Read پیدایښت Chapter 5 Online
Read پیدایښت Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 5
فصل 5
1. دا د حضرت آدم د اولادې د پیدا کېدلو لیکلی بیان دی. کله چې خدای پاک انسان پیدا کړ، هغه یې د خپل ځان په شان پیدا کړ.
2. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل او برکت یې ورته ورکړ او هغوی یې انسانان وبلل.
3. حضرت آدم د یوسلو دېرش کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو چې د هماغه په شان ؤ او په هغه باندې یې شیث نوم کېښود.
4. د شیث د پیدا کېدلو څخه وروسته حضرت آدم اته سوه کاله نور هم ژوندی ؤ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
5. نو حضرت آدم د نهه سوه دېرش کالو په عمر ؤ چې وفات شو.
6. شیث د یوسلو پنځو کالو ؤ چې د هغه زوی انوش پیدا شو.
7. او وروسته له هغې چې دی د انوش پلار شو، شیث اته سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
8. او په نهه سوه دولس کلنۍ کې مړ شو.
9. انوش د نوي کالو په عمر ؤ چې زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې قینان کېښود.
10. وروسته له دې چې هغه د قینان پلار شو انوش اته سوه پنځلس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
11. او په نهه سوه پنځه کلنۍ کې مړ شو.
12. قینان اویا کلن ؤ چې د هغه زوی مهللئیل پیدا شو.
13. وروسته له دې چې هغه د مهللئیل پلار شو قینان اته سوه څلوېښت کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
14. او په نهه سوه لس کلنۍ کې مړ شو.
15. مهللئیل پنځه شپېته کلن ؤ چې د هغه زوی یارد پیدا شو.
16. مهللئیل د یارد د زېږېدو څخه وروسته اته سوه دېرش کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
17. او په اته سوه پنځه نوي کلنۍ کې مړ شو.
18. یارد د یوسلو دوه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی خنوخ پیدا شو.
19. وروسته له دې چې هغه د خنوخ پلار شو یارد اته سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
20. او په نهه سوه دوه شپېته کلنۍ کې مړ شو.
21. خنوخ د پنځه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی متوشالح پیدا شو.
22. وروسته له دې چې هغه د متوشالح پلار شو خنوخ درې سوه کاله د خدای پاک سره په دوستۍ کې تېر کړل او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
23. خنوخ درې سوه پنځه شپېته کاله ژوند وکړ.
24. هغه د خدای پاک سره په دوستۍ کې خپل ژوند تېر کړ او له هغې څخه وروسته هغه د سترګو څخه پناه شو ځکه چې خدای پاک هغه پورته یووړ.
25. متوشالح د یوسلو اووه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی لمک پیدا شو.
26. وروسته له دې چې هغه د لمک پلار شو، متوشالح اووه سوه دوه اتیا کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
27. او په نهه سوه نهه شپېته کلنۍ کې مړ شو.
28. لمک د یوسلو دوه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو.
29. لمک وویل: <دا به زمونږ دپاره په ستونزو، په سخت کار او د لاسونو په تڼاکو کې تسلي وي چې مونږ یې په هغې ځمکې باندې کوو چې خدای پاک ورباندې لعنت ویلی دی.> نو په هغه باندې یې نوح نوم کېښود.
30. وروسته له دې چې حضرت نوح پیدا شو، لمک پنځه سوه پنځه نوي کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
31. او په اووه سوه اووه اویا کلنۍ کې مړ شو.
32. وروسته له دې چې حضرت نوح د پنځه سوه کالو شو، د هغه درې زامن پیدا شول چې سام، حام او یافث نومېدل.
About پیدایښت Chapter 5
Read پیدایښت Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 5
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 5?
پیدایښت Chapter 5 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 9
- زبور Chapter 95
- خروج Chapter 32
- خروج Chapter 7
- دوهم سموئیل Chapter 18
- یشوع Chapter 21
- زبور Chapter 147