دوهم سموئیل Chapter 11

For English

Read دوهم سموئیل Chapter 11 Online

Read دوهم سموئیل Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

دوهم سموئیل 11

فصل 11

1. د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې معمولاً پادشاهان جنګ ته ځي، داود ټولې د اسراییلو لښکرې د یوآب او د هغه د افسرانو د قوماندې لاندې جګړې ته ولېږلې. دوی عمونیان له منځه یوړل او د ربه ښار یې محاصره کړ، مګر داود په اورشلیم کې پاتې شو.

2. یوه ورځ د مازدیګر په وخت کې داود له بستر څخه راپاڅېده او د ماڼۍ په بام باندې ګرځېده. له بامه څخه یې یوه ښځه ولیدله چې غسل یې کاوه. هغه ډېره ښکلې وه.

3. نو داود یو نفر ولېږه چې دا معلومات وکړي چې هغه څوک ده. دا معلومه شوه چې هغه بتشبع د الیعام لور او د حیتي اوریا ښځه ده.

4. نو داود استازي ورولېږل چې هغه راولي، هغه یې راوستله او داود ورسره څملاست. (هغې ښځې د خپل میاشتیني عادت څخه د پاکوالي په خاطر غسل کاوه.) وروسته هغه بېرته کور ته لاړه.

5. د څو مودې نه وروسته هغه پوه شوه چې امیدواره ده او داود ته یې خبر ولېږه چې د دې خبرې نه خبر شي.

6. نو داود یوآب ته پیغام ولېږه: <حیتي اوریا ماته راولیږه.> نو یوآب اوریا هغه ته ورولېږه.

7. کله چې اوریا ورغی داود د هغه څخه د یوآب او د لښکرو د سلامتۍ او د جنګ د حال پوښتنه وکړه.

8. بیا هغه اوریا ته وویل: <خپل کور ته لاړ شه او یو څه ارام وکړه.> اوریا د ماڼۍ څخه لاړ او داود د هغه کور ته یو سوغات ورولېږه.

9. مګر اوریا خپل کور ته لاړ نه شو او د پادشاه د ګارډ سره د ماڼۍ په دروازه کې ویده شو.

10. کله چې داود واورېدل چې اوریا کور ته نه دی تللی، د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <تا ډېره لاره وهلې ده، ته ولې کور ته نه یې تللی؟>

11. اوریا ځواب ورکړ: <د اسراییلو او یهودا نفر په جونګړو کې اوسیږي او د لوظ صندوق د هغوی سره دی. زما قوماندان یوآب او د هغه عسکري منصبدارانو په صحرا کې خېمې درولې دي. زه څنګه خپل کور ته لاړ شم، وخورم، وڅښم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زه ستا په ژوند قسم خورم چې زه به هیڅکله داسې ونه کړم!>

12. نو داود هغه ته وویل: <یوه ورځ نور هم دلته پاتې شه او سبا به دې بېرته ولېږم.> نو اوریا هغه ورځ او راتلونکې ورځ هم په اورشلیم کې پاتې شو.

13. داود هغه د ماښام ډوډۍ ته راوغوښت او هغه یې نېشه کړ. مګر ماښام اوریا ووت او د پادشاه د ګارډ سره په خپلې بسترې باندې ویده شو او کور ته لاړ نه شو.

14. په راتلونکي سهار داود یوآب ته خط ولیکه او د اوریا په لاس یې ورولېږه.

15. هغه لیکلي وو: <اوریا په سخته جګړه کې په لومړۍ کرښه کې ځای په ځای کړه بیا د هغه څخه بېرته په شا شئ ترڅو هغه ووژل شي.>

16. نو کله چې یوآب ښار محاصره کاوه نو اوریا یې هغه ځای ته ولېږه چې هغه پوهېده هلته دښمن قوي دی.

17. د دښمن ځواکونه د ښار څخه راووتل او د یوآب د ځواکونو سره وجنګېدل. د داود څو تنه عسکري منصبداران د اوریا سره یوځای ووژل شول.

18. بیا یوآب داود ته د جنګ په باره کې پوره راپور ولېږه

19. او استازي ته یې داسې لارښوونه وکړه: <وروسته له دې چې ته پادشاه ته د جنګ په هکله هرڅه بیان کړې،

20. که دې ولیدل چې پادشاه په قهر شو او ستا څخه یې پوښتنه وکړه: تاسو ولې د هغوی سره د جنګ دپاره ښار ته دومره نژدې ورغلي وئ؟ آیا تاسو په دې نه پوهېدلئ چې هغوی به د دېوالونو څخه غشي ګوزار کړي؟

21. آیا ستاسو په یاد نه دي چې ابیملک د جدعون زوی څنګه ووژل شو؟ په تاباز کې یوې ښځې د دېوال څخه د ژرندې پاسنی پل راوغورزاوه او هغه یې وواژه، نو بیا تاسو ولې دېوال ته دومره نژدې ورتللئ؟ که پادشاه ستا څخه دا پوښتنه وکړه، نو هغه ته ووایه: ستاسو عسکري منصبدار اوریا هم وژل شوی دی.>

22. نو استازی داود ته ورغی او هرڅه چې یوآب ورته ویلي وو هغه یې خبر کړ.

23. هغه وویل: <زمونږ دښمنان زمونږ څخه ډېر زیات قوي وو او د ښار څخه راووتل چې زمونږ سره په صحرا کې جګړه وکړي، مګر مونږ هغوی بېرته د ښار دروازې ته په شا وتمبول.

24. بیا غشي ویشتونکو د دېوال څخه په مونږ باندې غشي وویشتل. اعلیحضرته! ستاسو د عسکري منصبدارانو څخه څو تنه ووژل شول او د هغوی سره اوریا هم ووژل شو.>

25. داود استازي ته وویل: <یوآب وهڅوه او هغه ته ووایه چې مه پریشانه کېږه ځکه چې ته هیڅکله دا نه شې ویلی چې څوک به په جګړه کې ووژل شي. هغه ته ووایه چې په ښار باندې قوي حمله پیل کړه او هغه له منځه یوسه.>

26. کله چې د اوریا ښځې واورېدل چې د هغې میړه مړ شوی دی، نو د هغه دپاره یې ویر وکړ.

27. کله چې د ویر مراسم پای ته ورسېدل، داود هغه ماڼۍ ته راوغښتله. هغه د داود ښځه شوه او هغه ته یې زوی وزېږاوه. مګر څښتن د دې ناوړه کار څخه چې داود کړی ؤ راضي نه ؤ.

About دوهم سموئیل Chapter 11

Read دوهم سموئیل Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم سموئیل
Chapter: 11
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم سموئیل Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم سموئیل Chapter 11?

دوهم سموئیل Chapter 11 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-سموئیل

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. دوهم سموئیل Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 20
  4. دوهم سموئیل Chapter 19
  5. دوهم سموئیل Chapter 6
  6. دوهم سموئیل Chapter 17
  7. دوهم سموئیل Chapter 1

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 14
  2. حبقوق Chapter 3
  3. زبور Chapter 122
  4. لاویان Chapter 6
  5. زبور Chapter 143
  6. زبور Chapter 3
  7. زبور Chapter 82

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 1
  2. حزقیال Chapter 30
  3. شمېر Chapter 23
  4. متی Chapter 2
  5. روت Chapter 1
  6. ارمیا Chapter 45
  7. اول پادشاهان Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *