مکاشفه Chapter 12

For English

Read مکاشفه Chapter 12 Online

Read مکاشفه Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مکاشفه 12

فصل 12

1. نو بیا په اسمان کې یوه لویه نښه ښکاره شوه. هلته یوه ښځه وه چې لمر یې لکه د کالیو په شان اغوستی ؤ، سپوږمۍ یې تر پښو لاندې وه او په سر باندې یې د دولسو ستورو تاج ؤ.

2. هغه امیدواره وه او د لنګون د درد له امله یې چیغې وهلې او په تکلیف وه.

3. بیا په اسمان کې یوه بله نښه ښکاره شوه. هلته یو لوی سور ښامار ؤ چې اووه سرونه او لس ښکرونه یې لرل او په هر سر باندې یې تاج ؤ.

4. هغه په خپلې لکۍ باندې د اسمان درېمه برخه ستوري راکش کړل او په ځمکه یې راوغورځول. ښامار د هغې ښځې په مخکې چې د ماشوم د زېږولو په حال کې وه ودرېده، د دې دپاره چې کله د هغې ماشوم وشي هغه یې ژوندی تېر کړي.

5. بیا د هغې زوی پیدا شو چې په ټولو قومونو به د اوسپنې په امسا باندې حکومت کوي. خو د هغې ماشوم پورته د خدای او د هغه تخت ته یووړل شو.

6. هغه ښځه بیابان، یعنې هغه ځای ته وتښتېدله چې خدای ورته تیار کړی ؤ، ترڅو هلته د یو زر او دوه سوه شپېته ورځو دپاره د هغې پالنه وشي.

7. بیا په اسمان کې جنګ وشو. میکاییل او د هغه فرښتو د ښامار سره جنګ وکړ او ښامار او د هغه فرښتو د دوی سره جنګ وکړ.

8. خو ښامار ماتې وخوړه او نور د هغه او د هغه د فرښتو دپاره په اسمان کې ځای نه ؤ.

9. نو هغه لوی ښامار لاندې وغورځول شو، هغه زوړ او پخوانی مار چې د شیطان یا ابلیس په نوم یاديږي او ټوله نړۍ یې غولوله، د خپلو فرښتو سره لاندې ځمکې ته وغورځول شو.

10. بیا مې په اسمان کې یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې: «اوس زمونږ د خدای خلاصون، قدرت او پاچاهۍ او د هغه ټاکل شوي مسیح د واک او اختیار وخت رارسېدلی دی، ځکه هغه څوک چې زمونږ د خویندو او ورونو مدعي ؤ او شپه او ورځ به یې د خدای په حضور کې په هغوی باندې تور لګاوه، هغه د اسمان نه لاندې ځمکې ته غورځول شوی دی.

11. زمونږ خویندې او ورونه د وري د وینې او د پیغام د شاهدۍ په وسیله په هغه باندې بریالي شول، ځکه چې هغوی دې ته تیار وو چې خپل ژوند له لاسه ورکړي او حتی مړه شي.

12. نو ای اسمانونو او تاسو چې په کې اوسېږئ، خوشحالي وکړئ. خو ای ځمکې او بحره! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه شیطان تاسو ته ښکته درغی او په دې ښه پوهیږي چې زیات وخت ورسره نشته، نو هغه ډېر په قهر دی.»

13. کله چې ښامار پوه شو چې ځمکې ته راغورځول شوی دی، نو د هغې ښځې پسې شو چې زوی یې زېږولی ؤ.

14. خو ښځې ته د عقاب دوه لوی وزرونه ورکړل شول، ترڅو وکولای شي هغه ځای ته والوزي چې په بیابان کې ورته تیار شوی ؤ. هلته به تر درې نیمو کالو پورې د هغې پالنه وشي او د هغه ښامار د حملې نه به خوندي وساتل شي.

15. بیا ښامار د خپلې خولې نه د اوبو سېلاب جاري کړ ترڅو هغه ښځه لاندې کړي او هغه یوسي.

16. خو ځمکې د هغې ښځې سره مرسته وکړه، خوله یې خلاصه کړه او د اوبو هغه سېلاب یې چې ښامار د خپلې خولې نه جاري کړی ؤ، تېر کړ.

17. نو ښامار په هغې ښځې باندې ډېر په قهر شو او لاړ چې د هغې د پاتې اولادې سره چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي او د عیسی په هکله شاهدي ورکوي، وجنګیږي.

18. ښامار د بحر په غاړه ودرېده.

About مکاشفه Chapter 12

Read مکاشفه Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 12
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 12?

مکاشفه Chapter 12 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 15
  2. مکاشفه Chapter 22
  3. مکاشفه Chapter 8
  4. مکاشفه Chapter 1
  5. مکاشفه Chapter 13
  6. مکاشفه Chapter 18
  7. مکاشفه Chapter 10

Explore More from نوی عهد

  1. یعقوب Chapter 5
  2. رومیانو ته Chapter 14
  3. یعقوب Chapter 4
  4. فلیپیانو ته Chapter 1
  5. یوحنا Chapter 4
  6. یعقوب Chapter 3
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 13

Related Chapters & Readings

  1. واعظ Chapter 3
  2. ایوب Chapter 11
  3. حزقیال Chapter 15
  4. ایوب Chapter 14
  5. پیدایښت Chapter 18
  6. هوشع Chapter 7
  7. شمېر Chapter 26
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *