمېر Chapter 29
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *