Read شمېر Chapter 15 Online
Read شمېر Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 15
فصل 15
1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <د اسراییلو قوم ته دا مقررات ورکړه چې هغوی یې په هغې خاوره کې چې زه یې ورته ورکوم مراعت کړي:
3. تاسو کولی شئ چې د رمې یا پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د رضاکارانه نذرانې یا ستاسو د مذهبي اخترونو د نذرانو په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. د دغو نذرانو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
4. -
5. هرڅوک چې یو وری یا سېرلی د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کوي، هغه دې د هر حیوان سره یو کیلوګرام داسې ښه اوړه چې یو لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه او یو لیتر د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه راوړي.
6. کله چې یو پسه وړاندې کیږي، دوه کیلوګرامه داسې اوړه چې یونیم لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه دې وړاندې شي.
7. یونیم لیتر د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دغو قربانیو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
8. کله چې یو غویی څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کیږي،
9. د غلې دانې نذرانه دې د درې کیلوګرامو داسې اوړو سره وړاندې شي چې دوه لیتره د زیتونو تېل ورسره ګډ وي.
10. دوه لیتره د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
11. -
13. که چېرې څوک اصلي اسراییلی وي نو هر وخت چې غویی، پسه، مېږه یا وزه په اور باندې د تیارې شوې نذرانې په توګه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کوي نو په دې اصولو باندې باید عمل وکړي.
14. همدارنګه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، که هغوی د موقت وخت دپاره وي یا دایمي وي هم باید د دغو مقرراتو څخه پیروي وکړي.
15. -
16. همدغه اصول د تل دپاره په تاسو او هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي عملي کیږي. د څښتن په نظر کې تاسو او هغوی یوشان یئ.
17. -
19. کله چې تاسو په هغه ځمکه کې چې زه یې درکوم خواړه خورئ، دا خبره په یاد ساتئ چې د هغو څه لږ څښتن ته د خاصې نذرانې په توګه بېل کړئ.
20. کله چې تاسو ډوډۍ پخوئ نو اولنۍ ډوډۍ چې د نوې غلې دانې څخه پخیږي هغه دې څښتن ته د خاصې نذرانې په توګه وړاندې شي. دا دې په هماغه ډول وړاندې شي لکه څنګه چې د غوبل شویو غلو دانو څخه تیاره شوې خاصه نذرانه وړاندې کیږي.
21. دا خاص سوغات دې د تل دپاره د هغې ډوډۍ څخه څښتن ته ورکول کیږي چې تاسو یې پخوئ.
22. مګر فرض کوو که چېرې یو څوک په غیر ارادي توګه د دغو مقرراتو څخه د ځینو په عملي کولو کې چې څښتن موسیٰ ته ورکړي دي غفلت وکړي.
23. او فرض کوو چې په راتلونکي کې د هغو ټولو شیانو په سرته رسولو کې چې څښتن د موسیٰ په وسیله د هغو حکم کړی دی قوم غفلت وکړي.
24. که چېرې دا کار په غیر ارادي توګه په ناخبرۍ سره د قوم له خوا وشي، نو باید ټول قوم یو غویی د سوزېدونکې نذرانې دپاره چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کړي. دا نذرانه دې د پورته یادې شوې غلې دانې د نذرانې او څښلو د نذرانې سره یوځای او د یو وز سره چې د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کیږي وړاندې شي.
25. کاهن به د اسراییلو د ټول قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي، ځکه چې دا کار په قصدي توګه نه ؤ شوی او هغوی څښتن ته د خپلې غلطۍ دپاره یوه داسې نذرانه چې په اور باندې تیاریږي او د ګناه یوه نذرانه راوړله.
26. د اسراییلو ټول قوم او هغه بېګانه خلک به چې د هغوی په منځ کې اوسیږي وبخښل شي، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کې شامل وو.
27. مګر که چېرې ستاسو څخه یو تن په غیر ارادي توګه ګناه وکړي، باید یوه یو کلنه وزه د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي.
28. کاهن دې د څښتن په حضور کې د هغه چا دپاره چې په غیر ارادي توګه یې ګناه کړې ده کفاره ادا کړي، نو هغه به وبخښل شي.
29. همدا قانون به په هغو ټولو خلکو باندې عملي کیږي چې په غیر ارادي توګه یې ګناه کړې وي، که هغوی اصلي اسراییلیان وي یا بېګانه اوسېدونکي وي.
30. مګر که چېرې ستاسو څخه څوک په قصدي توګه ګناه وکړي، که هغه اصلي اوسېدونکی وي یا بېګانه وي، هغه څښتن ته په سپکاوي کولو سره ګناهکار دی او باید ووژل شي.
31. ځکه څه چې څښتن فرمایلي دي هغه نه دي منلي او په قصدي توګه یې د هغه یو حکم مات کړی دی. نو خون به یې په خپله غاړه وي.>
32. یو ځل کله چې اسراییلیانو په دښته کې سفر کاوه، د سبت په ورځ یو سړی د لرګیو په راټولولو ونیول شو.
33. هغه حضرت موسیٰ، حضرت هارون او ټول قوم ته وروستل شو
34. او هغه یې تر څارنې لاندې وساته، ځکه دا معلومه نه وه چې د هغه سره به څه کیږي.
35. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <هغه سړی باید ووژل شي، ټول قوم دې هغه د کمپ څخه بیرون سنګسار کړي چې مړ شي!>
36. نو لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، ټول قوم هغه د کمپ څخه بیرون وویست او سنګسار یې کړ.
37. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
38. <د اسراییلو قوم ته ووایه: د خپلو کالیو په څنډو پورې زونډي وګنډئ او په هر زونډي پورې یو یو آبي تار وتړئ. دا کار باید د تل دپاره وکړئ.
39. -
40. دا زونډي به تاسو ته دا خبره در په یاده کړي چې تاسو باید زما د قوانینو او زده کړو څخه پیروي وکړئ. کله چې تاسو داسې وکړئ، نو ماته به وقف کړای شئ او د خپلو له ګناه څخه ډکو خواهشاتو پسې به نه ګرځئ.
41. زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ چې ستاسو خدای اوسم.>
About شمېر Chapter 15
Read شمېر Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 15
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 15?
شمېر Chapter 15 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 6
- شمېر Chapter 24
- شمېر Chapter 9
- شمېر Chapter 26
- شمېر Chapter 28
- شمېر Chapter 5
- شمېر Chapter 35